ټولنه

دیني عالمان په خیبر پښتونخواه کې د غیرقانوني نشه یي توکو په وړاندې مبارزه کې ګډون کوي

د جاويد خان لخوا

د پيښور مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان د مارچ په ۲۸ مه په پیښور کې د دیني عالمانو سره خبرې اترې کوي. [جاوید خان]

د پيښور مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان د مارچ په ۲۸ مه په پیښور کې د دیني عالمانو سره خبرې اترې کوي. [جاوید خان]

پېښور -- د خيبر پښتونخواه ديني عالمانو ژمنه کړې چې په عامه خلکو کې د پوهاوي رامنځته کولو سره د غير قانوني نشه يي توکو په وړاندې په مبارزه کې د پوليسو سره مرسته وکړي.

د خیبرپښتونخواه سينير چارواکو وویل چې دوی د دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د نشه یي توکو په وړاندې د هغوی د کمپاین ملاتړ وکړي ځکه چې په ټولنه کې عالمان یو لوی نفوذ لري او کولی شي چې هغه موخې ترلاسه کړي چې دوی یې ملاتړ کوي.

د پیښور مرکزي ښار د پوليسو افسر (سي سي پي او) قاضي جمیل الرحمان په يوې مرکه کې وويل، "موږ په پیښور کې د مارچ په ۲۸ مه په لومړي ځل دیني عالمانو ته په يو سيمينار کې د ګډون کولو لپاره بلنه ورکړه او د هغوی څخه مُو وغوښتل چې په خلکو کې په دې اړه عامه پوهاوي رامنځته کړي چې نشه يي توکي ټولنې ته څومره زيان رسوي.

د رحمان د وينا له مخې، دا غونډه يوه لومړۍ غونډه وه او چارواکو د اپريل او مۍ په مياشت کې هم د ديني عالمانو سره خبرې اترې وکړې.

رحمان وويل، "د پوليسو افسرانو هغوى ته د دې وضاحت وکړو چې دې ځواک د دې خطر د مخنيوي او د سوداګرو، قاچاق وړونكو او توليدونكو د تعقيب لپاره څه کړي دي. هغه زياته کړه، په داسې حال کې چې پوليس د لېږدولو لارې چارې منقطع کولی شي او د سوداګرو تعقيب کولی شي، په مجموعي توګه ټولنه د غيرقانوني نشه يي توکو ډيمانډ په کمولو او ختمولو کې مرسته کولی شي."

هغه وويل، "يوازې پوليس د نشه يي توکو غوښتنه پاى ته نه شي رسولی، ديني عالمان، ټاکل شوي چارواکي، مشران، مدني ټولنې، والدېن او د ټولنې هر غړی بايد په دې برخه کې مهم رول ولوبوي."

جميل زياته کړه چې په سيمينار کې ټولو ديني عالمانو د جمعې په مونځونو او ورځني مونځونو کې د پيغام د خپرولو ژمنه وکړه.

د ټولنې خدمت

اسلام د هر ډول غیرقانوني نشه یي توکو کارول منع کوي او دا حرام ګڼي.

مولانا سليمان احمد، چې په پیښور ښار کې د ۳۰ کالو امام دی، وویل، د غیرقانوني مخدره توکو کارولو ټولنه اغیزمنه کړې ده او دا د هر فرد دنده ده چې د دې حالت په وړاندې مبارزه کې خپل رول ولوبوي.

احمد وويل، "دا د ديني عالمانو او د ټولنې د غړو په توګه د زمونږ د ټولو دنده ده چې په خپلو ښارونو او هيواد کې د نشه يي توکو غوښتنې د ختمولو لپاره هڅې وکړو."

د احمد له مخې، عالمان کله کله روزانه د مانځه نه وروسته د غير قانوني نشه یي توکو او نورو ممنوع توکو د ناوړه اغیزې په اړه خبرې کوي، خو اوس دوی د پولیسو چارواکو سره د غونډې وروسته په ځانګړې توګه په دې باندې تمرکز کوي.

هغه وويل، "ما خپل زده کونکو او هغه کسانو ته چې مانځه له راځي، ويلي دي چې هغه کسان په ګوته کړي کوم چې چرس، هيرويين يا آيس کاروي او د دې په اړه ځايي پوليسو ته خبر ورکړي."

قاري روح الله، چې په خیبر پښتونخواه کې يو ستر ديني عالم او پخوانی صوبايي وزیر دی، وویل، هغه د پولیسو د نوښت ستاینه کوي.

هغه وويل، "د هېواد مذهبي عالمان د ټولو ټولنيزو شرونو په وړاندې مبارزه کوي، چې په دې کې آيس، هيروين، چرس او نورې نشه يي توکي شاملي دي."

هغه وویل، "دا زموږ دیني او ټولنیز مسؤلیت دی چې ټولنه د هر ډول نشه یې توکو نه پاکه کړو، او ټول دیني عالمان به دا دنده ښه ترسره کړي."

یوه پراخه هڅه

د امامانو او دینی عالمانو سربیره، پولیسو هم په دې هڅه کې د حکومتي او د عامه سيکټور سکولونو، کالجونو او يونيورسټو کې د ښوونکو سره اړيکې نيولي دي.

سجاد خان، چې د مردان ضلعې د پوليسو افسر (ډي پي او) دی، وويل، "موږ د تعليمي ادارو مشرانو او ښوونکو سره اړيکې نيولي دي چې د آيس، چرس او هر ډول نشه يي توکو د زيانونو په اړه په زده کوونکو او د هغوى په والدېنو کې پوهاوی رامنځته کړي."

هغه وویل چې د دوی د معلوماتو غونډو ځواب خورا مثبت وو.

خان وويل، "موږ مارچونه او سيمينارونه هم ترسره کړل چې په هغې کې ګڼ شمير ديني عالمانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون وکړو چې په خلکو کې پوهاوی رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500