کهټمنډو -- جيو نيوز راپور ورکړو، د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۶ مه) وویل چې پاکستان د جنوبي آسیا د سیمه ییزو همکاریو سازمان (سارک) ته ژمن دی.
د سارک په غړو کې افغانستان، بنګلادیش، بهوټان، هند، نیپال، مالديپ، پاکستان او سريلانکا شامل دي. د سارک وروستۍ غونډه په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوې وه.
عباسي د نیپال په کهټمنډو کې په سارک سيکرټريټ کې وويل، پاکستان د سارک سازمان ډير اهم ګڼې او تل يې هڅه کړې ده چې دا د سیمه ییزې همکارۍ لپاره يوه سرچینه جوړه کړي.
هغه وويل، سارک توان لري چې د هر غړي هېواد اقتصاد پياوړی کړي او د دوه اړخیزه ګټو همکارۍ ته وده ورکړي. هغه د سارک هیوادونو ترمنځ په زياتو اړيکو جوړلو باندې زور ورکړو.
عباسي وويل، د سارک د راتلونکي غونډې د کوربه توب په توګه، پاکستان به د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مثبت رول ولوبوي او د څه ځند پرته به غونډه ترسره کړي.