جرم او انصاف

د سیند حکومت د غیرقانوني مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کوي، په داسې حال کې چې سوداګر زده کونکي په نښه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

قانون پلي کوونکي پرسونل د تیر نومبر په مياشت کې په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. صوبايي چارواکو اوس په صوبه کې د مخدره توکو د کارولو، خرڅولو، اخيستلو او د قاچاق په وړاندې فشار زيات کړی دی. [ضیاء الرحمان]

قانون پلي کوونکي پرسونل د تیر نومبر په مياشت کې په کراچۍ کې امنیتي دندې ترسره کوي. صوبايي چارواکو اوس په صوبه کې د مخدره توکو د کارولو، خرڅولو، اخيستلو او د قاچاق په وړاندې فشار زيات کړی دی. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د سیند صوبې چارواکي وايي چې دوی د غير قانوني مخدره توکو د پلور د مخنیوي لپاره هڅې زياتوي -- په ځانګړي توګه په زده کونکو باندې د خرڅولو لپاره -- ځکه چې د دې عايد اکثر د وسله والو ډلو او تروریستانو د تاوتریخوالي فعالیتونو په تمویل کې مرسته کوي.

د پاکستان د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ځواک (ای اېن اېف) د جنورۍ په ۱۰ مه په یو بیان کې وویل چې دې په تيره هفته کې شاوخوا ۹۲۸ کيلوګرامه غیرقانوني مخدره توکي، چې ۱۶۸ملیارده روپیو (۱.۱ ميليونه امريکايي ډالره) ارزښت لري، نیولي دي. دې د کراچۍ په شمول په ټول هیواد کې د مخدره توکو پر ضد د ۱۱ چهاپو په دوران کې ۱۰ شکمن کسان هم ونیول او دوه ګاډې یې ضبط کړل.

د چارواکو په وینا، د کراچۍ په ګډون د سیند صوبې په سیمو کې د مخدره توکو لوی قاچاقبران او پلورونکي نیول شوي دي.

د مثال په توګه، د جنورۍ په ۵ مه، په کراچۍ کې پولیسو د لیاقت آباد په سيمه کې یو کالج ته نږدې د مخدره توکو یو مشکوک کس ونیولو او د هغه نه یې یو کیلو مخدره توکي ترلاسه کړې.

هغه فعالین چې د مخدره توکو د روږدي کسانو په بيارغونه کې د مرستې لپاره کار کوي د تير نومبر په مياشت کې په کراچۍ کې درس ورکوي. [ضیاء الرحمان]

هغه فعالین چې د مخدره توکو د روږدي کسانو په بيارغونه کې د مرستې لپاره کار کوي د تير نومبر په مياشت کې په کراچۍ کې درس ورکوي. [ضیاء الرحمان]

د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې د ادارې یو افسر چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې تیرکال اسلام آباد ته نږدې مخدره توکي سوځول کيږي. [ای اېن اېف]

د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې د ادارې یو افسر چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې تیرکال اسلام آباد ته نږدې مخدره توکي سوځول کيږي. [ای اېن اېف]

د سیند صوبې وزیراعلی سید مراد علي شاه د نومبر په ۲۵ مه په یوې غونډه کې په ښارونو کې په ځانګړې توګه په تعليمي ادارو کې د مخدره توکو د مخنيوي لپاره يو کاري ځواک جوړ کړو چې "د مخدره توکو پر ضد د وزیراعلی کاري ځواک" په نوم پیژندل کيږي.

په دې کاري ځواک کې د پولیسو صوبايي، نیم پوځي رینجر او ملي استخباراتي ادارو نه علاوه د روغتیا او محصول د ادارې سيکريټريان او د ای اېن اېف سیمه ییز ډايريکټران شامل دي.

په دغه غونډه کې چې د قانون پلي کونکو ادارو ډايريکټرانو او دولتي چارواکو پکې برخه اخیستې وه، شاه ته معلومه شوه چې قاچاق کونکي هیرویین او چرس له افغانستان څخه او کوکين له سویلي افریقې څخه قاچاق کوي.

د حکومت د يو بيان له مخې، په ورته وخت کې، مصنوعي نشه يې توکې او "آيس" (کریسټل میت) له چین څخه دغه هیواد ته داخليږي.

د غونډې برخه والو همدارنګه بحث وکړو چې د مخدره توکو د ډلو د څارنې او د مخدره توکو پورې اړوند کيسونو تعقيب د پياوړي کولو له لارې په دغه صوبه کې د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی څنګه وکړي.

د کاري ځواک د یوې برخې په توګه، په سيند کې د نیم پوځي رینجرو مشر ميجر جنرل عمر احمد بخاري به د یوې بین الصوبايي پولو د نظارت لپاره د یوې کمیټۍ مشري وکړي.

