تجزيه

د واګنر ناکامه بغاوت په روسیه کې د ملي امنیت کمزورۍ لاپسې زیاتې کړي

د اولها چیپل او ای اېف پي لخوا

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د جون په ۲۶مه په ماسکو کې د دفاع وزیر سرګي شویګو په ګډون د دغه هېواد له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره ګوري. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د جون په ۲۶مه په ماسکو کې د دفاع وزیر سرګي شویګو په ګډون د دغه هېواد له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره ګوري. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

کييف -- د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین لخوا په تېره میاشت کې د کرملین په لور يو ناکامه لاريون د روسیې د ملي امنیت په ټولنه کې اوږدمهاله دښمنۍ او کمزورۍ په ډاګه کړي.

دغه لنډمهاله او په نهایت کې ناکامه بغاوت د روسيې د صدر ولاديمير پوتین د واکمنۍ لپاره ترټولو غير معمولي چيلنج ثابت شو.

پریګوزین د کرملین سره په اوکراین کې د روسیې د ستونزمن یرغل د ترسره کولو په اړه اختلاف لري.

د بیلاروس په منځګړیتوب د جون په ۲۳مه او ۲۴مه د ماسکو په لور د واګنر د لاريون د مخنیوي لپاره تړون د يوې لويې نښتې مخه ونیوله، خو د دې تړون په اړه جزئیات پټ پاتې دي.

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۸مه اخیستل شوی، پوتین په سوریه کې د روسیې د ځواکونو کمانډر کرنل جنرل سرګي سروویکین ته اېوارډ ورکوي. سرووکین، چې اوس یو بشپړ جنرل دی، د واګنر له پاڅون راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. [الیکسي دروزیین/سپوتنیک /ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۸مه اخیستل شوی، پوتین په سوریه کې د روسیې د ځواکونو کمانډر کرنل جنرل سرګي سروویکین ته اېوارډ ورکوي. سرووکین، چې اوس یو بشپړ جنرل دی، د واګنر له پاڅون راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. [الیکسي دروزیین/سپوتنیک /ای اېف پي]

کارمندان د جولای په ۲مه په سینټ پیټرزبورګ کې د خپل تړل شوي دفتر څخه د واګنر ګروپ لوګو لرې کوي. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

کارمندان د جولای په ۲مه په سینټ پیټرزبورګ کې د خپل تړل شوي دفتر څخه د واګنر ګروپ لوګو لرې کوي. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

کرملین د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۰مه) وویل چې صدر پوتین د جون په ۲۹مه په کرملین کې له پریګوزین سره وکتل، څو ورځې وروسته له هغې چې دغه اجیر ډلې د روسیې د پوځي مشرتابه د نسکورولو هڅه وکړه.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ناکامه بغاوت ته په اشارې سره وویل، "صدر د جون د ۲۴مې نېټې د پېښو په اړه خپله ارزونه وکړه، او زیاته یې کړه چې پوتین هم د [واګنر] د قوماندانانو بيانونه واوریدل."

د لغوه شوي بغاوت څخه یوازې دوه هفتې وروسته، لاهم د واګنر ګروپ د برخلیک او د هغه د تړون په اړه د پام وړ ناڅرګندتیا شتون لري چې د روسیې د لوړ پوړو پوځي مشرانو پروړاندې يې بغاوت پای ته ورسوو.

د پلان له مخې، تمه کېده چې د اجیر مشر او د هغه ځینې جنګیالي به بیلاروس ته جلاوطن شي.

د واګنر اجیرانو چې غوښتل یې د روسیې لپاره جنګ ته دوام ورکړي په عېن وخت کې به د منظم پوځ سره تړونونه لاسلیک کړي.

په کرملین کې د واګنر له قوماندانانو سره د درې نیمو ګهنټو ناستې په ترڅ کې، پوتین "دوی ته د کار لپاره بدیل وړاندیزونه" وړاندې کړل، چې پکې جنګي دندې شاملې دي.

ځای يې معلوم ندی

که څه هم، پریګوزین د جون د ۲۴مې له شپې راهیسې په عامه توګه نه دی لیدل شوی، کله چې هغه د روستوف-آن-ډون -- هغه ستراتیژیک سویلي ښار چې واګنر د یوې ورځې لپاره نيولی و -- څخه ووتلو او د روسیې لوړ پوړي دفاعي چارواکي، چې د واګنر ګروپ ملاتړي ګڼل کیږي، خاموشه پاتې شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ، د بیلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا -- چې د واګنر سره د تړون منځګړیتوب يې کړی و -- وویل چې نه پریګوزین او نه هم د هغه سړي د هغه په هېواد کې دي.

