مري - سما تلويزيون راپور ورکړو چې د پاکستان د پوځ لیفټننټ ارسلان عالم د پنجاب صوبې په مري تحصيل کې په خپل کلي کې د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۴ مه) دفن کړی شو. عالم د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۳ مه) په خیبر ایجنسۍ کې په يو تروريستي برید کې وژل شوی وو.
د سما تلويزون له مخې، د هغه برید کونکي د افغان د پولې هاخوا اړخ نه راغلې ول.
د پوځ يو شمير افسرانو او ملکیانو د هغه په جنازه کې ګډون وکړو.