کراچۍ -- رسنیو راپور ورکړ چې په وروستیو کې په سیند ایالت کې دوه تنه جنایتکاران او یو د پولیسو چارواکی ووژل شول.
جیونیوز د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې دغه جنایتکاران چې په وژنو او شوکو کې ښکېل ول، د اګست په ۸مه په کراچۍ کې د شپې له مخې له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول.
پولیسو وویل چې، پولیسو یو شکمن جنایتکار چې د کراچۍ په بله برخه کې په یوه جلا وسله واله نښته کې ټپي شوی وو، ونیو.
په عین حال کې، دنیا تلوېزیون د اګست په ۹مه راپور ورکړ چې وسله والو په وروستیو وختونو کې د سیند ایالت په سېهوان شریف کې د پولیسو یو مرستیال سب انسپېکټر وواژه.
وروسته پولیسو څلور تنه شکمن کسان ونیول.