امنیت

خیبرپښتونخوا د فاټا سره په پوله باندې ۳۱ امنیتي پوستې جوړوي

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخواه د پولیسو افسرانو له مخې، په متني ميره کې د پوليسو لپاره د بمبارۍ نه خوندي پوستو باندې تعمیراتي کار، چې د جون په میاشت کې په دې انځور کې ښودل شوی دی، په چټکۍ سره روان دی. [جاوید خان]

د خیبر پښتونخواه د پولیسو افسرانو له مخې، په متني ميره کې د پوليسو لپاره د بمبارۍ نه خوندي پوستو باندې تعمیراتي کار، چې د جون په میاشت کې په دې انځور کې ښودل شوی دی، په چټکۍ سره روان دی. [جاوید خان]

پیښور -- د تروريستي بريدونه نه د پيښور ساتلو لپاره د اقداماتو د برخې په توګه، د خیبر پښتونخواه پولیس د فاټا سره په پوله باندې ۳۱ امنیتي پوستې جوړوي.

د پولیسو چارواکي وایي چې په ځینو پوستو کار په وروستۍ مرحله کې دی، په داسې حال کې چې نورې پوستې به ژر تر ژره بشپړې شي.

په پیښور کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز)، سجاد خان، پاکستان فارورډ ته وویل،"دا ۳۱ ښه امنیتي پوستې د خیبر ایجنسۍ، مهمند ایجنسی او دره ادم خیل سره په سرحدي سیمو کې د سپوږمۍ په شکل کې جوړيږي چې د قبايلي سیمو څخه په پېښور باندې د هر ډول بريد مخه ونيسي."

امنیتي پوستې د پیښور په جنوب لویدیځ کې د ښار شمال لویدیځ ته د سپوږمۍ په شکل کې موقعیت لري. هغه زیاته کړه، دا د کریسټ امنیتي پلان نوم لري.

په پيښور کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ، سجاد خان (ښي اړخ ته) د جون په ورستۍ اونۍ کې په متني ميره کې د پوليسو د پوسټ د جوړولو معاينه کوي. دا پوست په هغه ۳۱ امنیتي پوستو کې شامل دی کوم چې د بمي چاودنې نه خوندي دي او کوم چې خيبر پښتونخواه د فاټا سره په پوله باندې جوړوي. [انځور د خیبرپښتونخوا د پولیسو نه په مننه]

په پيښور کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ، سجاد خان (ښي اړخ ته) د جون په ورستۍ اونۍ کې په متني ميره کې د پوليسو د پوسټ د جوړولو معاينه کوي. دا پوست په هغه ۳۱ امنیتي پوستو کې شامل دی کوم چې د بمي چاودنې نه خوندي دي او کوم چې خيبر پښتونخواه د فاټا سره په پوله باندې جوړوي. [انځور د خیبرپښتونخوا د پولیسو نه په مننه]

هغه وويل، د تالاشۍ پوستې د بمبارۍ نه خوندي دي چې پوليس او د پوليسو سټيشنونه د هر ډول لاسي جوړي شوي چاوديدونکې توکو يا د راکټ د بريد نه خوندي وساتي.

اوه امنيتي پوستې د بډه بيرې پولیس سټيشن په حدود کې، پنځه په متنو کې، او څلور په سربند او ناصر باغ کې جوړيږي. په مترا کې په درې پوستو کار روان دی، دوه په پشتخره، داودزۍ او عمرار کې، او د بھانامري او د خزانې پولیس سټیشنونو کې يوه يوه پوسته جوړيږي.

خان وويل: "دا ټولې پوستې په ای، بي او سي کټګوريو کې تقسيم شوي دي، چيرته چې ۴۵، ۳۵ او ۲۵ پوليس به په ترتيب سره ځاى پر ځاى کیږي."

"هر يو پوسته نږدې دوه کناله (۱۰۱۱.۷۱ مربع ميټره) ځای لري چې له امله یې پوليسو ته ټول تاسیسات په ودانۍ کې دننه چمتو کیدی شي." هغه زیاته کړه، په تاسیساتو باندې کار په چټکۍ سره روان دی او تمه کيږي چې یو څو به په دوو اونیو کې مکمل شي.

امنیتي پوستې به د انچارج افسر لپاره دفترونه، کانفرنس روم، د استوګنې بیرکونه، غسل خانې، یو پخلنځی او نور اړین سهولتونه لري.

