امنیت

پاکستان د ترهګرۍ د مالي تمویل د 'خړ لیسټ' نه د وتلو لپارهڅه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په پیښور کينټ کې کرنسي ایکسچېنج د مارچ په مياشت کې لیدل کیدې شي. [اشفاق یوسفزۍ]

په پیښور کينټ کې کرنسي ایکسچېنج د مارچ په مياشت کې لیدل کیدې شي. [اشفاق یوسفزۍ]

اسلام آباد -- پاکستان د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) د غوښتنو سره سم کار کوي. د مالي عمل کاري ځواک د ترهګرۍ د تمويل د څارنې لپاره يوه نړیواله اداره ده چې تیر کال یې دا هيواد په خپل تش په نامه خړ ليسټ کې شامل کړی وو.

اېف ای ټي اېف په جون ۲۰۱۸ کال کې پاکستان د ترهګرۍ د مالي تمويل او د پيسو مينځلو په وړاندې د دې په اقداماتو کې "د ستراتیژیکي نیمګړتیاوو" له کبله په خپل څار لیسټ کې شامل کړو.

په ځواب کې، حکومت د لیسټ نه د وتلو لپاره ۲۷ نکاتي کاري پلان جوړ کړی دی.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې اېف ای ټي اېف چمتو دی چې په پيرس کې د اکتوبر په ۱۳-۱۷مه د خپلې عمومي او کاري ډلې ناستې وروسته د دې سره سم د پاکستان د پلان بیاکتنه پای ته ورسوي.

وزیر اعظم عمران خان د اګست په ۲۴مه د اېف ای ټي اېف د همغږۍ کمیټي جوړه کړه چې د دسمبر د لومړۍ نيټې پورې د دې ادارې په اړتیاو باندې کار وکړي.

په دغه کمېټۍ کې، چې د مالي چارو وزير حماد اظهر يې مشري کوي، د مالي، بهرنيو او کورنیو چارو وفاقي سکریټران او تنظیمي چارواکي او د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل سره تعلق لرونکو د ټولو ادارو ډايريکټران شامل دي.

د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان وویل، حکومت د اېف ای ټي اېف د شرایطو د پوره کولو او د نړیوالې ټولنې سره په سوله کې د ژوند کولو په اړه خورا جدي دی.

هغه وويل، "ملي شورا د بهرنیو پيسو د بدلولو په مقرراتو او د پیسو مینځلو پر وړاندې قانون کې ترميم کړی دی، او موږ هڅه کووچې په پيرس کې د اکتوبر په ۱۳-۱۸ مه د غونډې نه مخکې دا ترميم شوي قوانين تصويب کړو لکه څنګه چې یې اېف ای ټي اېف غوښتنه کړې ده."

د اېف ای ټي ايف په لارښوونو کې د ادارو ترمنځ همغږي، د صوبايي او وفاقي ادارو ترمنځ د همغږۍ په شمول، د دې ښه کول شامل دي چې د ترهګرۍ د تمویل سره مبارزه وکړي او د ټاکل شوي اشخاصو او مؤسسو په وړاندې اقدامات وکړي.

خان وویل، د پاکستان د تروریزم ضد ملي ادارې (نيکټا) په دې وروستیو کې دوه نورې ډلې، حزب الاحرار او د بلوچستان راجي اجوئي سنګر (براس) د تروریزم پرضد د قانون له مخې منع شوي سازمانونه وګرځول او د دوی غړي او فعالیتونه یې تر څار لاندې راوستل.

خان وویل، حکومت د منع شويو سازمانونو لکه د حقاني شبکې، جماعت الدعوه او نورو منع شویو تنظیمونو په وړاندې ګامونه پورته کړي دي چې نړیوالې ټولنې ته وښیي چې نوی ليډرشپ ژمن دی چې هر هغه ګامونه پورته کړي کوم چې د خپلو نړیوالو ذمه دارو د پوره کولو لپاره ضروري دي.

