ګوادر -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې وسله والو د بلوچستان صوبې په ګوادر کې د شنبې په ورځ (د می په ۱۳مه) لږ تر لږه ۱۰ کارګران ووژل.
ليوي ځواک وويل، چې په موتر سايکلو سپاره وسله والو په پیشیګان سيمه کې په يو تعميراتي ځای کې کارکوونکي ووژل.
د بلوچستان د ازادۍ منع شوي پوځ د دې بريد مسوليت په غاړه واخيستو.
امنیتي چارواکو وويل، وسله والو د ۲۰۱۴ کال راهیسې په بلوچستان کې ۴۴ تعميراتي کارکوونکي وژلي دي.