زوريخ -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د نړيوال اقتصادي فورم په کلنيزه غونډه کې د ګډون کولو لپاره سويزرلينډ ته د سه شنبې په ورځ ( د جنورۍ په ۲۳ مه) راورسيدو.
عباسي به د جنورۍ په ۲۴-۲۵ مه (د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ) په ډيوس کې په دغه غونډه کې ګډون کوي.
تمه کیږي چې عباسي به د کلیدي نړیوالو مشرانو او د کمپنو د مشرانو سره لیدنه وکړي او په ډیرو پروګرامونو کې به برخه واخلي. هغه به د چارشنبې په ورځ "دي بیلټ اينډ روډ ايمپيکټ" په نامه يوې غونډه کې ګډون وکړي.