په پنجاب کې اته شکمن انساني قاچاق وړونکي ونیول شول

پاکستان فارورډ

لاهور-- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د تحقيقاتو وفاقي ادارې د سه شنبې په ورځ ( د نومبر په ۲۱ مه) په پنجاب صوبه کې اته شکمن انساني قاچاق وړونکي نیولي دي.

چارواکو د انساني قاچاق پر ضد ګامونه وروسته له هغې پيل کړي دي کله چې دوی په تیره اونۍ کې په دوو پیښو کې په توربت سیمه کې په ګولو سوري ۲۰ لاشونه وموندل.

دوی څرګنده کړه چې دغه قربانیان د پنجاب صوبې سره تعلق لرلو او کوشش يې کولو چې د ایران له لارې يورپ ته لاړ شي.

د بلوچستان د آزادۍ تنظيم د دغه مرګ ژوبلې مسوولیت پرغاړه اخیستی و.

د ایف آی ای يوې سرچينې وويل، د ايف آی ای افسرانو په ګوجرانواله کې اوه شکمن قاچاق وړونکي ونیول او د هغوی نه يې ۱۴۲ اصلي پاکستاني پاسپورټونه او جعلي اسناد او آلات ترلاسه کړل.

سرچینې وویل چې اتم شکمن کس، چې په انساني قاچاق کې ښکیل و، په ګجرات کې ونيول شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500