جرم او انصاف

چارواکي د قاچاق پر وړاندې په وروستۍ مبارزه کې سترو کاميابو ته اشاره کوي

د جاويد خان لخوا

په بورقه کې پټه يوه ښځه د اګست په ۲ مه په يو ګاډي کې په هغه ممنوعه قاچاق شويو توکو باندې ناسته ده، کوم چې پېښور ته قاچاق کيږي. [جاوید خان]

په بورقه کې پټه يوه ښځه د اګست په ۲ مه په يو ګاډي کې په هغه ممنوعه قاچاق شويو توکو باندې ناسته ده، کوم چې پېښور ته قاچاق کيږي. [جاوید خان]

پېښور -- د وزیر اعظم عمران خان د لارښوونو نه وروسته، پاکستان د نشه يي توکو -- چې د ترهګرو لپاره يوه اصلي سرچينه ده& -- په څير د توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

چارواکي وايي چې دا هڅې نتیجې ورکوي.

خان د جولای په لومړۍ نیټه په یوې ځانګړې غونډه کې په هیواد کې د قاچاق او قاچاق شويو توکو د مخنیوي امر وکړ. د کسټم چارواکو، د عوایدو وفاقي بورډ (اېف بي آر) او د پولیسو ځواکونو له خوا اقدامات له هغه وخت راهيسې په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې چې د افغانستان سره پوله لري ګړندي شوي دي.

د پاکستان د حکومت وياندې او د اطلاعاتو لپاره د وزیر اعظم ځانګړي معاونې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وویل، "د عمران خان په مشرۍ کې، پاکستان د قاچاق د خطر په وړاندې پریکنده ګام پیل کړی دی. دا به سیمه ایز صنعت ته وده ورکړي او اقتصاد به پیاوړی کړي."

هغې زیاته کړه چې خان د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ کې یوه ځانګړې کمېټي جوړه کړې چې د قاچاق پر وړاندې د مبارزې قوانینو بيا کتنه وکړي چې د پولو څارل يقيني کړي او د افغانستان د ټرانزیټ سوداګرۍ معاهدې په غلطه توګه د استعمالولو مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې د قاچاق مخنیوی د کسټم ايجنټانو لومړې کار دی، په ټول هیواد کې پولیس د قاچاق شويو توکو په مخه نيولو کې مرسته کوي او ضبط شوي توکي د کسټم چارواکو ته سپاري.

چارواکي وايي، په خېبر پښتونخواه کې د پولیسو لخوا د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات مهم دي ځکه چې دا سیمه د قاچاق د لویې لارې يوه برخه ده.

د خېبر پښتونخواه د پوليسو وياند او د پوليسو سپرنټنډنټ کوکب فاروق د سپتمبر په مياشت کې په يوې مرکه کې وويل، "د کال په لومړۍ نیمایۍ کې، د خېبر پښتونخواه پولیسو د کسټم چارواکو سره د مختلف قسم ممنوعه توکو د قاچاق لپاره په ۳۵۹ ناکامه هڅو کې مرسته وکړه."

هغه وويل، د دې کال په لومړۍ نیمایۍ کې، د خېبرپښتونخواه پولیسو د ۱۷۴ميليونو روپو (۱.۱ ميليونه امريکايي ډالره) قاچاق شوي توکي ترلاسه کړې، چې دوی د کسټم چارواکو ته وسپارلې.

د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (ايس ايس پي) ظهور بابر افريدي وويل، د خېبر پښتونخواه پولیس د قاچاق د ختمولو لپاره د کسټم چارواکو سره په بشپړه توګه مرسته کوي.

افریدي په یوې مرکه کې وویل، "موږ د اړتیا په صورت کې هغوی ته هر ډول ملاتړ وړاندې کړی دی، د قاچاق له ناکامه هڅو نه د مجرم د نیول کیدو او د کسټم چارواکو ته د توکو د سپارلو پورې." پولیس پېښور او د هیواد نورو برخو ته د مخدره توکو د قاچاق په مخنیوي کې ستر رول لوبوي.

افریدي وویل، "موږ د نشه یي توکو د قاچاقبرانو او سوداګرو ګڼ شمیر لوی نړيوال ګروپونه مات کړي چې د پولې هاخوا نه پېښور او د هيواد نورو برخو ته آيس (کرسټل میت)، هیرویین، چرس او نور مخدره توکي قاچاق کوي."

د تلاشۍ ګډ پوسټونه

د خېبرپښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د اګست په ۲۱مه د یوې لوړې کچې غونډې په ترڅ کې معلومات ترلاسه کړل چې پولیسو سږکال په خېبرپښتونخواه کې د مخدره توکو قاچاق کونکو او پلورونکو پر وړاندې ۱۹۰۲ کيسونه درج کړي دي.

د خېبر پښتونخواه حکومت د یوې رسمي اعلاميې له مخې، لوړ پوړو چارواکو وزیراعلی ته خبر ورکړو چې پولیسو ۲۰۶۰ شکمن کسان نیولي او تقريباََ ۳،۵۰۰ کلوګرامه چرس، ۲۱۷ کلوګرامه هیروین، ۱۰ کلو ګرامه آيس او ۱۶۷ کلوګرامه اپین یې ترلاسه کړي دي.

ناصر خان دراني، چې د خېبر پښتونخواه د پوليسو پخوانی انسپکټر جنرل دی، په مارچ ۲۰۱۶ کال کې فدرالي حکومت ته په یو لیک کې د قبایلي سیمو نه پنجاب صوبې ته د ممنوعه توکو د قاچاق مقدار په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

هغه فدرالي حکومت ته وړاندیز وکړ چې دا په مهمو سيمو کې د سي سي ټي وي کيمرو او سکينرونو سره، چې په پوسټونو کې به دننه او د هغې شاوخوا نصب شوي وي، د کسټم چارواکو او پولیسو ګډ پوسټونه جوړ کړي چې د قاچاق په مخه نيولو کې مرسته وکړي.

په دغه لیک کې دا څرګنده شوه چې د قاچاق له لارې ترلاسه شوي پیسې د ترهګرۍ سره مالي مرسته کوي.

ایف بي آر د اګست په ۱۷ مه پریکړه وکړه چې مارکیټونه او لوی تجارتي مرکزونه وګوري چې په دې بازارونو کې د قاچاق شويو توکو د خرڅولو مخه ونيسي. د چارواکو په وینا، د اېف بي آر ټیمونه به د سپتمبر د مياشتې نه په ټولو لویو ښارونو کې د دې بازارونو څخه لیدنه وکړي.

په پېښور کې میشت ژورناليسټ قیصر خان وویل، "قاچاق د ځایی صنعت او سوداګرۍ لپاره جدي ګواښ دی، خو هیڅکله چا د دې خطر د مخنيوي لپاره اغیزمن ګامونه نه وو پورته کړي."

هغه وویل، ترټولو لوی ګواښ د پولې ها خوا څخه د مخدره توکو قاچاق دی.

خان وویل، "په زرګونو خلک په اسانۍ سره مخدره توکي ترلاسه کوي، که څه هم ډیر [امنیتي] ځواکونه شتون لري." هغه ټینګار وکړ چې چارواکو ته پکار ده چې د مخدره توکو وړونکو او قاچاق کونکو په وړاندې په اغیزمنه توګه ګامونه پورته کړي."

خان وویل، د دراني د لیک له مخې، له قاچاق څخه عواید د ترهګرۍ تمویل کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غوره

ځواب