د سیند صوبې د پولیسو مشر ډاکټر کلیم امام به په دغه صوبه کې د مخدره توکو د قاچاقبرانو پروړاندې -- د رینجرو او نورو ادارو په ملاتړ -- د عملياتو د څارنې او ترسره کولو لپاره د جوړې شوې کمیټۍ مشري وکړي.

دې کمیټې ته امر شوی چې د تعلیمي ادارو انتظاميې او د ماشومانو د والدینو سره همغږي وکړي چې په سکولونو کې د مخدره توکو د کارولو د مخنيوي لپاره يو ميکانيزم جوړ کړي.

په عین وخت کې، د سیند د وزير اعلی قانوني سلاکار مرتضی وهاب صدیقي د يوې بلې کميټۍ مشر جوړ شو چې په محکمو کې د مخدره توکو پورې اړوند کيسونو تعقیب پياوړی کړي.

سربیره پردې، د سیند د ای اېن اېف دفتر ته دنده سپارل شوی چې د مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره په خېبر پښتونخواه او بلوچستان کې د خپلو همکارانو سره همغږي وکړي.

پولیسو په خېبر پښتونخواه کې له مخکې نه د مخدره توکو قاچاقبرانو د نیولو لپاره هڅې وروسته له دې ګړندۍ کړي کله چې معلومه شوه چې د دغه صوبې په سویلي ضلعو کې تروريستي ډلو ته د مخدره توکو له پلور څخه عاید تر لاسه کیږي.

په دې میاشت کې، کاري ځواک د سیند د مخدره توکو د کنټرولو مسوده ۲۰۱۹ چمتو کړه چې موخه یې هغه کسانو ته سزا ورکول دي کوم چې د آيس او نورو مخدره توکو په پلور کې ښکيل دي.

د مخدره توکو د کنټرول صوبايي وزیر مکیش کمار چاولا وویل، دا مسوده د کریسټل میت د خرڅولو، اخيستلو، چمتو کولو او ويشلو لپاره د اوږدې مودې قيد او جرمانو وړاندیز کوي، چې د مخدره توکو د استعماليدو د زياتيدو له امله د قانون پلي کونکو چارواکو يوه اوږدمهاله غوښتنه وه.

چاولا وویل، "نوی قانون به د مخدره توکو د خطر په کمولو کې مرسته وکړي."

ډان ورځپاڼې د تیر اګست په ۳۰ مه د رسمي ارقامو په حواله راپور ورکړو، په ټول هیواد کې د نمونې ۱۶۷ محکمې جوړې شوي چې په محکمو کې د مخدره توکو د زرګونو کيسونو په حل کولو کې مرسته وکړي.

په تعليمي ادارو کې د مخدره توکو مخنیوی کول

د زده کونکو لخوا د مخدره توکو کارولو په حکومت او قانون پلي کونکو هغه چارواکو کې اندیښنې رامنځته کړي، کوم چې اقدامات کوي چې د کمزوري ځوانانو په نښه کولو لپاره د مخدره توکو د سوداګرو د هڅو مخه ونيسي.

په دسمبر ۲۰۱۸ کال کې، سترې محکمې په زده کونکو کې د مخدره توکو د غیرقانوني کارونې پروړاندې د مبارزې او د پوهاوي کمپاین امر وکړو. عالي محکمې په تعلیمي ادارو کې د غیرقانوني مخدره توکو د کارولو په اړه د صوبايي حکومتونو څخه راپورونه هم وغوښتل.

فعالینو وويل، سکولونه، کالجونه او يونيورسټۍ د مخدره توکو د کاروباریانو غوره اډې جوړې شوي دي ځکه چې دوی ګڼ شمير ځوان پیرودونکي لري چې په نښه يې کړي.

د سیند حکومت د کاري ځواک جوړولو پریکړه د دې صوبې د اوسیدونکو او فعالینو لپاره ښه خبر و.

حسیب علي، چې یو فعال دی او د کراچۍ په لیاري سيمه کې د مخدره توکو کارولو پروړاندې د پوهاوي کمپاینونه ترسره کوي، وويل، "د کاري ځواک جوړول او د مخدره توکو قاچاقبرانو مخنیوی به له ځوانانو سره مرسته وکړي چې له ټولنیزو شرونو څخه ځانونه لرې وساتي."

هغه وویل، د قانون پلي کونکو ادارو په کراچۍ، په ځانګړي توګه په لیاري کې، چې یو ځل د ډله ییز تاوتریخوالي لپاره مشهوره وه، امن راوستی دی.

هغه وويل، "خو اوس دا ښه ده چې په دې پوه شو چې چارواکو د مخدره توکو سوداګرۍ ته ډیر پام کړی دی.

هغه وویل، جنایي او وسله والو ډلو اکثر هغه کمزوري ځوانان استخدام کړي او ښکار کړي کوم چې په مخدره توکو روږدي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500