رمضان

پاکستان په روژه کې د ۶۰ بنسټپالو ډلو له خوا په خیراتونو بندېز ولګاوه

عدیل سعید

یو پاکستانی تنظیم په تېر اګست کې په چوک یادګار کې خیراتونه غونډوي چې له زلزلې څخه ژوندي پاتې شویو کسانو سره مرسته وکړي. پاکستان دې وروستیو کې ۶۰ افراطي ډلو له خوا په روژه کې د چندو په غونډولو بندېز ولګاوه. [عدیل سعید]

یو پاکستانی تنظیم په تېر اګست کې په چوک یادګار کې خیراتونه غونډوي چې له زلزلې څخه ژوندي پاتې شویو کسانو سره مرسته وکړي. پاکستان دې وروستیو کې ۶۰ افراطي ډلو له خوا په روژه کې د چندو په غونډولو بندېز ولګاوه. [عدیل سعید]

پېښور -- پاکستان د بنسټپالو تنظیمونو له خوا د زکات، سرسایې یا د فطر صدقې، چې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال ورکول کېږي، په غونډولو بندېز لګولی دی.

د کورنیو چارو وزارت د جون په ۲مه اعلان وکړچې، «حکومت په ټول هیواد کې شاوخوا ۶۰ ادارو باندې د روژې د میاشتې پر مهال د فطرانې او صدقه فطر په نامه هر ډول خیراتونو ترلاسه کولو بندېز لګولی دی.»

په پاکستان کې روژه د جون په ۷مه پیل شوه او دا بندېز د روژې له پیلېدو څخه مخکې عملي کړای شوی دی. له دغه اقدام برسېره، حکومت د دغو شاوخوا ۶۰ تنظیمونو بانکي حسابونه هم کنګل کړل چې د آنلاین خیراتونو د انتقال مخنیوی وکړای شي.

دا ډلې چې بندېز پرې لګول شوی ډېرې دي. په دوی کې لشکر طیبه، سپاه صحابه پاکستان، حزب التحریر، القاعده او ګڼ شمېر نور شامل دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د څېړنو انسټیټیوټ (PIPS) له خوا په ۲۰۰۹ کې د خپور شوي یوه راپور له مخې هغه اورپکي تنظیمونه چې پیسې غونډوي د زکات، عشر او سرسایې یا د فطر صدقې ټولو ته ډېر خوشحال وي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د روژې پر وخت چې دینداره مسلمانان خیراتونه ورکوي نو دا اورپکي ډلې رامخې ته کېږي چې خپله ناجایزه برخه په کې زیات نه زیاته کړي.

دغه راپور افشاء کړې چې په پاکستان کې د ۲۰۰۵ د تباه کوونکې زلزلې نه وروسته د طالبانو سره تړلي الرشید ټرسټ په پنځو میاشتو کې ۹۵۰ ملیونه روپۍ (۹.۵ ملیونه امریکايي ډالر) غونډې کړې وې.

الرحمت ټرسټ، یوه خیراتي اداره چې د اورپکې ډلې جیش محمد سره اړیکې لري، ۶۰۰ ملیونه روپۍ (۶ ملیونه امریکايي ډالر) غونډ کړي وو.

د ترورستانو د مالي مرستو مرۍ بندول

د پاکستان امنیتي تحلیلګرانو د دې پرېکړې په دې ټکو ستایینه کړې چې د اورپکو جبهو د خیراتونو د غونډولو مخنیوی د نظم او امنیت د ساتلو یو په وخت اقدام دی.

د پېښور یو ژورنالست او امنیتي تحلیلګر عقیل یوسفزي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «په کومو تنظیمونو باندې چې بندېز لګول شوی هغوی د بودیجو درې سترې سرچینې لري چې د روژې په میاشت کې د زکات او فطرانې غونډول، په وړوکي اختر کې د څارویو د څرمنو غونډول او له خارجي هیوادونو څخه راغلي خیراتونه په کې شامل دي.»

هغه وویل، «د مالي بودیجو دا غټه لاره بندول ... داسې دي لکه د یو ارګان د تنفسي سیسټم بندول چې ښکاره نتیجه به ولري.»

عقیل هغې تګلارې ته چې اسلام اباد د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې د ترهګرو له خوا د آرمي پبلک سکول له ۱۵۰ زیاتو ماشومانو او استاذانو له قتل عام وروسته عملي کړه په اشارې وویل، «دا پرېکړه د [تروریزم په وړاندې] ملي اقدام پلان [NAP] د عملي کولو سره سمه ده.»

هغه وویل د ترهګرو ډلو د بودیجو مرۍ بندول د NAP د هدف لاسته راوړلو- یعنې په پاکستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په لور یو عملي قدم دی.

د پېښور یو امنیتي تحلیلګر او د باچا خان ټرسټ رییس خادم حسین سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «هر پرمختللی هیواد د دې له پاره قواعد لري چې خیراتي ادارې څنګه پیسې غونډولی شي، چیرته یې د مصرفولو اجازه لري او د هغوی مجاز هدفونه څه دي.»

حسین وویل د NAP له مادو څخه یوه د خیراتي ادارو د فعالیتونو په اړه د پاکستان د موجودو قوانینو عملي کول دي.

حسین وویل له دې امله چې د پاکستان خلک د مقدسو میاشتو پر مهال خیراتي ادارو ته د خیراتونو ورکولو په اړه ډېر جذباتیان دي، هغوی باید پوه شي چې په سخته ګټلې پیسې یې د چا لاس ته ورځي.

پولیس اقدام کوي

د پېښور له پاره د پولیسو د عملیاتو مشر مسؤل عباس مجید مروت سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې پولیس د دې بندېز په عملي کولو کار کوي.

هغه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې هغو ټولو پولیسو افسرانو چې په ټول پېښور کې د امنیتي چارو له پاره ځای په ځای کړای شوي دي دا امر لري چې د روژې پر مهال د خیراتونو د غونډولو څارنه وکړي.

هغه وویل تر دې وخته په پېښور کې پولیسو ته د بندېز پرې لګول شوو تنظیمونو له خوا د خیراتونو د غونډولو لپاره د ځایونو جوړولو کوم راپورونه نه دي رسېدلي.

NAP نیپ په جوماتونو، مدرسو او موټرو کې د هر چا له خوا د لاوډسپیکر په کارولو سره د چندو غوښتلو ممانعت هم کوي.

په عین حال کې د تفتیشاتو مرکزي اداره (ایف آيي ای) او پولیس په مرکزي بازارونو کې د سرک د غاړې د هغو کاروباریانو چې د پیسو په غیر قانوني انتقال کې لاس لري د نیولو له پاره چاپې وهي. د روژې پر مهال د دغو نیونو هدف چا ته زیان رسول نه دي بلکې د اورپکو د مالي بودیجو په مرۍ بندولو کې مرسته کوي.

مروت له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د تر بندیز لاندې ډلو له خوا د خیراتونو د ټولولو د هرې پېښې په هکله سمدلاسه پولیسو ته راپور ورکړي.

د پولیسو چارواکو له خلکو څخه غوښتنه کړې چې د پیسو په خیرات کولو کې له ډېر احتیاطه کار واخلي تر څو خیراتونه یې صحیح لاسونو ته ورسېږي.

مروت مشوره ورکړه چې یوازې هغو معتبرو خیریه ادارو ته خیراتونه ورکړل شي چې محتاجانو سره د مرستې کولو ریکارډ لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500