د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر ووژل شو؛ ۷ تنه شکمن کسان په بلوچستان کې ونيولې شو

د سټاف راپور

اسلام اباد - وسلوالو د اوونۍ په پای کې په بلوچستان کې د جمعيت علماء اسلام (فضل) (JUI-F) مشر او د هغه زوی په ډزو ووژلو، په داسې حال کې پوليسو د پنجاب په ولایت کې پنځه وسله وال ووژل.

ليوي ځواکونو د ډان په وينا وايي چې وسله والو د جولای په ۲۴ مه د بلوچستان په کيچ ولسوالۍ کې د جمعيت علماء اسلام (فضل) (JUI-F) محلي مشر مفتي اهتشام الحق او د هغه زوی په ډزو پر ځای ووژلو.

فرنټیر کور د سما او ډان له مخې وايي چې ځواکونو د جولای په ۲۴ مه د بلوچستان په دوو ولسوالیو کې اووه مشکوک وسله وال نيولې دي.

ډان راپور ورکړی چې، له بلې خوا، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې وزارت د جولای په ۲۳ مه لږ تر لږه پنځه وسله وال، چې له پاکستان تحريک طالبان او لشکر جنګوي (LeJ) سره يي تعلق لرلو، په راجنپور ولسوالۍ په ډزو کي وژلې دي.

د ترهګرۍ سره د مبارزې وزارت وايي، دوه يا درې تنه شکمن کسان تښتېدلې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500