امنیت

پولیس د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو ډلو سره د تړاو لرونکي ډاکوانو پرضد عملیات کوي

د زرک خان لخوا

د پنجاب پولیس افسران د اپرېل په ۱۶مه په چراغ شاه سیمه کې د ډاکوانو یو پټنځای له منځه وړلو وروسته یو ګروپ عکس اخلي. [پولیس/ای اېف پي]

د پنجاب پولیس افسران د اپرېل په ۱۶مه په چراغ شاه سیمه کې د ډاکوانو یو پټنځای له منځه وړلو وروسته یو ګروپ عکس اخلي. [پولیس/ای اېف پي]

د هېواد په کلیوالو سیمو کې د منظم جرمونو د مخ په زیاتیدونکي ستونزې سره د مبارزې لپاره په خپلو هڅو کې، د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو د پنجاب او سند صوبو په پولو کې د سند په سیمه کې ​د ډاکوانو د ډلو پرضد خپل عملیات​ ګړندي کړي دي.

ډاکوان -- هغه ډلې چې د پاکستان په ټول تاریخ کې يې په کليوالو سیمو کې فعالیت کړی -- د آباسين سيند په ګڼو ځنګلونو کې مېشت دي چې په سیمه ایزه توګه د کچه په نوم یادیږي، کوم چې د پنجاب صوبې په لرې ضلعو يعنې رحیم یار خان او راجن پور کې او د سند صوبې په شکارپور، جېکب آباد، کشمور او ګوټکي ضلعو کې شتون لري.

د پنجاب پولیسو، د اپرېل په لومړیو کې په پېل شويو خپلو عملیاتو کې، د لسګونو غلو په نیولو او وژلو او د دوی له قبضې څخه د وسلو او لاسي بمونو په ګډون د درنو وسلو په ترلاسه کولو سره د پام وړ بریالیتوب ادعا کړې ده.

د دغه ادارې په بيان کې ويل شوي، د مۍ په ۳مه، د پنجاب پولیسو وویل چې د عمراني او قیصراني ډلو څو غړي، چې په جدي جرمونو کې مطلوب وو، د وسلو له ایښودلو وروسته تسلیم شوي دي.

په دغه بيان کې ويل شوي چې پوليسو دقابل سيکاني په نامه ديو مهم ډاکو پټنځاى ويجاړ کړو او له هغه څخه يې وسلې ترلاسه کړې.

د مۍ په ۲مه، د پنجاب پولیسو وویل چې دوی په روانو عملیاتو کې د سبزل لټهاني ډلې سره تړلي څو ډاکوان نیولي دي.

ایکسپریس ټریبیون د اپرېل په ۲۸مه راپور ورکړو، د پنجاب صوبې د پولیسو مشر ډاکټر عثمان انور د اپرېل په ۲۷ مه په یوه غونډه کې د پنجاب وزیر اعلی محسن نقوي ته خبر ورکړو چې پولیس د کچې په سیمه کې د ډاکوانو تر نفوذ لاندې شاوخوا ۵۱۰۰۰ ایکړه ځمکه پاکوي.

د صوبې د پولیسو ویاند نایاب حیدر وویل، "د پولیسو ځواک په عملياتو کې عصري ټیکنالوژي او زغره وال پرسونل وړونکي ګاډي (ای پي سيز) کاروي او له ډاکوانو څخه یې د زرګونو جریبه ځمکه نيولو وروسته د پولیسو کېمپونه جوړوي."

هغه وویل، د پولیسو په عملياتو کې د پولیسو زیات شتون او د قانون پلي کونکو ادارو ترمنځ ښه همغږي شامله ده، چې په ځانګړې توګه پکې د پنجاب د ترهګرۍ ضد اداره (سي ټي ډي) ښکېل ده، ترڅو د ډاکوانو مشهورې ډلې په نښه کړي.

حیدر وویل، پولیسو د ماشومانو په ګډون څو کسان چې د تاوان لپاره تښتول شوي وو، د ډاکوانو له منګولو څخه وژغورل.

د سند حکومت د صوبې د کچه په سیمه کې د ډاکوانو د ډلو سره د مبارزې لپاره خپله ستراتيژي جوړوي.

ډان ورځپاڼې د مۍ په ۲مه راپور ورکړو، د سند د پولیسو مشر غلام نبي میمن وویل چې د هغه اداره د حکومت په بشپړ ملاتړ سره په یو وړاندیز کار کوي چې د ۵۰۰۰ قوي "کچې پولیس ځواک" جوړ کړي چې دا به د سيند په سیمه کې د ډاکوانو سره د مبارزې لپاره وقف وي.

هغه له رسنيو څخه وغوښتل چې د کړنو د کړنو ستاينه نه کوي، چې دا د پوليسو مورال کمزوری کولی شي.

د تحريک طالبان پاکستان سره اړیکه

په دغه عملياتو کې، پولیسو د ډاکوانو د ډلو او ​تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)​، چې یوه منع شوې ترهګره ډله ده، ترمنځ اړیکه موندلې ده.

د اپرېل په ۱۸مه، د پنجاب سي ټي ډي په راجن پور کې د ډاکوانو د ډلو پرضد د عملیاتو په ترڅ کې د تحريک طالبان پاکستان دوه وسله وال ووژل.

د پنجاب صوبې د پولیسو مشر انور د اپرېل په ۲۱مه رسنیو ته وویل چې د کچې په سیمه کې ډاکوان د سولې د ګډوډولو لپاره له ټي ټي پي سره همکاري کوي.

په راجن پور ضلعه کې یو ټولنیز فعال شعیب احمد وویل، "په دې سیمو کې ډاکوان د ډلو په شکل کې فعالیت کوي، کاروبارونه او مسافر په نښه کوي، او د تاوان لپاره یې تښتوي."

احمد وويل، د کچې سيمې د لريوالي او د لاسرسي د نشتوالي له امله، د سيندونو ځنګلونو او ټاپوګانو د کلونو لپاره د ډاکوانو لپاره د خوندي ځای په توګه کار کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500