تروريزم

چارواکي د روژې په میاشت کې د منع شويو ډلو لپاره د مرستو په وړاندې مبارزه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

په کراچۍ کې یوه خیریه موسسه د اپرېل په ۲۳ مه د خوراک نه ډک ټرکونه هغه اوسيدونکو ته ليږدوي چې د لاک ډاون لخوا ځپل شوي دي، چې موخه یې د کورونا ویروس د خپریدو مخه نيول دي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې یوه خیریه موسسه د اپرېل په ۲۳ مه د خوراک نه ډک ټرکونه هغه اوسيدونکو ته ليږدوي چې د لاک ډاون لخوا ځپل شوي دي، چې موخه یې د کورونا ویروس د خپریدو مخه نيول دي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکي د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره اقدامات کوي چې د روژې په میاشت کې خیریه مرستې مستحق او ریښتیني فلاحی سازمانونو ته ورسيږي او نه چې منع شويو وسله والو ډلو ته ورسيږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې د یوې برخې په توګه چې د ترهګرۍ پرضد د هڅو د یوې برخې په توګه د چندو څارنه کوي، د پنجاب حکومت د اپرېل په ۲۳ مه اعلان وکړو چې دا به منع شوي ډلې د زکات او فطرانې -- یوه ځانګړې چنده چې د روژې په میاشت کې ورکړل کيږي -- راټولولو نه منع کړي.

روژه په رسمي ډول د اپرېل په ۲۵ پیل شوه.

د سیند او خېبر پښتونخواه صوبو د روژې د چندو په اړه ورته اعلاميې خپرې کړي دي.

پولیس د اپرېل په ۱۹ مه په کراچۍ کې د کورونا ویروس د خپریدو محدودولو لپاره لاک ډاون پلي کوي. [ضیاء الرحمان]

پولیس د اپرېل په ۱۹ مه په کراچۍ کې د کورونا ویروس د خپریدو محدودولو لپاره لاک ډاون پلي کوي. [ضیاء الرحمان]

د ترهګرۍ ضد د مبارزې ملي اداره (نيکټا)، چې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې يوه حکومتي اداره ده، د منع شویو وسله والو ډلو يو لیسټ ساتي چې موخه یې د مالي ادارو او اشخاصو سره مرسته کول دي چې د مشکوکو ترهګرو سره د معاملې یا راکړې ورکړې پروسس کولو نه ډډه وکړي.

په دغه لیسټ کې نامتو منع شوي ډلي داعش، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) القاعده، لشکر طیبه (ايل اي ټي)، لشکر جهنګوي (ایل اي جې)، سپاه محمد پاکستان (ايس ايم پي) او سپاه صحابه پاکستان (ايس ايس پي) شامل دي.

هغه خیریه موسسې هم په دې لیست کې شامل دي چې وسله والو د بندیز وروسته قانون پلي کوونکو ادارو ته د هوکې ورکولو لپاره جوړې کړې وي. په دې کې فلاح انسانیت فاونډیشن (اېف آی اېف)، مایمار ټرسټ، الاختر ټرسټ، الرشید ټرسټ، الحرمین فاونډیشن، او رابطه ټرسټ شامل دي.

د نيکټا د یو چارواکي له مخې، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، په جون ۲۰۱۹ کال کې، سچل سرمست فلاحي ټرسټ او د الجزا د ناروغانو فلاحي ټولنه -- چې په کراچۍ کې میشته ده -- په دې لیسټ کې شاملې شوې.

هغه وویل، د منع شويو تنظیمونو او خیریه موسسو ليسټ تازه کول، چې له دوی سره تړاو لري، د هيواد د هغه هڅو يوه برخه ده چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ تمویل مخه نيسي.

د سخاوت څخه ګټه پورته کول

په تیرو وختونو کې د وسله والو سره تړاو لرونکو خیریه موسسو هڅه کړې چې د مسلمانانو د مذهبي رسوماتو څخه ګټه پورته کړي او د زکات او فطرانې په شکل کې راټولې شوې پیسې د بې وزليو کسانو سره د مرستې پر ځای د ترهګرۍ تمویل او د وسلو اخيستلو لپاره وکاروي.

په ۲۰۱۶ کال کې د خدمت خلق لپاره د پاکستان مرکز، چې په اسلام آباد کې يوه څيړنيزه موسسه ده، د يو راپور له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې، پاکستانیانو تقريباََ ۲۴۰ ميليارده روپۍ (۱.۵ ميليارده امريکايي ډالره) خیریه موسسو ته ورکړې.

په کراچۍ کې میشت د پرمختګ مسلکي کارپوه ابوبکر یوسفزۍ، چې په سیمه کې یې خیریه کمپاینونه ترسره کړي دي، وويل چې په جعلي خیریه موسسو باندې د حکومت بنديز ښې پايلې ورکوي.

يوسفزۍ وويل، "د وسله والو د تمویل کمپاینونه په ټول هیواد کې ډیر متاثره شوي دي ځکه چې حکومت وسله والې ډلې د پیسو راټولولو نه منع کړي دي."

هغه اندیښنه لري چې منع شوي ډلې د کورونا ويروس وبا د يوې نوې لارې په توګه کارولی شي چې د خپلو تخریبي فعالیتونو لپاره فنډونه راټول کړي.

منان حسین، چې يو خیریه کارکونکی دی او د کراچۍ په کيماري سيمه کې وړیا خوراک ويشي، وويل، "د حکومت د دوامداره بندیز له امله، ګڼ شمير منع شوي خیریه موسسې، په ځانګړي توګه فلاح انسانيت فاونډيشن، د هغه کسانو لپاره په وروستي امدادي فعالیتونو کې ښکاره نه شوې کوم چې د [کورونا ویروس] لاک ډاون له امله ځپل شوي دي."

هغه وويل، په داسې حال کې چې حکومت اقدامات کوي چې تروريستي ډلې د پیسو راټولولو نه منع کړي، "عامه بيداري هم مهمه ده."

هغه وويل، "د تیرو څو کلونو راهیسې د قانون پلي کونکو ادارو په ښار کې بینرونه لګولي کړي څو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړي چې د روژې په میاشت کې د پیسو ورکولو پر مهال محتاط پاتي شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500