لاهور -- پوليسو وويل، د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ (د می په ۷ مه) د پلټنې یو ګډ ټیم جوړ کړو چې د يکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د وژلو کوشش په اړه تحقيقات وکړي.
جيو نيوز راپور ورکړو چې د پنجاب د پولیسو د انویسټیګیشن ډپټي انسپکټر جنرل محمد وقاص نذیر به د پنځه کسيزې ټيم مشري کوي. دا ټيم په سينير پولیسو، د ترهګرۍ او استخباراتو په چارواکو باندې مشتمل دی.
اقبال، ۵۹، د یکشنبې په وروستيو کې هغه وخت په ښي لاس وويشتل شو کله چې هغه خپل ښار نارووال ته نږدې د يوې عامې غونډې لپاره وتلو. ای ايف پي راپور ورکړو چې د دوشنبې په ورځ د آپريشن نه وروسته د هغه حالات ښه وو.
د پولیسو له مخې، اقبال په کنجرور کلي کې وروسته له هغې په نښه کړی شو کله چې هغه د عیسایانو او نورو اقلیتي ټولنو سره ليدنه وکړه.
پوليسو يو کس د عابد حسين، چې د خلکو د وينا له مخې د ۲۰ کالو نه کم عمر لري، په نوم وپیژندلو او افسرانو او خلکو هغه په ځمکه راورتولو کله چې هغه ځان د دويم ډز لپاره تيارولو. پوليسو هغه په توقیف کې وساتلو او د راپور له مخې هغه د جرم اعتراف وکړو.
د نارووال ډسټرکټ د پولیسو افسر عمران کشور خبریالانو ته وویل، [برید کوونکی] په ناڅاپي ډول د خلکو د هجوم نه راښکاره شو او ډزې یې پيل کړې، چې اقبال يې په ښي لاس وويشتو."
اقبال لومړی په نارووال کې علاج ترلاسه کړو او وروسته په هيلي کوپټر کې لاهور ته د جراحۍ لپاره منتقل کړی شو.
شفقت وسيم چوهدري، چې په هغه پنځه کسیزه روغتیايي ډلې کې شامل دی کوم چې د وزیرانو د پاملرنې مسؤلیت لري، ای ايف پي ته وویل، اقبال "ښه" دی، خو د دوو ورځو لپاره به د جدي پاملرنې په څانګه کې پاتې شي.
دا برید د توهين رسالت سره تړاو لري؟
پولیس تراوسه د دې برید په اړه تحقیقات کوي خو د نارووال ډپټي کمیشنر علی عنان قمر ای ايف پي ته وویل چې بريد کوونکی په تیر کال کې په حلف نامه کې د متنازعه ترميماتو له کبله هڅول شوی و، چې د سياسي اميدوارانو لپاره دغه حلف ضروري دی.
د دې شخړې له کبله په تیر نومبر کې تحریک لبيک يا رسول الله پاکستان، چې يوه اسلامي ډله ده او اسلامي سياسي پارټې ترې جوړه شوې ده، د درې هفتو لپاره دهرنه کړې وه، چې ټول اسلام آباد يې د څو هفتو لپاره پر ځای ودرولی و.
دغه ترميماتو په حلف کې هغه ځینې الفاظ بدل کړل چې اميدواران په کې دا حلف اخلي چې پیغمبر محمد (ص) آخرنی رسول دی.
تحريک لبيک يا رسول الله پاکستان په حکومت باندې په حلف نامه کې د بدلون کولو تور لګولی و چی احمدیانو، چې هغه ځپل شوي اسلامي اقليتي ټولنه ده، چی محمد (ص) آخرنې پیغمبر نه ګڼي، ته اجازه ورکوي چې دا حلف واخلي.
دا ترميم وروسته لرې کړی شو.
ای ايف پي راپور ورکړو، اقبال، چې د پاکستان د زيات ځپل شويو مذهبي اقلیتونو خيرخوا دی او د نفرت د وینا يې غندنه کړې ده، مجبوره کړی شو چې د خبرو اترو له لارې دا شخړه حل کړي.
د سیاسي تاوتریخوالي غندنه کول
دا لومړی ځل نه دی چې اقبال د تحريک لبيک يا رسول الله پاکستان د پلويانو لخوا په نښه شوی دی.
د فبرورۍ په ۲۴ مه، د تحريک لبيک يا رسول الله پاکستان یو غړي په ناروال کې په اقبال باندې د بوټانو ګوزار کړی و.
پخوانى وزيراعظم مياں محمد نواز شريف او د بهرنيو چارو پخوانى وزير خواجه آصف هم د دغه ډول د عامه سپکاوي د بريدونو سره مخامخ شوې ول. د تحريک لبيک يا رسول الله پاکستان پلویانو د مارچ په ۱۱ مه په لاهور کې په نواز شریف د بوټانو ګوزارونه کړې ول، او يو بل کس د مارچ په ۱۰ مه په سیالکوټ کې په آصف باندې رنګ غورځولی و.
عاصم نصير، چې په لاهور کې يو سينير ژورنالست دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا برید د تیرو بريدونو په پرتله خورا خطرناک دی او کيدی شي چې په راتلونکې عمومي ټاکنو کې د پي ايم ايل اين په کمپاین باندې اثر وکړي."
پاکستانيانو او نړیوالې ټولنې په اقبال باندې د دغه برید په چټکۍ سره غندنه وکړه.