جرم او انصاف

په خېبرپښتونخواه کې نوی قانون د غيرقانوني مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره سختې سزاګاني پلي کوي

د محمد شکيل لخوا

په پېښور کې د کارخانو مارکیټ ته نږدې د ريل د پټلۍ سره د مخدره توکو روږدي کس په ۲۰۱۹ کال کې هیرویین څښي. د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ په اګست ۲۰۱۹ کال کې د مخدره توکو د کنټرول بل منظور کړو. [محمد شکیل]

په پېښور کې د کارخانو مارکیټ ته نږدې د ريل د پټلۍ سره د مخدره توکو روږدي کس په ۲۰۱۹ کال کې هیرویین څښي. د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ په اګست ۲۰۱۹ کال کې د مخدره توکو د کنټرول بل منظور کړو. [محمد شکیل]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه اسمبلۍ تیره میاشت یو نوی قانون تصویب کړ چې موخه يې په دغه صوبه کې غیرقانوني مخدره توکې، په ځانګړي توګه کرسټل میت چې د "آيس" په نامه هم پیژندل کیږي، له منځه وړل دي.

اسمبلۍ د اګست په ۲۷ مه د خېبر پښتونخواه د مخدره توکو کنټرول بل ۲۰۱۹ منظور کړو، چې د مخدره توکو وضاحت کوي، د غیرقانوني مخدره توکو قاچاق، پروسس کولو او لیږدولو لپاره سزاګانې په ګوته کوي او ځانګړې محکمې جوړوي.

دا بل د خېبر پښتونخواه ګورنر شاه فرمان ته لیږل شوی دی، چې تمه کیږي هغه به يې په ۳۰ ورځو کې د يو قانون په توګه لاسلیک کړي.

د خېبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ وویل، "د خېبر پښتونخواه د مخدره توکو کنټرول بل ۲۰۱۹ يوه موخه دا ده چې په ټولنه کې د آيس شتون په بشپړه توګه ختم کړي او ځوان نسل د مخدره توکو د خطر نه خوندي وساتي."

یو سړی د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲ مه په پېښور کې د یو پل ستنې ته نږدې نشه کوي. [محمد شکیل]

یو سړی د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲ مه په پېښور کې د یو پل ستنې ته نږدې نشه کوي. [محمد شکیل]

هغه وويل، "موږ دا هم غواړو چې د صوبې هره يوه برخه د آيس نه پاکه کړو، نو له دې کبله د هغه کسانو لپاره د سختو سزاګانو وړانديز شوې کوم چې د مخدره توکو په ليږدولو او ساتلو کې ښکيل دي." "د اړوندو چارواکو سره د مشورې نه وروسته، ځانګړې محکمې به جوړې شي چې د دې قانون له مخې ثبت شوي کيسونه حل کړي."

فرهانه مروت، چې په پېښور کې د مخدره توکو وکیله ده، وويل، "د هغو کسانو لپاره سختې سزاګاني د حکومت جدي اراده په ګوته کوي چې ټولنه له دې ناوړه شرونو نه پاکه کړي، کوم چې د مخدره توکو، په ځانګړې توګه آيس، په قاچاق، پروسس کولو، تولید او ليږدولو کې ښکېل دي.

هغې وویل، "لکه څرنګه چې په بل کې ذکر شوي جدي او د مرګ سزا به هغوی ... له هر ډول نشه یي توکو، د دې د سمبالولو او ملکیت نه لرې وساتي."

هغې وویل، "د قانون اغیزمنتیا نوره هم زياتيدی شي که چیرې په ټول هیواد کې ګامونه پورته کړی شي او د څه توپیر پرته د ورته قانون په معرفي کولو سره یووالی يقيني کړی شي." هغې زیاته کړه، "د سزا توپیر به قانون کمزوری کړي او د دې اغیزمنتيا به کمه کړي."

