تروريزم

پاکستان د داعش د ګواښ د مخنيوي لپاره په رسمي پالیسۍ باندې کار کوي

د عديل سعيد لخوا

يو هلک په پیښور کې د سپتمبر په ۱۴ مه د يو ویب پاڼې ليدنه کوي چې د داعش مواد پکې شامل دي. د پاکستان د تروريزم پر ضد چارواکي د وګړو د سفرونو د تاريخ څيړنې، په ځانګړي توګه د هغه خلکو کوم چې د جګړو او تاوتریخوالي هیوادونو ته تلي دي، له لارې د داعش سره د مبارزې لپاره يوه پاليسي جوړوي.[عديل سعید]

يو هلک په پیښور کې د سپتمبر په ۱۴ مه د يو ویب پاڼې ليدنه کوي چې د داعش مواد پکې شامل دي. د پاکستان د تروريزم پر ضد چارواکي د وګړو د سفرونو د تاريخ څيړنې، په ځانګړي توګه د هغه خلکو کوم چې د جګړو او تاوتریخوالي هیوادونو ته تلي دي، له لارې د داعش سره د مبارزې لپاره يوه پاليسي جوړوي.[عديل سعید]

پیښور -- د پاکستان د تروريزم پر ضد چارواکي د وګړو د تګ راتګ د تاريخ څيړنې، په ځانګړي توګه د هغه خلکو کوم چې د جګړو او تاوتریخوالي هیوادونو ته تلي دي، له لارې د داعش سره د مبارزې لپاره يوه رسمي پاليسي جوړوي.

د پاکستان د ملي تروریزم ضد ادارې لخوا د پرمختیایي راپور له مخې، د دوو کالو نه زيات وخت کیږي چې د عمل ملي پلان پلي کولو نه وروسته، امنیتي ځواکونو د ۱،۸۰۰ نه زیات ترهګر وژلي او ۵،۵۰۰ شکمن ترهګر نیولي دي.

دا راپور، چې د اګست په آخرنۍ هفته کې اسمبلۍ ته سپارل شوی وو، د نيکټا هغه هڅې په ګوته کوي کومې چې د هغه پاکستانيانو معلومات راټولوي کوم چې هغه هيوادونو ته تلي دي چيرته چې، لکه د افغانستان، سوريا او يمن په څير، داعش شتون لري.

په دې کې دا وړاندیز هم کوي چې د ترهګرو د پيسو د سرچينو پر ضد دې ګامونه پورته کړې شي.

د بهرنیو سفرونو ډاټا راټولول

د نیکټا ستر مشر احسان غني وايس آف امريکا ته وويل، "د راپورونو له مخې، يو شمير پاکستاني وګړي د جګړې زونونو ته تللي چې د داعش سره یوځای شي."

هغه وويل، "مونږ د ډيټا بيس سیسټم له لارې د داسې شکمنو کسانو په اړه معلومات راټولو؛ د تصدیق وروسته، موږ به دا فدرالي او ولايتي حکومتونو ته وسپارو." هغه زیاته کړه، دا اداره په هغه پاکستانیو باندې تمرکز کوي کوم چې د ویزو د ختميدو نه وروسته هلته کې پاتې شوي دي.

غني د نيوز انټرنيشنل ته وويل، "موږ د هغو کسانو په اړه ډير معلومات لرو کوم چې له دغو سیمو څخه بیرته نه دي راغلي، خو موږ دا نه شو ويلی چې هغه ټول کسان کوم چې د جګړې ځپلو سیمو ته تلي دي، ترهګر دي، ځکه چې کيدې شې یو شمېر يورپ ته د رسيدو لپاره يا د کار لپاره تلې وي. له دې امله، مونږ کره تصديق کوو."

هغه وويل: "موږ هڅه کوو چې اصلي وجوهات معلوم کړو چې آيا ولې وسله وال دې سيمو ته تلي دي."

د نيکټا ستر مشر د وايس آف امريکا سره په خپله مرکه کې وویل، چې د ترهګرۍ تمویل یوه بله "لویه ننګونه ده." هغه زياته کړه، "موږ غواړو چې هغه ټولې لارې له منځه یوسو د کومو له لارې چې ترهګر پیسې ترلاسه کولی شي. دا آسانه نه ده، موږ په سم لوري روان یو او مونږ د دې موخې لپاره یو کاري ځواک جوړ کړی دی."

