په پاکستان کې ۳ امنيتي پرسونل او ۳ وسله وال ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور - په پاکستان کې په دې وروستيو کې لږ تر لږه درې امنيتي پرسونل او درې وسله وال وژل شوي دي.

جيو خبرې اژانس د سپتمبر په ۲۹مه د امنيتي چارواکو له خولې راپور ورکړ چې ځواکونو په دې وروستيو کې د بلوچستان په نوټل سيمه کې يوه وسله وال قوماندان ووژلو.

جيو خبرې اژانس د رينجرو له خولې راپور ورکړی چې نيم پوځي رينجرو د کراچۍ په لیاري سيمه کې د سپتمبر په ۲۹مه د جنایتکارانو د يوی ډلې دوه غړي وژلې دي.

د نيشن ورځپاڼې له مخې، په خیبر پښتونخوا (KP) کې د سپتمبر په ۲۸مه د پوليسو دوه افسران په ډزو ووژل شول. په پېښور کې يو ويشتونكي يو پوليس افسر ووژلو، په داسې حال کې چې وسله والو کسانو په کوهاټ ولسوالۍ کې په ډزو يو بل کس ووژلو. دغه کس په کوهاټ کې د امام بارګاه ساتنه کوله.

د ډان خبرې اژانس راپور ورکړ چې يوې چاودنې د سپتمبر په ۲۸ په جنوبي وزيرستان کې يوه سرتيری وژلی دی.

د ډان خبرې اژانس له مخې، له بلې خوا، د خیبر پښتونخوا پولیسو چارواکي مشتاق خان د سپتمبر په ۲۹مه تائيد وکړ چې په پېښور کې نامالومه کسانو په دې وروستيو کې د جنګ ګروپ رسنیو ادارې اجرايوي رئيس عابد عبدالله تښتولی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500