ځوانان

د خیبرپښتونخواه د پولیسو افسران په ځوانانو کې د نشه یي توکو په اړه پوهاوي رامنځته کوي

د جاويد خان لخوا

د مردان ډسټرکټ د پولیسو افسر میاں سعید احمد د نومبر په ۲۵ مه په مردان کې په يو پبلک کالج کې د زده کونکو سره خبرې کوي. دا د خیبرپښتونخواه د پولیسو د هڅو یوه برخه ده چې د مخدره توکو د خطر په اړه په ځوانانو کې پوهاوي رامنځته کوي. [جاوید خان]

د مردان ډسټرکټ د پولیسو افسر میاں سعید احمد د نومبر په ۲۵ مه په مردان کې په يو پبلک کالج کې د زده کونکو سره خبرې کوي. دا د خیبرپښتونخواه د پولیسو د هڅو یوه برخه ده چې د مخدره توکو د خطر په اړه په ځوانانو کې پوهاوي رامنځته کوي. [جاوید خان]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه پولیس دا کمپاین ترسره کوي چې موخه یې په زده کونکو او ځوانانو کې د مخدره توکو په اړه پوهاوی رامنځته کول دي.

د نشه یي توکو د سوداګرو پر ضد د مبارزې برسیره، د پولیسو چارواکو د نومبر په نیمايۍ کې په ټوله خیبرپښتونخواه کې د يونيورسټو او کالجونو څخه لیدنه پیل کړې ده چې زده کونکو ته د ناقانونه موادو د منفي اغیز په اړه تعليم ورکړي.

د مردان ډسټرکټ د پوليسو افسر ميا سعید احمد پاکستان فارورډ ته وویل، "ما ... او نورو افسرانو د ډسټرکټ تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه چې د زده کوونکو سره لیدنه وکړو او هغوی ته ووایو چې نشه يي توکي د هغوی او ټولنې لپاره څومره خطرناک کېدې شي."

احمد د پروفیسرانو او ښوونکو سره لیدنه وکړه چې په دې خبره زور ورکړي چې دوی په ځانګړي توګه په ځوانانو کې د نشه یي توکو د استعمال په وړاندې په ګډه کار وکړي.

احمد وويل: "موږ زده کونکو ته وويل چې دوی د پاکستان او نړۍ راتلونکی دی او د دې لپاره دوی ته پکار ده چې د نشه يي توکو او نورو منفي فعاليتونو نه ډډه وکړي او له دې امله روغ پاتې شي."

هغه وويل، د پوهاوې په هڅو کې نه یوازې ښوونکي شامل دي بلکې ديني عالمان، ټاکل شوي استازي او د ټولنې مشران د میتهم فیټامین (چې د آيس په نامه هم پېژندل کيږي)، هيرويين، چرس، شراب او نورو نشه يي توکو د ناوړه اغيز په اړه ځوانانو او نورو کسانو ته په تعليم ورکولو کې مهم رول لوبوي.

د نشه یي توکو د سوداګرو پر ضد مبارزه

د پیښور د پوليسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان پاکستان فارورډ ته وويل، ځوانانو او د ټولنې نورو غړو ته د نشه يي توکو په اړه د تعليم ورکولو سربیره، موږ د اکتوبر له میاشتې راهیسې د مخدره توکو سوداګرانو او قاچاق وړونکو پر ضد په بشپړه توګه مبارزه پیل کړې ده."

خان زياته کړه، په دغه مبارزه کې، پوليسو د دوو درزنو نه زيات مجرمان نيولي دي کوم چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکيل ول او د هغوی په وړاندې ثبت شوي کيسونه موجود ول. نوموړي زياته کړه، چې چارواکو له هغوی څخه زيات شمېر نشه يي توکي ترلاسه کړې.

هغه وويل، "د نومبر په ۲۸ مه په یوې کاروايۍ کې، پوليسو بابا سهیل ته نږدې د يو موټر نه ۷ کلوګرامه هیرویین ترلاسه کړل او دوه قاچاق وړونکي، فدا حسین او کامران خان يې ونيول. دوی دغه توکې پنجاب طرف ته وړلی."