د نيکټا د راپور له مخې، پاکستان د شکمن ترهګرو نږدې ۳ میلیونه ډالره (۳۱۶.۲ میلیونه پاکستانۍ روپۍ) او د بينک ۵،۰۰۰ اکاونټونه بند کړي دي چې د ترهګرۍ د تمويل مخه ونيسي.

د مذهبي افراطیت سره مبارزه

امنيتي شنونکي وايي چې په پاکستان کې د داعش د نفوذ د مخنيوي لپاره د نيکټا ګامونه د ستاینې وړ دي او په وخت اخیتسل شوي دي.

په پیښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شا، چې د فاټا پخوانی امنیتي سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "که چیرې موږ په رښتیا سره غواړو چې افراطي عناصر زموږ هیوادوال د مذهب په نامه د ګمراه کولو نه منع کړو، نو دا په سمه لار سم ګام دی."

هغه وويل: "ديني افراطيت په پاکستان کې يو ګواښ دی، او مونږ له پکار ده چې خپل هېوادوال د دې نه د بچ کولو لپاره ټول ممکنه ګامونه پورته کړو."

شاه وويل، د خلکو د سفر د معلوماتو څيړنه کول په پرمختللو هیوادونو کې یو عام عمل دی چې موخه یې په هغه کسانو باندې نظر ساتل دي کوم چې د نړۍ د شخړو زونونو ته ځي. هغه زیاته کړه چې د دې مسافرینو معلومات راټولول به اغیزمن وي.

هغه همداراز وړاندیز وکړو چې چارواکي دې په پاکستان کې د بهرنیانو لیدونکو کنټرولول ټينګ کړي.

"هغه وويل: "پکار ده چې د هر ډول مسافرينو لپاره د مهاجرت قوانين سخت کړل شي چې هيڅ يو شکمن کس پاکستان ته داخل نه شي."

په پېښور يونيورسټۍ کې يو ليکچرار او د افراطيت نه د راړولو يو ماهر، محمد ظفر، وویل: "په هیواد کې د مذهبي افراطيت د ګواښ د مخنيوی لپاره د پالیسۍ جوړول ضروري دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې د پاکستان ځوانان د بنسټیز ایډیالوژۍ ډیر زیات ښکار کيدې شي ځکه چې دوی په اسانۍ سره د مذهبي وجوهاتو له کبله ګمراه کيدې شي. هغه زياته کړه، د ټولنیزو فعالیتونو نشتوالی، بیکاري، محدود کلتوري نورمونه او ناامني په دې کې خپل رول لوبوي.

هغه وويل: "ټولنيزې رسنۍ د ځوانانو د جلب کولو او قانع کولو لپاره ترټولو ستره سرچينه ده چې مذهبي افراطيت اختيار کړي، او د ځوانانو لخوا د انټرنيټ ډير زيات استعمال د ټولنيزو فعاليتونو نشتوالی رامنځته کوي."

ظفر وويل: "زموږ په هيواد کې د افراطي عناصرو د فعاليتونو د مخه نيولو نه علاوه، موږ بايد تمرکز وکړو چې ځوانان په رغنده فعاليتونو کې ښکيل کړو."

د تاوتریخوالي افراطیت سره مبارزه

په پیښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د انستیتیوت ډايريکټر، جمیل احمد چترالي، وویل، د افراطيت پر وړاندې د دولت پالیسي "د دې خطر د ګواښ د مخنيوي لپاره ډيره مهمه ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د یوې اغېزمنې پالیسۍ د نشتوالي له امله، په پاکستان کې مذهبي افراطیت مخ په زیاتیدو دی او افراطي عناصر "د ټولنې هره برخه په نښه کوي."

هغه وویل چې د نړیوالو مسافرینو معلومات راټولول به د داعش د ګواښ په ختمولو کې مرسته وکړي، خو پاکستان په دې اړه یوې سختې دولتي پالیسۍ ته اړتیا لري.

چترالي په پاکستان کې د سولې د هغه فعالینو د کار ستاینه وکړه کوم چې د افراطي ایډیالوژۍ سره د مبارې لپاره د ښه کار په باره کې پوهاوي رامنځته کوي او نور کسان هڅوي چې ورته کار وکړي.

هغه وويل: "د تاوتريخوالي افراطيت د ذهنيت سره د مبارزې لپاره، موږ بايد سخت کار وکړو چې خلک په پرمختيايې او فلاحي فعاليتونو کې بوخت کړو او د هغوی په نظريو کې بدلون راولو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500