اسلام اباد -- ازادۍ راډيو د سې شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴مه) راپور ورکړو چې د پاکستان وزیر اعظم میا محمد نواز شریف چارواکو ته امر وکړو چې په سوشل ميډيا باندې ټول " توهين اميز" مواد لري کړي يا بلاک کړي.
د هغه د دفتر د يو بيان له مخې، هغه امر وکړو چې د هغه کسانو خلاف دې سخت ګامونه پورته کړی شي کوم چې دا ډول مواد پوسټ کوي.
نواز شریف د بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړو چې بهرني سوشل ميډيا کمپنو ته ووايي چې دغه توهين اميز مواد بلاک کړي.