په بلوچستان کې په يو پټ برید کې ۵ امنیتي پرسونل ووژل شول

پاکستان فارورډ

کويټه -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د دوشنبې په ورځ ( دجنورۍ په ۱۵ مه) په بلوچستان کې د شکمنو ترهګرو په يو پټ برید کې لږ تر لږه پنځه امنیتي پرسونل مړه او شپږ نور ټپیان شول.

ځايي چارواکو وويل، بريد کوونکو په کيچ ډسټرکټ کې په شپوک سيمه کې د امنيتي ځواکونو په کانوايې باندې ډزې پيل کړې.

د کانوایي يو ګاډی واوړيدو، چې پنځه امنیتي پرسونل په کې ووژل شول.

په سیمه کې د بريد کوونکو د معلومولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای شوي دې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500