کويټه -- جیو نیوز د پوځ د عامه اړيکو دفتر له قوله راپور ورکړو چې په کویټه کې يو ځانمرګي برید کونکي د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۲۴ مه) په ايرپورټ روډ باندې پنځه پولیس افسران ووژل او اوه نور يې ټپیان کړل.
امنیتي ځواکونو دوه نور ځانمرګي برید کونکي په کويټه کې د ويسټرن بايې پاس سره نژدې په فرنټير کور باندې د بريد کولو نه مخکې ووژل.