امنیت

پاکستان د اورپکۍ د مخنیوي لپاره په سرحدي امنیت ټینګار کوي

د جاويد محمود لخوا

د پاکستان سرحدي ځواکونه د می میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په پوله باندې د چمن پولې ته نږدې په يو کيمپ کې ځواکونه تعينات کوي. پاکستان پلان لري چې د ۲۰۱۹ کاله پورې د ۴۰۰ نه زيات حصارونه او د تلاشۍ پوستې جوړي کړي چې د اورپکۍ نه خپل سرحدونه خوندي وساتي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

د پاکستان سرحدي ځواکونه د می میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په پوله باندې د چمن پولې ته نږدې په يو کيمپ کې ځواکونه تعينات کوي. پاکستان پلان لري چې د ۲۰۱۹ کاله پورې د ۴۰۰ نه زيات حصارونه او د تلاشۍ پوستې جوړي کړي چې د اورپکۍ نه خپل سرحدونه خوندي وساتي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

اسلام اباد -- پاکستان پلان لري چې د ۲۰۱۹ کاله پورې د پاکستان او افغانستان د پولې دې غاړې ته د ۴۰۰ نه زيات حصارونه او د تلاشۍ پوستې جوړي کړي چې د غیرقانوني تګ راتګ او اورپکۍ مخه ونيسي.

په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو د انسټیټیوټ، چې يوه څېړنيزه موسسه ده، د جولای ۱۷ مې د راپور له مخې، پاکستان پریکړه کړې چې په قبايلي سیمو کې ۴۴۳ کوچني او لوی امنیتي حصارونه جوړ کړي او همدا ډول د خیبرپښتونخوا په ملاکنډ ډسټرکټ کې ۳۵، په باجوړ ایجنسۍ کې ۵۴ او ۵۵ په شمالي وزیرستان کې حصارونه جوړ کړي.

په دغه راپور کې راغلي چې د اوو ايجنسو په بيلابيلو برخو کې په اووه اویا امنيتي پوستونو باندې کار روان دی.

د پاکستان په سرحد کې نږدې ۲۰۵ امنیتي پوستې شته، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۱۳۳ شتون لري.

دا امنيتي پوستونه د افغانستان او پاکستان پولې ته د شپول لګولو نه علاوه دي. د ډیورنډ کرښه ۲،۴۳۰ کلو ميټره اوږده ده.

په دغه راپور کې ويلی شوي چې "د هوايي څارنې او ځانګړي راډار سیسټمونه هم نصب شوي دي."

په دغه راپور کې راغلي چې د کلونو راهيسې د افغانستان او پاکستان په پوله باندې د ۵۰،۰۰۰ نه ۶۰،۰۰۰ پورې خلک هره ورځ تګ راتګ کوي، او د دغه کسانو د ٪۹۰ نه زیاته برخه د افغانانو ده کوم چې پاکستان ته داخليږي.

په راپور کې ويلی شوي چې پاکستان په جون ۲۰۱۶ کال کې د سرحدونو د مديريت لپاره يو نوی نوښت پيل کړو چې په سرحدونو باندې په قانوني تګ راتګ کې اسانتیا راولي او غیرقانوني تګ راتګ کنټرول کړي.

په دغو اقداماتو کې د تورخم په پوله باندې يوه دروازه جوړول، چې ټولو هغه افغانانو ته به د اعتبار وړ اسناد چمتو کول پکار وي کوم چې پاکستان ته داخليږي، او د افغان د سکولونو ماشومانو لپاره، چې هره ورځ پاکستان ته د خپلو زده کړو لپاره راځي، ځانګړی شناختي کارډ او دروازه جوړول شامل دي.

د تروریزم مخنيوي لپاره سرحدونه خوندي کول

په اسلام اباد کې د څيړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر امتیاز ګل پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان د تروریزم د مخنیوي لپاره باید د افغانستان سره خپله پوله خوندي کړي."

هغه وویل چې دا اقدام به د هغه ترهګريز عناصرو مخه ونيسي کوم چې په پاکستان کې د بريدونو لپاره په افغانستان کې اډې کاروي.

هغه وويل: "پولې ته شپول لګول يو سياسي حل نه دى؛ پاکستان او افغانستان بايد د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره متحد شي." نوموړي زياته کړه، دواړو هېوادونه بايد د ترهګرو په وړاندې يو ګډ ميکانيزم رامنځته کړي چې د پولې دواړو خواوو ته اورپکي ختمه کړي.

د کراچۍ یو سينير امنیتي شنونکي کرنل (ریټايرډ) مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل، "پاکستان باید هر هغه اقدام وکړي کوم چې هيواد د افراطیت او اورپکۍ څخه خوندي ساتي."

د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې په پاکستان کې د ترهګرو ځینې بریدونو ښودلې چې اصلي پلان جوړونکي، ځانمرګي برید کوونکي او نور برید کونکي له افغانستان څخه راغلي ول.

هغه وويل: "د پاکستان حکومت او پوځ په هېواد کې د ياغيانو په وړاندې سخت امنيتي تدبيرونه نيولي دي، او اوس د بريد کوونکو د نفوذ لپاره د پولې مديريت ټينګوي."

هغه وويل: "پاکستان حق لري چې د افغانستان سره خپله پوله خوندي وساتي، او دا يوازينۍ لاره ده چې دغه عناصرو ته ماتې ورکړي کوم چې د مذهب په نامه د وينې تويولو هڅه کوي."

په کراچۍ کې يو امنیتي شنونکي، محمد صباح الدین چوهدري، پاکستان فارورډ ته وویل، د غرنيزو سيمو دفاع کول ډير ستونزمن کار دی او امنیتي ځواکونه باید د بې پیلوټه الوتکو او چورلکو څخه کار واخلي چې هغه سیمې خوندي کړي کومو ته چې ځواکونه رسيدلی نه شي.

هغه وويل: "د افغانستان سره په سرحدي سيمو کې ډېرې تنګي، ژورې او کګې وګې لاري دي چې وسله وال يې کارولی شي." هغه زياته کړه، "سخت دريځه وسله وال د وسله والو او وسلو ليږدولو لپاره زياتره ځايي خلک کاروي او په بدل کې هغوی ته پيسې ورکوي."

هغه وويل: "د پاکستان پوځ بايد دا فکتور هم په پام کې وساتي او خلکو ته خبرداری ورکړي چې د وسله والو او ځايي خلکو تر منځ د دې ډول همکارۍ مخه ونيسي."

سربېره پردې، چوهدري دا وړاندیز وکړو چې سرحدي ساتونکي امر لري چې "په لیدلو سره ډزې" وکړي.

هغه وويل: "دا به د ترهګرو په لاره کې يو ستر خنډ وي، او دا کولی شي چې داسې عناصر زموږ د پولې څخه لرې وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500