کراچۍ - سما تلويزيون راپور ورکړی چې د پاکستان ډاکټرانو د جولای په ۲۵ مه د فاټا، خیبر پښتونخوا د (KP)، بلوچستان اود سیند په سيمو کې له سخت امنيتي تدابيرو سره د پنځو ورځو د پولیو پر ضد واکسین کمپاين پيل کړی دی.
د پاکستان ترهګرو د واکسين ټيمونه او د هغوی ساتونکي وار په وار د وژنې لپاره په نښه کړي دي. دوی دا غلطه ادعا لري چې دا د بهرني توطیې يوه برخه ده.
د چارواکو له مخې، هغه ډاکټران چې دغه کمپاين ترسره کوي، هغوی هیله لري چې په سند کې به لږ تر لږه ۲.۵ ميليونونه ماشومانو، په بلوچستان کې له ۵۰۰،۰۰۰ څخه زيات ماشومانو، په قبايلي سيمو کې لږ تر لږه ۹۶۵.۰۰۰ ماشومانو او په خېبرپښتونخوا کې ۱۹۹.۰۰۰ ماشومانانو ته د پوليو واکسين ورکړي. چارواکي به د پوليو ټیمونو لپاره امنيت ټينګ کړي.