ديپلوماسي

ملګري ملتونه د پاکستان او هند څخه غواړي چې د کشمیر په اړه تاوتریخوالی کم کړي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

سړي په اسلام آباد کې تلویزون ګوري، په داسې حال کې چې وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ په ۱۹مه د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د فبرورۍ په ۱۴ مه د ځانمرګي برید په اړه قوم ته خطاب کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

سړي په اسلام آباد کې تلویزون ګوري، په داسې حال کې چې وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ په ۱۹مه د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د فبرورۍ په ۱۴ مه د ځانمرګي برید په اړه قوم ته خطاب کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

ملګري ملتونه -- ملګري ملتونه (يو اين) د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۹مه) په هند او پاکستان غږ وکړ چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره فوري ګامونه پورته کړي او که دواړه خواوې موافق وي، د مسلې د حل کولو لپاره یې وړاندیز وکړ.

دواړه هیوادونه وروسته له هغې په سفارتي شخړه کې اخته دي کله چې د فبرورۍ په ۱۴ مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې يوه ځان وژونکي حمله وشوه چې د هندوستان ۴۰ امنیتي پرسونل په کې ووژل شول، په نتيجه کې د هند ځواکونو په سیمه کې د دغه بريد پرضد عملیات پیل کړل.

د ملګرو ملتونو ویاند، سټيفن ډوجاريک وویل، "موږ د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالي د زیاتوالي په اړه ژوره اندیښنه لرو."

ډوجاريک وويل، د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انټونیو ګوټیرس "په دواړو خواو ټینګار کوي چې د زيات صبر نه کار واخلي او فوري ګامونه پورته کړي"څو تاوتريخوالی کم کړي او که چيرې "دواړه خواوې درخواست وکړي، نو هغه د صلحې وړاندیز کوي."

امنیتي کارکوونکي د تير نومبر په ۲۸ مه په کارتار پور کې د ګوردوارا دربار صاحب نه بهر لیدل کیدی شي. پاکستان تیر کال د ویزې نه بغير د کارتارپور کوريډور پرانيسته وکړه چې د هند او پاکستان دوه مقدس ځايونه له يو بل سره منسلک کړي، چې په هغه وخت کې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو په لور يو کوچنی ګام ګڼل کيدو. [نظر الاسلام]

امنیتي کارکوونکي د تير نومبر په ۲۸ مه په کارتار پور کې د ګوردوارا دربار صاحب نه بهر لیدل کیدی شي. پاکستان تیر کال د ویزې نه بغير د کارتارپور کوريډور پرانيسته وکړه چې د هند او پاکستان دوه مقدس ځايونه له يو بل سره منسلک کړي، چې په هغه وخت کې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو په لور يو کوچنی ګام ګڼل کيدو. [نظر الاسلام]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۸ مه) په يو ليک کې، چې د ای ايف پي لخوا ليدل شوی دی، ګوتیرس ته د مداخلت لپاره درخواست وکړو.

دغه ليک وايي، "دا ضروري ده چې د تاوتريخوالي د مخنیوي لپاره ګامونه پورته شي. ملګري ملتونه بايد د تاوتريخوالي کمولو لپاره مداخلت وکړي."

د پاکستان تروریستي ډلې جیش محمد (جی اي ایم) د دې بريد ادعا کړې ده.

د سفارت کارانو په وینا، د روان تاوتریخوالي په ځواب کې، فرانس، برطانيه او متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې هڅه وکړه چې د جيش محمد مشر مسعود اظهر د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په ليسټ کې شامل کړي، خو چین د دې مخالفت وکړو.

چین دوه ځله -- په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې - د جيش محمد مشر په تور ليسټ کې د اچولو د هڅې مخه ونيوله. دا ډله پخپله په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرۍ په لیسټ کې شامله شوې وه.

