طالبانو په بلوچستان کې د فرنټير کور ۴ غړي ووژل

ای ايف پي

کويټه -- د چارواکو له مخې، وسله والو د چهارشنې په ورځ ( دفبرورۍ په ۱۴ مه) په بلوچستان صوبه کې په يو بريد کې د فرنټير کور ۴ پرسونل ووژل.

وسله والو د فرنټير کور په غړو باندې هغه وخت یو پټ بريد وکړو کله چې هغوی د صوبې په مرکزي ښار کې په کويټه کې د رېل په پټلۍ باندې ګشت کولو.

د پولیسو یو سينير چارواکي، عبدالرزاق چیما، وویل، چې قربانيانو د غبرګون ښودلو موقع ونه لرله. هغه زياته کړه، چارواکو د پيښې د ځای نه د ۱۰۸ ګولو توقي ترلاسه کړې.

هغه وويل، "موږ شکمن يو چې بريد کوونکي لږ تر لږه څلور تنه وو چې په دوو موټرسايکلونو باندې راغلې ول."

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې مسولیت پر غاړه واخیستو.

د دې میاشتې په پیل کې دغه تروريستي ډلې په وادي سوات کې د پوځ په يو کيمپ باندې د يو ځانمرګي برید ادعا هم کړي وه چې ۱۱ سرتيري په کې وژل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500