لاهور -- ايکسپريس ټريبيون د يکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۹مه) راپور ورکړو چې په لاهور کې د مايو هسپتال دوه ريزيډنټ ډاکټران ورک شوي دي.
ډاکټر محمد جاوېد او ډاکټر حافظ محمد عدنان په لاهور کې د کينګ ایډيډورمیډیکل يونيورسټۍ نه ګريجويشن کړی وو. دوی د مارچ په ۱۴-۱۵مه د شپې هغه وخت ورک شول کله چې دوی د ډيوټۍ نه خپل هاسټل ته واپس راتلل.
د سما تلويزيون له مخې، کله چې د ميډيکل يوه ښځينه زده کوونکي د حيدرآباد نه لاهور ته راو نه رسيدله، نو له دې ژر وروسته دغه ډاکټران ورک شول. هغه د داعش سره د یوځای کيدلو لپاره سوريې ته تلې ده.