د افغانستان د سولې بهیر ته ګواښونه

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیره، مليحه لودهي له ګوټیرس سره لیدنه وکړه او د امنیت شورا صدر ته يې د عمل کولو لپاره درخواست وکړو او خبرداری یې ورکړو چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې تاوتريخوالی په افغانستان کې د سولې هڅو ته زيان رسولی شي.

لودهي ای ايف پي ته وویل، "په برصغیر کې د تاوتريخوالي زیاتوالی په افغانستان کې د سولې امکاناتو ته یو ګواښ دی."

په افغانستان کې د پاکستان سفیر، زاهد نصرالله، هم خبرداری ورکړو چې د هغه د ګاونډي پر وړاندې د هند لخوا هر ډول اقدام د طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته زيان رسولی شي.

هغه وویل، پاکستان د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ د خبرو اترو لپاره د متحده ایالاتو د میاشتو اوږدو هڅو کې مهم رول لوبوي.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازی زلمي خليلزاد د فبرورۍ په ۱۰- ۲۸ مه د شپږو هیوادونو د سفر په ترڅ کې د ايجنسو ترمنځ د وفد مشري کوي چې موخه یې "د افغانستان په اړه په خبرو اترو کې ټول افغان ګوندونه یوځای کول دي.

دا وفد به بیلجیم، آلمان، ترکي، قطر، افغانستان او پاکستان ته سفر وکړي.

په عين حال کې، متحده ایالاتو د پاکستان څخه وغوښتل چې هغو کسانو ته سزا ورکړي کوم چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په ځانمرګي برید کې ښکيل دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وياند رابرټ پالادینو وویل چې د متحده ایالاتو چارواکي د ۱۴ مې فبرورۍ د بریدونو راهیسې د دواړو هیوادونو سره په تماس کې دي.

هغه خبريالانو ته وويل، "موږ د هند له حکومت سره نږدې اړيکې لرو چې نه يواځې خواخوږي څرګنده کړو بلکې د هند لپاره زموږ د پياوړي ملاتړ هم څرګندونه وکړو، ځکه چې دا د ترهګرۍ سره مخامخ ده."

"موږ له پاکستان څخه وغوښتل چې د تحقیق سره په بشپړ ډول مرسته وکړي ... او هر هغه کس ته سزا ورکړي چې په دې کې ښکيل وي."

پالادینو وویل، "موږ په ټولو هیوادونو غږ کوو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو سره سم خپل مسؤلیتونه پوره کړي چې ترهګرو ته د خوندي ځای ورکولو او د هغوی سره د مرستې مخه ونیسي."

راتلونکي ګامونه

د دې شخړې نه مخکې، د پاکستان او هند پولې دواړو غاړو ته سياستدانان کوچني ګامونه پورته کوي چي د دواړو هيوادونو تعلقات ښه کړي.

خان په تېر اګست کي د ټاکنو نه وروسته په خپل لومړي خطاب کې وویل، د هغه حکومت به وغواړي چي د هند سره سوله ایز تعلقات جوړ کړي.

هغه وويل، که چيرې هند سولې او ملګرتيا ته د ودې ورکولو لپاره يو ګام رامخکې کيږي نو پاکستان به دوه قدمه پورته کړي.

د هند د مطبوعاتي ټرسټ له مخې، خان دا بيانونه د هند وزيراعظم ناریندرا مودي د بيان، "چې له پاکستان سره د رغنده او معنی خيز ښکیلتیا" غوښتنه کوي، په ځواب کې ورکړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هند باید پر پاکستان زر حمله وکری

ځواب

دا د عقل خلاف خبره ده چې د هند لخوا په پلوانه کې په ځانمرګي بريد کې د پاکستان د ښکيلتيا غندل ومنو. دا نوره هم ګرانه ده چې دا يقين وکړو چې پاکستان به په غور سره د جيش محمد اعتراف ته پام وکړي او مسعود اظهر ته به سزا ور نه کړي که چيرې هغه په دې کې د لاس لرلو اعتراف وکړو، کيدې شي چې دا په مستقيم يا غير مستقيم ډول وي.

ځواب