تروريزم

پاکستانیان په پاړه چنار بازار کې د چاودنې په غندلو کې متحد دي

جاويد خان لخوا

ماتم کونکي د شنبې په دغه ورځ (د جنورۍ په ۲۱مه) د کرم ايجنسۍ په پاړه چنار سيمه کې په يو تروريستي بريد کې د وژل شوي خلکو د جنازې لمونځ ادا کوي. په فاټا کې د شيعه ګانو په مرکزي سيمه کې په يوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. [علي جان / اې ايف پي]

ماتم کونکي د شنبې په دغه ورځ (د جنورۍ په ۲۱مه) د کرم ايجنسۍ په پاړه چنار سيمه کې په يو تروريستي بريد کې د وژل شوي خلکو د جنازې لمونځ ادا کوي. په فاټا کې د شيعه ګانو په مرکزي سيمه کې په يوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. [علي جان / اې ايف پي]

پېښور - د پاکستان سیاسي، مذهبي او پوځي مشران د کرم ايجنسۍ په پاړه چنار کې د سبزۍ په يو بازار کې د چاودنې مذمت کولو کې يو مټې دي. په دغه چاودنه کې چې د شنبې په سهار ( د جنورۍ په ۲۱مه) رامنځته شوه لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول او ۹۰ نور زخميان شول.

د خیبر پښتونخوا (کی پي) ګورنر اقبال ظفر جهګړا په بې ګناه ملکي وګړو باندې د بريد غندنه وکړه او ويې ويل چۍ دغه ډول اعمال به د هغوی جرأت کم نه کړي.

هغه په پېښور کې په کمباينډ ملټري هاسپټل (سي ايم ايچ) کې د زخمي شوي کسانو سره د ليدلو په وخت وويل: "حکومت به د سولې لپاره د ترهګرو له منځه وړلو پورې مبارزې ته دوام ورکړي."

جهګړا د مړه شوي کسانو د کورنو لپاره د ۳۰۰،۰۰ روپو (۲،۸۶۱ امريکايي ډالره)، د سخت زخميانو لپاره د ۱۵۰،۰۰۰ روپو (۱،۴۳۰ امريکايي ډالره) او د نورو زخميانو لپاره د ۱۰۰،۰۰ روپو (۹۵۳ امريکايي ډالره) پيکج اعلان وکړو.

د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۲مه) په پاړه چنار کې د تروریستي چاودنې چې د جنورۍ په ۲۲مه رامنځته شوه د یو بچ شوی کس سره په هسپتال کې ليدنه کوي. د دې چاونې مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان او لشکر جنګوي العالمي په غاړه اخيستی دی. [تصوير د آی ايس پي آر لخوا]

د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۲مه) په پاړه چنار کې د تروریستي چاودنې چې د جنورۍ په ۲۲مه رامنځته شوه د یو بچ شوی کس سره په هسپتال کې ليدنه کوي. د دې چاونې مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان او لشکر جنګوي العالمي په غاړه اخيستی دی. [تصوير د آی ايس پي آر لخوا]

د وینې ډنډونه

بم د سهار ۹ بجو نه لږ مخکې هغه وخت وچاوديدو کله چې په سلګونو خلکو په ځايي بازار کې سبزياني اخيستلې. د مرګ ژوبلې لومړنۍ شمیره ۲۰ وه، چې نږدې ټول د کرم ايجنسۍ وو.

په کرم ايجنسې کې د ملي شورا غړی، ساجد حسین طوري، پاکستان فارورډ ته وويل: "يو شمير کسان په دغه ځای مړه شول او ځيني په هسپتال کې مړه شول." نوموړي زياته کړه چې په مړه شوي کسانو کې دوه ماشومان هم شامل ول.

په سیمه کې یو چارواکي نصير الله خان اې ايف پي خبري اژانس ته وويل، "په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر اوس ۲۴ دی، ځکه چې څلور نور زخمي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی." هغه زياته کړه چې د زخميانو شمېر ۹۰ دی.

هغه وويل: "په کرم ډسټرکټ هسپتال کې د ۳۳ نورو زخمي کسانو علاج روان دی، په داسې حال کې چې ۲۵ کسان په پېښور کې يو پوځي هسپتال ته لېږدول شوي دي." "هغه کسان چې لږ زخميان دي هغوی د هسپتال نه ډسچارج کړی شوي دي."

د شنبې ورځې يوه ویډیو هنګامه خيز حالت په ګوته کوي چې خلک د يرې د وجې منډې او چیغي وهي او ځپل شوي کسان د سبزو سټالونو مخې ته په دړي وړي کريټونو او ګاډو کې پراته دي.

عیني شاهد حامد حسين پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې کاروبار ښه په موج کې وو او په سلګونو کسان په خرڅولو او اخيستلو کې بوخت وو."

هغه يادونه وکړه چي هغه د چاودنې يو لوی اواز واوريدو او کله چې دوړې کينستلې هغه د شلغم او ټماټرو کريټونو ته نږدې خلک پراته وليدلو.

د چاودنې د لومړنیو قربانیانو ډله ییزه جنازه د شنبې په ورځ د غرمې نه وروسته د پاړه چنار په مرکزي امام بارګاه کې ادا کړی شوه.

