اسلام آباد -- جيو نيوز د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۲ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټۍ ۳۰ ويباسايټونه او د فیسبوک ۱۰ اکاونټونه د تروریزم ضد عمل ملي پلان د برخې په توګه بلاک کړل.
حکومت په پیښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې د قتل عام نه لږ وروسته د عمل ملي پلان پیل کړو.
د جیو نیوز سرچینو وويل، د سيند پولیسو د ترورېزم ضد ادارې د يو ليکل شوي درخواست له لارې د ويب سايټونو او اکاونټونو بندولو لپاره غوښتنه وکړه. منع شوي تنظیمونه د خپلو مقاصدو لپاره دغه سایټونه او اکاونټونه کاروي.