لاهور -- د ميډيا له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې لږ تر لږه پنځه ترهګر او د نيم پوځي رینجرو يو کس د پنجاب صوبې په ډیره غازي خان کې د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۹ مه) په يوه نښته کې ووژل شول.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر په وينا، دغه نښته هي چهرا تل سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې رينجرو د بغاوت ضد ردالفساد عملياتو په برخه کې يو بريد ترسره کړو.
جيو نيوز راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په چمن کې دوه تنه شکمن کسان ونیول او د ۸۰ کلوګرامه چاودېدونکو توکو يوه زيرمه یې ترلاسه کړه. د سما تلويزيون له مخې، ځواکونو درې کسان ونيول او په پېښور کې یې ۵ کلوګرامه چاودېدونکي توکې ترلاسه کړې.