کويټه -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د بلوچستان صوبې په واشوک ډسټرکټ کې د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۴ مه) په يوه حمله کې درې امنیتي پرسونل ووژل شول.
د واشوک د انتظاميې يو چارواکي وويل، بريدكوونكو په يو امنيتي کانوايې باندې بريد وکړو. هغه زياته کړه چې په وژل شوي کسانو کې د فرنټير کور يو لیفټننټ کرنل شامل وو.
بريد کونکي د سیمې نه وتښتېدل.