د برتانیې د استخباراتو د تازه معلوماتو له مخې چې د جولای په ۵مه د انګلستان د دفاع وزارت په يو ټویټ کې خپاره کړې ول، په اوکراین کې د روسیې د فضايي ځواکونو کمانډر او د روسیې د ځواکونو ډپټي کمانډر جنرل سرګي سروویکین له پاڅون وروسته په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

په دغه معلوماتو کې زیاته شوې چې د دفاع وزارت نايب وزير یوسو بیک یوکوروف هم د جولای په ۳ مه د دفاع وزارت د مشرتابه په یوه ټلویزیوني وینا کې غیر حاضر و.

لندن په ټویټ کې وویل، "د سروویکین د نیول کېدو راپورونه نشي تایید کېدی، خو چارواکي به احتمال ولري چې د واګنر سره د هغه د اوږدې اړیکې په اړه شک ولري چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په سوریه کې د هغه له دندې سره تړاو لري."

"په ورته ډول، یوکوروف په يوه ويډيو کې د واګنر له مالک یوګیني پریګوزین سره د ډلې لخوا د روستوف-آن-ډون د نيولو پرمهال خبرې کولې."

"که څه هم په لویدیځ کې په پراخه کچه د خپل وحشي شهرت له امله پیژندل شوی، سروویکین د روسیې په پوځ کې یو له قدرمنو لوړ پوړو افسرانو څخه دی، نو د هغه په ​​وړاندې هر ډول رسمي بندیز احتمال لري چې اختلاف رامنځته کړي."

"هغه احتمالي شک چې د لوړ پوړو فعالو افسرانو په اړه شتون لري دا په ګوته کوي چې څنګه د پریګوزین ناکامه بغاوت د روسیې د ملي امنیت په ټولنه کې د مخکې نه موجود درزونه ژور کړي.

'دا یوازې پېل دی'

څارونکي وايي، د پریګوزین بغاوت په روسیه کې د پراخو پاڅونونو یوازې لومړۍ مرحله ده.

ویکتور یاګون، چې د اوکراین د امنیت خدماتو (اېس بي يو) پخوانی ډپټي ډايريکټر او اوس د امنیتي سکتور د اصلاحاتو د ادارې ډايريکټر دی، کاروانسرای ته وویل، "پریګوزین هغه څوک نه دی چې د هر څه څخه ګټه پورته کوي."

یګون وویل، "په حقیقت کې، الیکسي ډیومین د پریګوزین تر شا دی. د تولا صوبې اوسنی ګورنر د پوتین پخوانی معاون او ساتونکی دی. هغه او پریګوزین خورا نږدې او ټینګې اړیکې لري."

هغه وویل، "سورویکین او ډیومین یقیناً د پریګوزین د بغاوت په اړه معلومات لرل. حتی په دې کې هېڅ شک نشته."

د یاګون په وینا، پلان دا و چې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د روسیې د پوځ ستر مشر والیري ګیراسیموف له واکه لرې کړي او پر ځای یې په ترتیب سره ډیومین او سروویکین ځای پر ځای کړي.

یګون وویل، "او بیا بل پړاو راځي. شاید بغاوت نه بلکې د واک په بشپړه توګه ترلاسه کول، او د پوتین په ځای پریګوزین یا بل کس ځای په ځای کول."

هغه وویل، "هرچا د مخکې نه ليدلې ول او دا يې محسوس کړه چې د پوتین څوکۍ ولړځيده ... دا یوازې پېل دی."

د جګړې خبريال او د اوکراین د جنرالانو پخواني ویاند ولادیسلاف سیلیزنیوف په وينا، د روسیې د اشرافو ترمنځ د ګټو ټکر به بالاخره د روسیې د رژیم د بشپړ سقوط لامل شي.

سیلیزنیوف وویل، "موږ په یاد لرو چې څنګه ... د تېرې پېړۍ په پېل کې، د روسیې د اشرافو په مینځ کې ورته شخړه په حقیقت کې د روسیې امپراتورۍ د ویجاړیدو لامل شوه."

هغه وویل، د پوتین لخوا بغاوت ته د ضعیف ځواب په پام کې نیولو سره، ورته وضعیت بیا تکراریدی شي.

سیلیزنیوف کاروانسرای ته وویل، "اوس روسي چارواکي هر ډول کیسې کوي او هڅه کوي چې د پوتین انځور بېرته راولي، خو دا کار امکان نلري."

د سیلیزنیوف له مخې، د روسیې بشپړ سقوط یو خورا ممکن امکان لري.

هغه وویل، "پوتین غلط اندازه ولګوله. دا روښانه ده. اوس د روسیې د سقوط اصلي محرک به په محاذ کې د اوکراین د پوځ بریا وي. زه فکر کوم چې پوتین پوهیږي چې وضعیت خورا ستونزمن دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500