تروريزم

د خېبرپښتونخواه پولیس د هغه مخدره توکو د سوداګرو پروړاندې عملیات پیاوړي کوي کوم چې د ترهګرۍ د تمويل سره تړاو لري

د جاويد خان لخوا

یو پولیس چارواکی د نومبر په نیمایۍ کې په پېښور کې له برید وروسته هیروین او د جوړولو ماشین ښيي چې د مخدره توکو د يوې کوچنۍ فيکټرۍ نه ترلاسه شوي وو. پولیسو په ټوله صوبه کې د مخدره توکو د سوداګرو پر ضد عملیات ګړندي کړي دي. [د پېښور پولیس]

یو پولیس چارواکی د نومبر په نیمایۍ کې په پېښور کې له برید وروسته هیروین او د جوړولو ماشین ښيي چې د مخدره توکو د يوې کوچنۍ فيکټرۍ نه ترلاسه شوي وو. پولیسو په ټوله صوبه کې د مخدره توکو د سوداګرو پر ضد عملیات ګړندي کړي دي. [د پېښور پولیس]

پېښور -- پولیسو په خېبر پښتونخواه کې د مخدره توکو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره هڅې وروسته له دې معلوماتو ترلاسه کولو ګړندۍ کړې چې د دغه صوبې په سویلي ضلعو کې جنایتکارې ډلې تروريستي ډلو ته د مخدره توکو له پلور څخه عواید ورکوي.

د خېبر پښتونخواه د پولیسو ویاند کوکب فاروق وویل، "پولیسو د سپتمبر له نیمې راهیسې په دغه صوبه کې د مخدره توکو سوداګرو پر ضد ځانګړي عملیات پیل کړي دي."

کله چې پوليسو په لکي مروت کې په سيمه کې د تروریستانو او د مخدره توکو د سوداګرو تر منځ اړیکې وموندلې، نو بریدونه ګړندي شول.

هغه زیاته کړه، "د تحقيقاتو په دوران کې څرګنده شوه چې د مخدره توکو ګڼ شمیر پلورونکي هغه ډلې تمویلوي چې په سیمه کې په ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي چې د دوی د عملیاتو ملاتړ وکړي."

پولیسو په لکی مروت کې د چهاپو په دوران کې د مخدره توکو ۷۵ پلورونکي نیولي او ګڼ شمیر پټنځایونه یې ويجاړ کړي دي.

فاروق وویل، "د عملیاتو په دوران کې، پولیسو ۷ کیلو هیرویین او آيس (کرسټال میت) او ۹۵ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي دي." هغه زیاته کړه چې پولیسو په تیرو څو هفتو کې د مخدره توکو مشکوک سوداګرو په پټنځایونو باندې ۲۷۹ چهاپې ترسره کړې."

''د مخدره توکو په لویه کچه پلور''

د خېبرپښتونخواه د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر په ۲۰ مه په يو بيان کې وویل، دغه ځواک د استخباراتي راپورونو په بنياد عمل کولو سره د لکي مروت په اباخېل کې د مخدره توکو د مشکوک ځایي سوداګر اقبال خان په پټنځای برید وکړو.

د پولیسو په وینا، پولیسو خان ونیولو او د ۲۰ کیلوګرامه چرسو یوه کڅوړه یې ترلاسه کړه.

دغه ادارې وویل، خان "په سیمه کې د مخدره توکو په لویه کچه پلور کې ښکيل وو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شاه حسن خیل ډلې یې مالي ملاتړ کړی وو." یو شکمن ترهګر -- ممتاز علي -- د برید پر دوران کې موجود وو خو وتښتیدلو.

د دې ادارې لخوا يو بل راپور د نومبر په ۱۸ مه د مخدره توکو د شکمن سوداګرو محمد علي او محمود عباس او تروریستي ډلو ترمنځ اړیکو په اړه وړاندیز وکړو او ویې وویل چې دوی د غیرقانوني توکو د پلور څخه د عاید له لارې د ترهګرو سره مالي مرسته وکړه. دواړه شکمن کسان په توقيف کې دي.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل محمد نعیم خان وویل، د مخدره توکو سوداګرو پرضد کمپاین په ټوله صوبه کې دوام لري او پولیسو له مخکې نه ګڼ شمیر لوی قاچاق کونکي او د مخدره توکو د سوداګرۍ ډلې نیولې دي.

خان وویل، "د سیمه ییزو پولیسو ټولو افسرانو او د ضلعې پولیسو ته لارښوونه شوې چې د هغه مجرمانو په کلکه تعقيب وکړي کوم چې په آيس، هیرویین، چرسو او د نورو مخدره توکو په پلورلو کې ښکيل دي."

خان وويل، "د مخدره توکو د سوداګرو پروړاندې مبارزه به دوام ولري چې ځوانان له خطر څخه خوندي کړي."

د آيس پروړاندې مبارزه

د خېبر پښتونخواه د پوليسو له مخې، په تیرو دوو میاشتو کې، د خېبرپښتونخواه پولیسو د مخدره توکو ۳۱۰ سوداګر نيولي کوم چې د آيس په خرڅولو کې ښکيل ول. آيس هغه يوه نشه ده چې په دې وروستیو کې په ځوانانو کې مشهوره شوې ده.

هغه ضلعې چيرته چې زياتې ګرفتارۍ شوې دي هغه مردان (۹۵) او نوښار (۵۷) وې.

د مردان ضلعې د پولیسو افسر سجاد خان وویل، "موږ د نشه یي توکو د سوداګرو پروړاندې سخت کمپاين پيل کړی، په ځانګړي توګه د هغو کسانو پروړاندې چې د آيس په خرڅولو کې ښکيل دي، چې نوې نسل له دې مخدره توکو نه خوندي وساتي."

هغه وويل، په مردان کې ګڼ شمېر نيول شويو کسانو د تعليمي ادارو او د ځوانانو هاسټلونو ته نژدې آيس پلورل.

خان وويل، "په سلګونو کسان په ټوله صوبه کې د هيرويينو، چرسو، اپينو او نورو نشه يي توکو د پلور په تور هم نيول شوي دي."

خان زیاته کړه، د پولیسو چارواکي -- د نورو دولتي ادارو، ټاکل شويو غړو، مشرانو او دیني عالمانو سره -- کمپاينونه ترسره کوي چې په خلکو او ټولنه کې د مخدره توکو د خطر په اړه پوهاوي رامنځته کړي.

امجد علي، چې په پېښور کې د يوې پرايويټ يونيورسټۍ زده کونکی دی، وویل، "د پولیسو عمليات او د پوهاوي کمپاین زيات اړين ول، ځکه چې ډیر کسان په ټول هیواد کې آيس او نورې نشه يي توکي کاروي."

هغه وويل، "ډیر والدین، ښوونکي او زده کونکي په هاسټلو او تعليمي ادارو کې د مخدره توکو د پلور په اړه اندیښمن دي."

هغه وویل چې پولیسو د مخدره توکو د سوداګرو پروړاندې ډیر اقدامات کړي او په تیرو څو میاشتو کې وضعیت ښه شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500