اسلام اباد -- پاکستاني ځواکونو په وروستیو وختونو کې د القاعدې شپږ غړي په پنجاب کې ووژل او د هېواد له بېلابېلو برخو څخه یې ۵۰ تنه شکمن اورپکي ونیول، په داسې حال کې چې ترهګرو په کراچۍ کې یو ملا امام په ډزو وواژه.
ډان د اوکاړه ولسوالۍ د پولیسو له قوله د جولای په ۱۳مه ولیکل چې، د القاعده غړي په یاده ولسوالۍ کې په ډزو کې ووژل شول. دوه تنه پولیس افسران زخمیان شول.
د پنجاب ایالت د پولیسو یوه مشر سعود مګسي وویل چې، وژل شویو ترهګرو پلان درلود چې د ولسوالۍ د پولیسو د افسر د دفتر په شمول په حساسو حکومتي ځایونو باندې حملې وکړي.
دنیا تلوېزیون راپور ورکړ چې، د پنجاب د ترهګرۍ ضد پولیسو څانګې د جولای په ۱۲مه په لاهور کې په یوه برید کې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) درې تنه شکمن غړي توقیف کړل.
سرچینو د جولای په ۱۲مه دنیا تلوېزیون ته وویل چې، د پاکستان قانون نافذوونکیو د روژې په وروستۍ اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۷ تنه شکمن ترهګر او د ترهګرۍ چمتو کوونکي توقیف کړل.
ډان د پولیسو له قوله ولیکل چې، نامعلومو موټرسایکل سپرو د جولای په ۱۲مه په کراچۍ کې یو ملا امام حبیب الرحمان د هغه په کور کې په ډزو وواژه.
ډان د جولای په ۱۳مه راپور ورکړ چې، په یوه بل خبر کې د پاکستان دولتي بانک (سټېټ بېنک) په وروستیو کې داسې پرېکړه وکړه چې د بشرپال عبدالستار ایدهي په درناوي د پیسو یوه سکه راوباسي.
ایدهي چې د پاکستان د تر ټولو لویې خصوصي خیریه ادارې مؤسس وو د جولای په ۸مه د ۸۸ کالو په عمر په کراچۍ کې مړ شو.