د خان په وينا، په پيښور او نورو ډسټرکټونو کې سټيشن هاوس افسران او سب ډويژنل افسران په منظمه توګه د نشه يي توکو سوداګرو او قاچاق وړونکو پر وړاندې عمليات ترسره کوي.

د کمپاین د یوې برخې په توګه، پولیسو هڅه وکړه چې په نشه کې ټول اخته کسان د ښار په مختلفو بیارغونې په مرکزونو کې داخل کړي، خو دوی د فنډونو د نشتوالي له کبله ډیر روږدي کسان په دغه مرکزونو کې داخل نه کړل.

خان زياته کړه، "پکار ده چې په ټولو تعليمي ادارو او عام ځايونو کې په ټولنه باندې د نشه يي توکو د منفي اغېز په وړاندې د پوهاوي کمپاينونه ترسره کړی شي."

د نومبر په نیمایۍ کې د پوهاوي کمپاین په ترڅ کې، د ټريفیک پولیسو د ټولو ټرکونو او رکشو نه ټول پوسټرونه او انځورونه لري کړل کومو چې د مخدره توکو، الکوحل یا د وسلو کارولو ترغيب ورکولو.

د ټريفيک چارواکو هغه ګاډي ودرول او د ټوپکونو، سيګريټ، د شراب بوتلو او مخدره توکو انځورونه یې له تور رنګ سره پټ کړل.

د مخدره موادو او تروریزم تر مینځ اړیکې

ارشاد الله افريدي، چې د مخدره توکو يو ريسرچر دی او د خيبر پښتونخواه په ايکسايز او ټيکسيشن ډیپارټمنټ کې يو سينير افسر دی، وویل: "نوي متعارف شوي آيس نشه، چې د میتهم فیټامین په نامه هم پیژندل کيږي، په ځوانانو کې ډیره مشهوره ده ځکه چې دا انسان د ۱۲ نه تر ۲۴ ګهنټو لپاره بیدار ساتي." د هغوی محکمه پلان لري چې يوه اداره جوړه کړي چې په ځانګړي توګه د نشه يي توکو تعقيب وکړي.

آفريدي پاکستان فارورډ ته وويل، آيس د کوکين نه زيات قوي او ارزان دی. هغه زياته کړه، دا نشه د انسان په بدن کې ډوپامين پيدا کول زياتوي، چې د يو څو ګهنټو لپاره د خوشحالۍ احساس رامنځته کوي، خو دماغ او نورو برخو ته زيان رسوي.

هغه وويل، "ترهګريز ګروپونه هم آيس او نور مصنوعي نشه يي توکي د ځانمرګي مشنونو لپاره کاروي ځکه چې دا د [يو څو ګهنټو] لپاره سستي ختموي."

آفريدي وويل، د پوهاوي کمپاينونو سربيره، په ټول پاکستان کې په تعليمي موسسو او هاسټلونو کې د يو مناسب استخباراتي سيسټم ضرورت دی چې په ځوانانو کې د آيس او نورو نشه يي توکو د کارولو مخه ونيول شي.

امجد علي، چې په پېښور کې په يو پبلک کالج کې استاد دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "والدین باید د خپلو ماشومانو، په ځانګړې توګه کله چې دوی ځوانان وي، سره نږدې پاتې شي چې دوی په منفي فعالیتونو او د مخدره توکو په کارولو کې ښکیل نه شي."

هغه وويل، "[ځوانان] معمولاََ د نشه یي توکو کارول هغه وخت پیلوي کله چې دوی يوازې وي، نو دا د والدینو ذمه واري ده چې له دوی سره اړیکه ونیسي او د هغوی سره په خپلو عادتونو ښه کولو کې مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډاکټر ميا سعید احمد د خيبر پښتونخواه په پولیسو کې يو ستر او هڅونکی پولیس افسر دی. بې شکه دوی د پاکستان د خلکو لپاره ښه او غوره کار کوي .. د ډاکټر سعید لخوا اخیستل شوي ګامونه د ټولو پولیسو لپاره ستر ګامونه دي.

ځواب