اسلام آباد -- ميډيا راپور ورکړو چې وزير اعظم ميا محمد نواز شريف او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د بغاوت ضد ردالفساد عملیاتو د پرمختګ په اړه اطمينان څرګند کړو.
پوځ دغه عملیات د خونړۍ تروريستي بريدونو د لړۍ وروسته د فبرورۍ په مياشت کې شروع کړل.
جيو نيوز خبر ورکړو چې نواز شریف او باجوه د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۲مه) يو ميټنګ وکړو چې د ملي امنيت په اړه بحث وکړي.
ميډيا د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړو، د پوځ د عامه اړیکو دفتر په مختلف بيانونو کې وويل، چې امنیتي ځواکونو د وسلو، لاسي بمونو، راکټونو، چاودېدونکي توکو، ټلیفونونو او د نورو تروریستي توکو غټې ذخیرې په جنوبي وزیرستان ايجنسۍ، د خیبر پښتونخوا په بر دیر او د بلوچستان صوبې په تربت ډسټرکټ کې ونيولی.
د چهارشنبې د ورځې د ایکسپريس ټريبيون د راپور له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې رينجرو او پوليسو د پنجاب په حافظ آباد کې په ګډ عملیاتو کې ۱۲ شکمن کسان ونیول.