د داعش د سوشل ميډيا ۷۰ اکاونټونه د پاکستانيانو په کمپيوټرو کې وموندل شول

د سټاف راپور

کراچي -- د دنيا تلويزيون له مخې، د سيند صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې يو سينير چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۸مه) وويل، چې داعش په هيواد کې د سوشل ميډيا له لارې پاکستان ته يو واقعي ګواښ ورکوي.

د پوليسو سينير سپرټنډنټ جنيد شيخ وويل، سي ټي ډي د داعش د سوشل ميډيا لږ تر لږه ۷۰ اکاونټونه په ګوته کړل کوم چې د پاکستاني کمپيوټرو نه کنټرول کيږي -- په دغه اکاونټونو کې په ځوانانو غږ کولی شي چې د تروریزم لاره اختياره کړي.

هغه وويل، دغه اکانټونه په کراچۍ او د پاکستان په يو شمير ځایونو کې شتون لري. هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه په ګډه د دغه مسلې تحقیق کوي او کوشش کوي چې د ټکنالوژۍ د داسې ناوړه استعمال مخنیوی وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500