په خیبر پښتونخوا کې امنیت لوړول

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود وویل چې امنیتي پوستې د هغو ګامونو يوه برخه ده کوم چې د ولایت د امنیت په ځانګړي ډول د لوی ښارونو د ساتنې لپاره پورته شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د قبايلي سیمو سره په پوله باندې دا ټولې پوستې به د صوبې د مرکزي ښار او د خلکو امنیت ډاډمن کړي."

هغه وويل، "د خوندي ښار پروژې لاندې، په پيښور کې د ۸۵۰ نه په زيات ځايونو کې د ۶،۰۰۰ نه زياتې کلوز سرکټ کيمرې نصب کيږي."

محسود وويل، "نوي جوړې شوي پوستې او ... په پیښور کې د سي سي ټي وي کيمرې به د پوليسو سره د ښه نظم او قانون په ساتلو کې مرسته وکړي او د خلکو ژوند او ملکیت ساتنه به يقيني کړي."

هغه وويل، د پولیسو لپاره د خوندي ودانيو جوړول د خیبر پښتونخوا د پولیسو د امنیت د پلان یوه بله برخه ده.

په پيښور کې د پوليسو سپرنټنډنټ، شوکت خان، د جون په ۲۱ مه د يو امنیتي پوستې د لیدلو په وخت خبريالانو ته وويل: "د بمبارۍ نه خوندي ودانۍ ... په متني ميرا کې په وروستي پړاو کې ده. متني ميره يوه داسې سيمه ده چيرته چې زموږ کسان په يو خراب کور کې ځاى پرځاى شوي دي. په دغه پوسته باندې په دې وروستيو کلونو کې ډېر بريدونه شوي دي."

نوي ودانۍ به د يو شمير پولیسو ژوند خوندي کړي ځکه چې په تیرو کلونو کې قبایلي سیمو ته نژدې په امنیتي پوستونو باندې په بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

هغه وويل: "زياتره بريدونه د متنو، بډه بيرې او سربند په سيمو کې تر سره شوي وې، چې په دې کې نه يوازې جونير پوليس بلکې سينير افسران هم وژل شوي ول."

د پولیسو په سينير افسرانو باندې بریدونه

په پیښور کې میشت ژورنالیست، قيصر خان، په وروستي کلونو کې هغه یو شمېر پیښې ثبت کړې چې په کومو کې د پولیسو سينير افسران وژل شوي ول.

د کوهاټ ډسټرکټ د پولیسو افسر، دلاور بنګش، په می ۲۰۱۳ کال کې په متنو کې په يو ځانمرګي بريد کې ژوبل شو، په داسې حال کې چې په دغه پيښه کې د هغه شپږ ساتونکي ووژل شول.

د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې، د پولیسو سپرنټنډنټ، خورشید خان، او شپږ نور کسان په متنو کې په یو پوسته باندې په برید کې ووژل شول، په داسې حال کې چې د سیمې یو بل ايس پي، کالام خان، په می ۲۰۱۲ کال کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ کې، ډپټي ايس پي رشید خان په پیښور کې د يو ځانمرګي کونکی لخوا ووژل شو.

قیصر خان وویل، د ۲۰۰۶ کال راهیسې، په متنو، بډه بیرې، سربند او د فاټا سره سرحد ته نږدې په نورو سیمو کې د پولیسو په پوستو او ګاډو باندې لامحدود بریدونه ترسره شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په متنو، بډه بيره، سربند، متهرا او عمرار کې په پوستو کې د بمبارۍ نه خوندي ودانۍ جوړول به نه یوازې پولیس د بمونو او د راکټ د بريدونو نه خوندي وساتي، بلکې دا به ترهګر پيښور ته د قبايلي سیمو له لارې د داخليدو نه منع کړي."

د مرکزي ښار د پولیسو انسپکټر ممتاز خان پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبرپښتونخوا د پولیسو د پروژې همغږۍ څانګه، چې د پولیسو انسپکټر جنرل يې مشري کوي، د دې پوستو د جوړولو څارنه کوي."

هغه وویل، د دې پروژې لپاره ۸۰۰ ميليونه روپۍ (۷.۵ ميليونه امريکايي ډالره) کيښودل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په ډيرو امنیتي پوستو کار په وروستي پړاو کې دی.

هغه وويل، " چې په دې پوستو کې به کسان ژر تر ژره تعينات کړی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500