تروريزم

امنيتي ځواکونه په پاکستان کې د ډاکترانو او وکيلانو د هدفي وژلو مخنيوی کوي

جاويد محمود لخوا

د پوليسو وسله ول چارواکي په ۲۰۱۷ کال کې د اپريل په ۱۵مه په اسلام آباد ډسټرکټ کورټس کې د يو سينير وکيل تلاشي کوي. د اسلام آباد پوليسو په ډسټرکټ کورټس کې د ججانو، وکيلانو او د عام خلکو د حفاظت لپاره يو څو دروازې جوړې کړي دي چې وسله وال چارواکې يې ساتنه کوي. [جاويد محمود]

د پوليسو وسله ول چارواکي په ۲۰۱۷ کال کې د اپريل په ۱۵مه په اسلام آباد ډسټرکټ کورټس کې د يو سينير وکيل تلاشي کوي. د اسلام آباد پوليسو په ډسټرکټ کورټس کې د ججانو، وکيلانو او د عام خلکو د حفاظت لپاره يو څو دروازې جوړې کړي دي چې وسله وال چارواکې يې ساتنه کوي. [جاويد محمود]

اسلام آباد -- هغه په سخته ترلاسه کیدونکی پرمختګ چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کلونو کې د طالبانو په وړاندې ترلاسه کړی دی، هغې په هېواد کې د وکيلانو او ډاکټرانو په خونديتوب کې مرسته کړې ده.

د مختلفو وجوهاتو له کبله د دغه دوو مسلکونو غړي له څو کلونو راهیسې بار بار په نښه کیږي. د دوی د ژولو مقصد یو خو فرقه واریت دی او بل وسله وال غواړي چې هغه مشهور شخصیات ووژني چې له اورپکۍ سره ډیره کمه مرسته کوي.

مخ په کښته شمېر

د جنوبي ايشیا د تروریزم پورټل له مخې، د ۲۰۰۷ کال نه د دې اپریل د دوهمې نيټې پورې، په ټول پاکستان کې نږدې ۵۰ ډاکټران او ۵۴ وکيلان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي. په ۲۰۱۴ کې، ۱۲ ډاکټران او ۱۳ وکيلان وژل شوي وو.

د دغه ويب سايټ له مخې، يو ډاکټر په کراچۍ کې د اپریل په ۱۳مه د خپل کور نه بهر په ډزو ووژلی شو، چې دا تر ټولو تازه پيښه ده. ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په لاهور کې د اپریل په ۷ مه د څاروو يو ډاکټر وژل شوی وو.

البته، دغه غمژنه شميره په دې وروستیو کلونو کې راټيټه شوې ده ځکه چې امنیتي ځواکونو وسله وال ووژل يا یې ونیول او يا هغوی يې په تېښته مجبور کړل. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې تر اوسه پورې یو وکیل د خیبر پښتونخوا په چارسده ډسټرکټ کې د مارچ په مياشت کې وژل شوی دی. په لاهور کې د څاروو ډاکټر او په کراچۍ کې يو فزيشن لومړي مسلکي کسان وو کوم چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې تر اوسه په نښه شول او ووژل شول.

په پورته شمېره کې په تير اګست کې د کوټې په هسپتال کې يو ځانمرګی بريد شامل نه دی په کوم کې چې د ۵۰ نه زيات وکيلان وژل شوي وو.

تجزيه کارانو وويل، چې په ۲۰۱۵ کال کې په دغه شميره کې کمی راغې ځکه چې د پوځ د بغاوت ضد عملیات، چې په جون ۲۰۱۵ کال کې شروع شول، په شمالي وزیرستان کې جاري وو او چارواکو په ټول هيواد او په ځانګري توګه په کراچۍ کې استخباراتي عملیات ترسره کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین پاکستان فارورډ ته وويل، په ساده الفاظو کې، امنیتي ځواکونو "هغه وسله وال او جنايتکاران ووژل کومو چې ډاکټران او وکيلان وژلي وو."

مختلف قسم اقدامات

امنيتي ځواکونو نور اقدامات هم وکړل لکه د عدالتونو، هسپتالونو، ميډيا د ودانو او نورو مهم ځایونو نه بهر وسله وال پرسونل استول.

حسین وویل، د دې نه علاوه، د کورنيو چارو وزارت د صوبايي حکومتونو سره د وسله وال پلانونو شنډولو کې په منظمه توګه مرسته کړې ده.

په عين حال کې، ضرب عضب عملیات په دوامداره توګه کاميابۍ رامنځته کوي. په شمالي وزیرستان کې چې پخوا د تروريستو يوه سيمه وه، ضرب عضب عملیات د اوږدې مودې راهیسې روان دي.

په اسلام اباد کې په ملي دفاع يونيورسټۍ کې د امنیتي چارو کارپوهې او استادې آفشين زيشان پاکستان فارورډ ته وويل، "په شمالي وزیرستان کې بريالي عملياتو ... د وسله والو خوندي ځایونه، نيټ ورکونه او زیربنې تباه کړې."

هغې وويل، چې هغه ډېرزيات قوت او ژمنه چې پوځ په خپلو عملياتو کې څرګنده کړه، د وسله والو مورال ته زيان رسولی دی. هغې زياته کړه، چې عامو خلکو هغوی په بشپړه توګه ردولو له کبله ياغيانو ته په ګوزار ورکولو کې مرسته وکړه.

هغې وويل: "خلک پوه شول چې سخت دريځي د جهاد ایډیالوژۍ ته زيان رسوي." "دا د ځانمرګي بريدونو اجازه نه ورکوي چې دوی خپل خلک ووژني."

هغې وويل، د فبرورۍ په مياشت کې پیل شوي رد الفساد عمليات او نور استخباراتي عمليات به په ملي کچه امنیت ښه کړي.

په کراچۍ کې په تشدد کې کمی راغلی دی

په کراچۍ کې يو امنیتي تجزيه کار او د پوځ کرنل (ريټايرډ) مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل، په کراچۍ کې مختلف ټولنې اوږه په اوږه اوسیږي، او "د ډاکټرانو او وکيلانو د زيات هدفي وژلو په شا فرقايي وجوهات موجود ول."

هغه وويل، چې د مۍ ۲۰۱۰ کال راهیسې، په کراچۍ کې نږدې ۳۰ ډاکټران ووژل شول. هغه زياته کړه چې په کراچۍ کې استخباراتي عملياتو په دې وروستیو کلونو کې د ډاکټرانو او د وکیلانو په وژلو کې کمې راوستی دی.

نيم پوځي رينجرو په دسمبر ۲۰۱۳ کال کې د وسله والو او جنایي ډلو په وړاندې په ټول ښار کې عمليات شروع کړل، چې تر اوسه جاري دي.

بټ وویل، د دغه ټولو کلونو د سخت محنت نه وروسته، چارواکو په ټول پاکستان کې زياتره هدفي قاتلان او د هغوی ملګري نيولي دي او يا یې وژلي دي.

هغه وويل، خو زموږ کار لا پای ته رسيدلی نه دی. هغه په کوټه کې د اګست په مياشت کې يو ځانمرګي بريد ته اشاره وکړه کوم چې د بلوچستان صوبې حقوقي ټولنه په نښه کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500