۲ وسله والو ډلو د دې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستی دی

چارواکي وايي چې د لاس جوړې شوې چاودونکي وسیلې ته، چې د سبزو په صندوق کې پټه شوې وه، د ريموټ کنټرول په ذريعه چاودنه ورکړی شوه. کيدی شې چې دا بم په کوهاټ کې په يو بازار کې کيښودلی شوی وو.

که څه هم، دواړو وسلوال ګروپونو چې د دې چاودنې مسووليت يې په غاړه اخیستی دی دا يو ځانمرګی بريد وبللو.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند په ظاهرا د يو هلک،چې د سيف الله په نوم ياديږي، يو تصوير جاري کړو. هغوی دا دعویٰ کوي چې دغه هلک دا بريد ترسره کړو.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په یو ټيکسټ پېغام کې چې خبريالانو ته استول شوی دی، لشکر جنګوي العالمي دعویٰ وکړه چې دې د ټي ټي پي شهريار محسود اورپکې ډلې سره دغه بريد ترسره کړو. خو شهريار محسود ډلې په يوازي د دغې چاودنې دعویٰ نه ده کړې.

له بلې خوا، د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی. دغه ډلې په سوریه کې د جګړې او بدلې اخيستلو ته هم اشاره وکړه.

۷ تنه شکمن کسان ونیول شول

د کرم ايجنسی پوليټيکل ايجنټ شاهد علي خان خبريالانو ته وويل، پولیسو په پاړه چنار کې د یکشنبې په ورځ اوه تنه شکمن کسان ونیول. هغه د شکمن کسانو شناخت او ځای څرګند نه کړو، خو ويې ويل، د هغوې تفتيش جاري دی.

هغه زياته کړه چې په چاودنه کې د نامعلومو کسانو ډي اين اې اسلام آباد ته د ټيسټونو لپاره استول شوي دي. پولیسو هم د چاودنې د ځای نه نټونه او بولټونه راټول کړي دي.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د کوهاټ نه يو فارنزک ټیم راغې او د چاودنې د ځای معاينه یې وکړه. هغوی وويل چې په چاودنه کې ۱۲ کلوګرامه بارود شامل ول.

په دې کال کې په فاټا کې دا لومړنۍ او لوی ترهګريز بريد دی. ترهګرو دا سيمه په دې وروستيو کلونو کې څو څو ځله په نښه کړې ده.

په دسمبر ۲۰۱۵ کال کې په همدې بازار کې لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل شول.

پاکستانیان به تقسيم نه شي

پاکستاني مشران او عام خلک د بمي چاودنو په مذمت کولو کې يو مټی وو. دغه بريدونو په قبايلي سيمو کې د امن اوږد دور دړي وړي کړو.

د کرم ايجنسۍ يو سټوډنټ زاهد علي پاکستان فارورډ ته وويل، حکومت له پکار ده چې د فرقه واريت او تروریزم ختمولو لپاره سخت محنت وکړي.

هغه وويل: "د کرم ايجنسې يو شمير اوسيدونکو د پېښور پریس کلب نه بهر د جنورۍ په ۲۲مه د پاړه چنار د چاودنې او په سيمه کې د تېرو بريدونو خلاف يوه مظاهره وکړه."

د پاکستان علماء کونسل چيرمين علامه طاهر اشرفي وويل: "ټول سوله خوښونکي خلکي په پاړه چنارکې د چاودنې په کلکه غندنه کوي. دغه چاودنه د پاکستان دښمنانو ترسره کړه."

هغه وويل، ترهګر په نرم اهدافو باندې تمرکز کوي او د ملکي کسانو وژل د هغوی د شکست ثبوت څرګندوي.

د ځايي ميډيا راپورونو له مخې، هغه وويل: "د ټولو ديني ګروپونو پيروان د تروریزم د دې ظالمانه عمل په غندلو کې متحد دي او د قربانيانو په غم کې شريک دي."

د عوامي نيشنل پارټې مشر اسفندیار ولي خان وويل، چې ترهګر د "نااميدۍ" د وجې ملکي وګړي په نښه کوي."

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په قبايلي سيمو او د هېواد په نورو برخو کې د تلپاتې سولې لپاره نور ګامونه پورته کړي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر د يو بيان له مخې، د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه د چاودنې وروسته وويل، "ترهګر به په خپل کوششونو کې چې خپل له لاسه ورکړی شوی قوت بيرته تر لاسه کړي ناکامه شي."

په دغه بيان کې ويلی شوي، د ځايي هسپتالونو وزټ کولو او د قبايلي مشرانو سره د غونډې کولو په موقع، باجوه د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د هغوی د ملاتړ ستاینه وکړه او د سولې لپاره یې د هغوی د قربانیو اعتراف وکړو.

هغه وويل، د هغوی په مرسته، پوځ، فرنټير کور او قانون پلي کونکو نورو ادارو په سيمه کې د استحکام راوستلو لپاره ډير غوره کار کړی دی. نوموړي زياته کړه چې ترهګر به د دغه کاميابۍ په مخه نیولو کې پاتې راشي.

هغه وويل: "پاکستان د مذهبي، صوبايي، قبايلي، ژبني، قومي، فرقايې او يا د بل امتياز په پرتله زمونږ د ټولو دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500