اسلام آباد -- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۰ مه) وویل چې پاکستان د هند سره دوامداره خبرې اترې غواړي. هغه د دواړو ايټمي هیوادونو، چې په تيرو کې يې درې جنګونه کړي دي، تر منځ د خبرو اترو په اهمیت زور ورکړو.
قريشي په خپل لومړي نيوز کانفرنس کې وويل، "موږ نه يوازې دوه ګاونډيان يو، بلکې موږ دوه ايټمي قوتونه هم يو."
د پاکستان نوي وزيراعظم عمران خان هم د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۱۹ مه) په ټيلي ويژن باندې په خپل خطاب کې د هند سره د غوره اړیکو غوښتنه وکړه، لکه څنګه چې د مياں محمد نواز شريف پخواني حکومت غوښتنه کړې وه.
قريشي د هند سره د اړیکو، په ځانګړي توګه په داسې حالاتو کې، چې د ځواب ورکولو وخت ډير محدود وي، په اړه وويل، "موږ اوږد مهاله ستونزې لرو ... زما په خيال، مونږ د خبرو اترو نه علاوه بله هیڅ لاره نه لرو."
هغه په ځانګړي توګه کشمير ته اشاره وکړه او ويې وويل، "موږ د خنډ نه بغير او دوامداره خبرو اترو ته اړتیا لرو."
د هند او پاکستان تر مینځ اړیکې په ۱۹۴۷ کې د برطانيې نه د آزادۍ ترلاسه کولو نه وروسته خرابې شوې دي. دا تعلقات په ځانګړې توګه د متنازعه کشمير له کبله خراب شول چې په دريو جنګونو کې دوی دوه جنګونه په کشمير کړي دي.
قريشي وویل، د هند وزيراعظم ناریندرا مودي خان ته مبارکي ورکړې ده او "د خبرو اترو لپاره يې هغه ته پیغام استولی دی."