کار روان دی

په پیښور کې د پولیسو پخوانې افسر هدایت الرحمان وویل، "پاکستان له مخکې نه په ۷۱ منع شويو ډلو بنديز لګولی او د هغوی اکاونټونه او انفراسټرکچر یې ضبط کړې دي."

که څه هم، "د پیسو مینځلو له منځه وړلو او د ترهګرۍ د تمویل د مخنيوي لپاره همغږيزه هڅې پکار دي."

رحمان وويل، په متحده ایالاتو کې د ۹/۱۱ سپتمبر بريدونو وروسته، په نړیواله کچه موافقه وشوه چې د بينک نه علاوه د نورو لارو لیږدول شوې پیسې د ترهګرۍ سره مالي مرسته کوي. هغه زياته کړه چې په پيرس کې اېف ای ټي اېف په ټولو هيوادونو -- د پاکستان په شمول -- ټينګار کوي چې د پيسو مينځولو د مخينوي لپاره سخت اقدامات وکړي.

د رحمان په وینا، د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د اېف ای ټي اېف اهدافو پوره کولو لپاره د حکومت لخوا تر دې دمه شوي اقدامات د دې په ګټه دي ځکه چې دا هیواد په تیرو دوه لسیزو کې د سختې ترهګرۍ سره مخامخ شوی دی.

هغه وويل، "موږ باید د ترهګريزو ډلو لپاره د تمویل ټولې سرچینې ختم کړو چې نړۍ ته يو پراخه او روښانه پیغام ورکړو چې موږ د ترهګرۍ نه تنګ راغلي يو او د دې لاملونه له منځه وړل غواړو."

په پیښور کې ميشت څارنوال نور عالم خان وویل، "موږ باید هغه کسان ونيسو کوم چې د پیسو په مینځلو کې ښکيل دي، ساینسي تحقیقات ترسره کړو، قانوني کاروايۍ ترسره کړو او مجرمانو ته سزا ورکړو او د خړ لسټ نه د وتلو لپاره د اېف ای ټي اېف ضروريات پوره کړو."

خان د منځګړو کسانو له لارې د پولې هاخوا د نغدي پيسو دودیز لیږد ته اشاره وکړه او ويې ويل، "د اېف ای ټي اېف د قانع کولو لپاره، موږ باید د فدرالي تحقیقاتو ادارې او د تروریزم پرضد د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) له لارې د حوالې او هنډۍ پر وړاندې عملیات ګړندي کړو."

هغه وویل، د پاکستان سټېټ بینک (ايس بي پي) د هغه کسانو او سازمانونو اثاثې منجمد کړې کوم چې د ملګرو ملتونو لخوا ترهګر ګرځول شوي دي او د ټولو وړو ډلو او افرادو باید په کلکه څارنه وشي.

په پيښور کې د امنيت شنونکي بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، د بينک اکاونټونو او نورو اثاثو ته په اشارې وويل، د پیسو مینځلو لپاره د رسمي لارو بندول سم ګام دی.

شاه وویل، که څه هم، حکومت باید د پیسو او قیمتي توکو او همدارنګه د غیر رسمي ځمکني، سمندري او هوایی لارو د مخدره توکو قاچاق کم کړي.

هغه وويل، "د افغانستان سره اوږدې پولې ته باړ لګول، چې بشپړیدو ته نږدې دی، د پیسو مینځلو او قاچاق پروړاندې په جګړه کې يوه لویه لاسته راوړنه ده."

شاه وویل، "پاکستان نه شي کولی چې د هغو کسانو په وړاندې نرمي وښیي چې د پیسو په غیرقانوني لیږد کې ښکيل دي ځکه چې دې د هر يو هیواد په پرتله د ترهګرو په لاس ډیر اقتصادي او انساني زیانونه زغملي دي."

هغه زیاته کړه چې له افغانستان او ایران سره د پولو مدیریت هم خورا مهم دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خړ لسټ د پاکستان سره مذاق کول دي.

ځواب