لاهور-- ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو چې د پوځ د عامه اړیکو دفتر په يو بيان کې د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۱۰ مه) وويل، چې قانون نافذ کوونکو ادارو د پنجاب په بيلابيلو ډسټرکټونو کې په استخباراتي عملیاتو کې نهه تنه شکمن کسان ونیول.
آی ايس پي آر زياته کړه چې دغه عمليات په لاهور، راولپنډۍ او ډيره غازي خان کې په تېرو ۲۴ ګهنټو کې ترسره شول.
آی ايس پي آر وويل، دغه شکمن کسان په صوبه کې د ترهګرۍ په حاليه پيښو کې په لاس لرلو تورن دي.