۲ پاکستاني ترهګر ووژل شول، ۹۹ شکمن کسان په کراچۍ، ګوجرانواله کې ونیول شول

د سټاف راپور

کراچۍ -- پاکستاني پولیسو په وروستیو وختونو کې په کراچۍ کې دوه تنه ترهګر ووژل او ۹۹ تنه شکمن مجرمان او ترهګر یې په کراچۍ او د پنجاب ایالت په ګوجرانواله ولسوالۍ کې توقیف کړل.

جیو نیوز راپور ورکړ چې د سیند ایالت د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ادارې (CTD) د جولای په ۲۰ مه دوه تنه ترهګر په کراچۍ کې په ډزو کې ووژل، او زیاته یې کړه چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ادارې یو افسر زخمي شو.

سرچینو وویل چې د کراچۍ پولیسو په وروستیو وختونو کې په منګوپیر سیمه کې د یوې تلاشۍ پر وخت ۹۸ تنه شکمن کسان ونیول.

په ورته وخت کې دنیا نیوز د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ادارې (CTD) له قوله وویل چې د پنجاب ایالت د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ادارې (CTD) د جولای په ۱۹مه یو شکمن ترهګر له دوه لاسي بمونو سره په ګوجرانواله کې ونیو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500