مروت وویل، سربیره پردې، چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې هيڅ يو کس، د پوليسو په شمول، دا قانون د دې لپاره استعمال نه کړي چې د مخدره توکو اړوند کيسونو کې د ښکيلولو له کبله مخالفین په نښه کړي.

هغې وويل، "د مخدره توکو نه د پاکې ټولنې هدف ته د رسیدو موقعې نه يوازې د هغه سيمو د جدي څارنې سره زياتيدی شي چیرې چې د مخدره توکو د جوړلو لپاره خام مواد هيواد ته قاچاق کیږي بلکې د هغه قاچاق وړونکي د نیولو سره هم زياتيدی شي کوم چې په لویه کچه د مخدره توکو په لیږد کې ښکیل دي."

د ځوانانو ساتنه

د پېښور ګورنمنټ ډګري کالج ليکچرار فرهان جاوید وویل، "دا یوه ډېره ساده پدیده ده چې دا به ډيره ګرانه وي چې هغه یو ځوان دې دهوکه کړی شي او يا په څه کار کې اخته کړی شي کوم چې د ټولنیزو شرونو نه لرې پاتې شوی وي او د خپل راتلونکي په اړه ډیر ډاډه وي." "د دې برعکس، د مخدره توکو روږدي چې د خپل ناوړه راتلونکې سره مخ وي د افراطیانو لخوا په اسانۍ سره کنټرول کيدی شي او ګمارل کیدی شي."

هغه وويل، "د مخدره توکو کارول د انسان فطري وړتیا متاثره کوي چې د غلط او ښه ترمنځ توپیر وکړي، او هغه په دې مجبوروي چې د خپلو ضرورتونو لپاره غلط کارونه وکړي."

"د ناوړه چلند چانسونه په هغه حالت کې خورا زياتيږي کله چې یو فرد هغه څه ترسره کولو ته چمتو وي چې په عادي حالاتو کې يې تصور کول ستونزمن وي."

هغه زیاته کړه، "د مخدره توکو قانون يو ښه قانون دی چې زده کونکي به د روږدي کیدو نه په منع کولو کې مؤثره وي ... ځکه چې هغه کسانو ته به د مرګ سزا ورکړل کيږي کوم چې د آيس په ساتلو او لیږدولو کې ښکیل دي."

سيد عباس شاه، چې د ځوانانو د تروریزم ضد سازمان جنرل سيکريټري دی، وویل، "د افراطیت او اورپکۍ پشمول په ناوړه فعالیتونو کې زموږ د ځوان نسل د ښکيلتيا لاملونه پیژندل د دې پیښو د رامنځته کيدو په اغیزمنه توګه کنټرولولو کې مرسته کولی شي."

"په ځینو حالاتو کې دا څرګنده وه چې د ټولنې ضد عناصرو ځوانان د دهوکې په واسطه او هغوی ته د لنډ مهاله مالي ګټې په ورکولو سره راجلب کړل ... ځکه چې د مخدره توکو روږدي کسان د هغوی د کمزورۍ او ذهني وضعیت له امله په نښه کول خورا اسان دي."

هغه وویل، د مخدره توکو قاچاق د ترهګرۍ د تمویل سره هم تړاو لري.

شاه وویل، "د نشه یي توکو په قانون کې ذکر شوي سزاګانې، د آيس د ساتلو لپاره د مرګ سزا په شمول، به نه یوازې په لویه کچه د دې په قاچاق باندې منفي اثر وکړي، بلکې ځوان نسل به هم په دې مجبوره کړي چې له نشه یي توکو نه ځانونه وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

يوازې د نشه يي توکو د ساتلو لپاره د خلکو وژل غلط کار دی. دا خلک روږدي دي. دوی ناروغي لري. حکومت خلک د ايډز لرلو له کبله نه وژني ..... روږدي کسانو ته د درملنې ضرورت دی، د اعدام نه. دا د بشري حقونو پراخه سرغړونه ده او باید د دې مخه ونيول شي!

ځواب