په اسلام آباد کې مذهبي احتجاج د تګ راتګ مخه نيولې ده

ای ايف پي

اسلام اباد -- د يوې سخت دريځې مذهبي ډلې احتجاج کوونکو د دوشنبې د ورځې ( د نومبر په ۱۳ مه) راهيسې په اسلام اباد کې يو لوی سړک د شپږو ورځو لپاره بند کړی دی. دوی نه يوازې د پاکستان مرکزي ښار بند کړی دی بلکې مسافر یې هم غوسه کړي دي.

نږدې ۲،۰۰۰ احتجاج کوونکي د قانون او عدلیې وزیر زاهد حامد استعفی غواړي. دوی د يوې هفتې راهيسې په يو فلای اوور باندې احتجاج کوي کوم چې اسلام آباد او راولپنډۍ له يو بل سره منسلک کوي. په زرګونو کسان په مرکزي ښار کې د کار لپاره هره ورځ د دغه فلای اوور نه تيريږي.

احتجاج کوونکو، چې د تحریک لبيک يا رسول الله پاکستان او نورو مذهبي ډلو غړي دي، په حامد باندې تور لګولی چې هغه په يو قانون کې ترميم کړې و. د دغه ترميم له کبله د حلف په ځینې الفاظو کې بدلون راغلی و. په حلف کې اميدواران دا اقرار کوي چې محمد رسول آخرنې پیغمبر دی.

دغه ډله ټینګار کوي چې حکومت د حلف په دې برخه کې بدلون راوستې دی، يو داسې بدلون چې دا احمدیانو ته اجازه ورکوي چې دا حلف واخلي. احمديان د اوږدې مودې راهيسې ځپل شوي هغه اسلامي اقليتي فرقه ده کومه چې په دې يقين نه کوي چې محمد آخرنی پیغمبر دی.

حکومت وويل چې دا بدلون په غلطۍ سره رامنځته شوې و او دا د اکتوبر په مياشت کې په چټکۍ سره د يو بل ترميم له لارې بدل کړی شو.

احتجاج کوونکو ژمنه وکړه چې دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي او دوی مطالبه کوي چې حامد دې د کفر د تورونو سره مخامخ شي. دا احتجاج د مسافرینو لپاره د خپګان سبب جوړيږي.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴ مه)، اسلام آباد هايې کورټ د احتجاج کوونکو د درخواست اوريدو نه وروسته امر وکړو چې د حلف په اړه دې ټول ترميمونه ختم کړی شي.

دغه عدالت دا حکم هم ورکړو چې وفاقي حکومت دې د دې پیښې پلټنه وکړي او د درخواست کوونکي د پښتنې ځواب دې ورکړي. په دغه پښتنه کې درخواست کوونکي د هغه حکومتي کارمندانو د ډیټابیس غوښتنه کوي کوم چې د احمديانو سره تړاو لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500