پېښور -- یو پاکستانی پولیس افسر او یو متقاعد نظامي NCO د جون په ۱ په کویټه او پېښور کې ووژل شول، په داسې حال کې چې په همدغې ورځ یوه سخت توپان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ۱۲ کسانو ژوند واخیست.
د سما د راپور په اساس، پولیسو وویل چې په موټرسایکل سپرو کسانو په کویټه کې د پولیسو سب انسپکټر مختار احمد ووژلو.
ډان لیکي چې، د پولیسو یوه چارواکي وسیم ریاض وویل چې په موټرسایکل سپرو کسانو په پېښور کې یو متقاعد نظامي صوبیدار راج ولي وویشتلو او وې وژلو.
په عین حال کې، د ډان د راپور له مخې، په اسلام اباد، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې له باران نه وروسته یوه توپان لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل.