اقتصاد

د فاټا چارواکي د غیرقانوني مخدره توکو د کښت پر ځای د زعفرانو د کښت حوصله افزايي کوي

د عديل سعيد لخوا

قبايلي کسان په ۲۰۱۶ کال کې د خیبر ایجنسۍ په تيره دره کې زعفران کري. [د خیبر ایجنسۍ د کرنې ریاست]

قبايلي کسان په ۲۰۱۶ کال کې د خیبر ایجنسۍ په تيره دره کې زعفران کري. [د خیبر ایجنسۍ د کرنې ریاست]

پیښور -- په پاکستان کې د کرنې ماهرين په فاټا کې د ناقانونه محصولاتو لکه د اپینو او چرسو پر ځای د زعفرانو کښت ته وده ورکوي.

د فايق اقبال، چې د کرنې په رياست کې يو افسر دی، له مخې، زعفران په خيبر ايجنسۍ کې په ۱۶ سیمو کې د يو ستر پروجيکټ د برخې په توګه کرل کيږي. دا پروجيکټ په سپتمبر ۲۰۱۶ کال کې پیل شوی و.

اقبال د کرنې رياست د جغرافيايي معلوماتو د سيسټم تجزيې ته په اشاره وويل، د تيراه درې په ميداني سيمه کې تقريباََ ۳۰،۰۰۰ - ۳۱،۰۰۰ زره جريبه ځمکه د کښت لپاره کارول کيږي، چې په دې کې ۷۰٪ برخه د ناقانونه نشه يي توکو د کرلو لپاره کارول کيږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د زعفرانو د کرلو مالي عواید د نشه یي توکو په نسبت ډير زیات دي. هم دا وجه ده چې چارواکو په هغه سیمه کې دا پروجيکټ پيل کړو چېرته چې زياتره بزګران غیرقانوني نشه یې توکي کري.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۴ کال د اپریل په ۱۸ مه په مهمند ایجنسۍ کې د کوکنارو کښت تباه کوي. [اې مجيد / ای ايف پي]

د پاکستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۴ کال د اپریل په ۱۸ مه په مهمند ایجنسۍ کې د کوکنارو کښت تباه کوي. [اې مجيد / ای ايف پي]

هغه وويل، د تخم د ټوکيدلو، زياتيدلو او د ټولنې غبرګون په اړه پايلې ډېرې هڅونکي دي. هغه زياته کړه، چارواکي پلانونه جوړوي چې په نورو اضافي ځمکو باندې قميتي فصلونه وکري.

هغه وويل، "زعفران د نړۍ ترټولو ګرانه مصاله ده ... دا په مختلفو هیوادونو کې په خوراکونو کې کارول کیږي او په نړۍ کې په ډیرو کمو ځایونو کې پيدا کیږي."

هغه وويل، تخمونه او د زعفرانو غوټۍ خورا ګرانې دي، خو د يو ځل سرمايه کاري د يو شمير کلونو لپاره ګټه ورکوي.

اقبال وويل، "د دې نوښت موخه داده چې سيمه ييز کروندګر وهڅوي چې د غيرقانوني نشه يي توکو پر ځاى د لوړ ارزښت فصلونه وکري." "ځایي کروندګرو ته د مناسب متبادل فصل ورکولو نه بغير، موږ نه شو کولی چې هغوی د ممنوعه فصلونو د کرلو نه منع کړو."

د مخدره توکو، افراطیت لپاره ګټور بدیل

د فاټا فارسټ کنزرويټر، عبدل بصیر، وايي، زعفران یو ګټور فصل دی او يو ستر امکان لري چې نه يوازې په فاټا کې بلکې په ټول پاکستان کې د کرنې د ټولنې معاش ښه کړي.

زعفران په غريزه سيمه لکه سوات، چترال، بر دير او ګلګت بلتستان کې کرل کيدې شي. هغه زیاته کړه چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې هم زعفران کرل کيږي.

بصير پاکستان فارورډ ته وویل، "فاټا تروریزم ځپلي سیمه ده، او په قبایلي سیمو کې د ډيرې بېوزلۍ، بیکارۍ او بې سوادۍ د وجې د دې د خپریدو خطر موجود دی."

هغه وويل، د قبايلي خلکو عواید ښه کول به ځايي خلک د افراطي عناصرو په لاس د ورتلو نه منع کړي.

‌بصير وويل، په يو جریبه ځمکه باندې د زعفرانو تخمونو کښت يو کیلوګرام وچ فصل پيدا کولی شي، چې دا په آسانۍ سره په سيمه ايز بازار کې د ۶۰۰،۰۰۰ روپۍ (۵،۴۱۸ امريکايي ډالره) ګټه ورکولی شي.

نسبتاََ، په ورته سيمه کې کانابيس ۱۰ کيلوګرامه چرس پيدا کوي، چې د ۳۰۰،۰۰۰ روپو (۲،۷۰۹ امريکايي ډالرو) قیمت لري -- یا د زعفرانو د کښت نه نیمه ګټه ترلاسه کيږي.

زعفران یو ښه انتخاب ګرځول

د فاټا د بيابحالۍ او بیا رغونې د څانګې یو چارواکي، فضل عمران، وویل چې د کروندګرو غبرګون ډير ښه دی ... [دوی] اوس په خپلو ځمکو باندې د زعفرانو د کرلو لپاره رضامندي څرګندوي. د فاټا د بيابحالۍ او بیا رغونې څانګه په ټوله قبايلي سيمه کې د بيارغونې د هڅو څارنه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، په فاټا کې د زعفران د کرلو مفکوره قبايلي سيمو ته د طبیعي زیرمو د مدیریت د ارزونې د برخې په توګه د يو وزټ په دوران کې رامنځته شوه.

د د دې وزټ په دوران کې، چارواکو معلومه کړه چې کروندګرو کانابيس کرلو ته ترجيح ورکړه ځکه چې دا د غوره بازار لرلو له امله ښه مالي ګټې ورکوي.

عمران وویل، د زعفرانو کښت ته د ودې ورکولو لپاره، اړوندو ډیپارټمنټونو له پکار ده چې ښه بازارونه په ګوته کړي او بزګرانو ته ښه مالي ګټې ورکړي او هغوی ته د زعفرانو په کرلو کې، چې ځانګړي تخنیکونو ته اړتیا لري، ټريننګ ورکړي.

هغه وويل، هغوی له پکار ده چې کروندګرو ته د زعفرانو غوټۍ وړيا ورکړي چې د زعفرانو کښت نور هم هغوی ته ښکلی ښکاره کړي.

فيض الله خان، چې د فاټا لپاره د کرنې ريسرچ د ریاست يو مشاور دی، وويل: "د زعفرانو د معرفي کولو په پرتله، د کرنې رياست د طبي بوټو او د نباتاتو کښت ته وده ورکړې ده، چې په دې کې نيجيلا سيټايوا ، کاروم کاپټيکم، ، اسپغول، بنفشي پاڼې، سوراليا کوريفوليا، کيومين، [او] سټيويا شامل دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، چارواکي فاټا ته د درملو شرکتونو د استازو، چې په يوناني دوايانو باندې کار کوي، د وزټ انتظام کوي چې دوی د پیرودونکو او بزګرانو ترمنځ د مستقیم اړیکو له لارې ښه بازار رامنځته کړي.

د خيبر پختونخواه د نشه يي توکو پر ضد ځواک وياند، ميجر محمد عارف، وويل: "دا د ستاينې وړ اقدام دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500