راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړیکو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۲۰ مه) وویل چې پاکستاني پوځيانو د خیبر ایجنسۍ په راجګال دره کی په خيبر-۴ عملياتو کې ۱۳ ترهګر ووژل او د وسله والو یو شمیر پټنځايونه يې له منځه ويوړل.
آی ايس پی آر وويل، يو سرتېرى د وسله والو سره په جګړه کې ووژل شو.
په راپور کې راغلي چې تراوسه پورې امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې ۹۰ مربع کلوميټره سيمه پاکه کړې ده.