امنیت

د خیبرپښتونخوا پولیس قانون جوړوونکو ته د ترهګرۍ ضد کارونه ورښیي

جاوېدخان

د خیبرپښتونخوا د پولیس اپرېشنونو لوی مشر عباس مجید مروت د اګست په ۲۴مه پېښور ډسټرکټ کونسل ته د قانون او نظم د حالاتو په هکله بریفینګ ورکوي. [جاوېدخان]

د خیبرپښتونخوا د پولیس اپرېشنونو لوی مشر عباس مجید مروت د اګست په ۲۴مه پېښور ډسټرکټ کونسل ته د قانون او نظم د حالاتو په هکله بریفینګ ورکوي. [جاوېدخان]

پېښور -- پولیس چارواکي وایي چې د خیبرپښتونخوا پولیس د تېر کال په نسبت د لږ شمېر جرمونو او پېښو رپورټونه ریکارډ کوي.

د خیبرپښتونخوا د پولیس آرډیننس ۲۰۱۶ په اساس، ډسټرکټ پولیس افسرانو په ټوله صوبه کې ډسټرکټ کونسلونو ته د قانون او نظم د وضعیت، د ترهګرو پر ضد د ګامونو اخیستلو، او په پولیس فورس کې د ریفورمونو په هکله د بریفینګونو یا معلوماتو ورکول شروع کړي دي.

د مربوطه ډسټرکټ کونسلونو ممبرانو د بریفینګونو له پاره خاص کړای شویو پروګرامونو کې برخه واخیسته.

د کوهاټ ډي پي او صهیب اشرف، د ترهګرۍ ضد قومي سټریټیجۍ ته په اشارې چې د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې شروع شوې ده، پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د کوهاټ ډسټرکټ کونسل ته د سپتمبر په ۷ مه د هغو پرمختګونو په هکله معلومات ورکړل چې د نیشنل ایکشن پلان او د صوبې د ترهګرۍ ضد وروستیو تصویب شویو قوانینو لاندې د فورس له خوا ترسره شوي دي.»

هغه وویل چې ډسټرکټ ناظم او نایب ناظم او همدارنګه تقریبا ټولو انتخابي کونسلرانو په پروګرام کې برخه واخیسته.

اشرف وویل، «انتخابي ممبرانو په کوهاټ کې د قانون او نظم د وضعیت په رابطه یو مفصل رپورټ واورېدلو.»

ډي پي او کونسلرانو ته د خیبرپښتونخوا د پولیس آرډیننس ۲۰۱۶ په رابطه او د انتخابي ادارو له خوا د قانون مطابق د پالیسۍ د نظارت په رابطه معلومات ورکړل.

د کوهاټ ډسټرکټ کونسل یوه غړي فهیم خان پاکستان فارورډ ته وویل، «د خیبرپښتونخوا پولیسو په ملک کې د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي چې په کار دی قدر یې وشي.» هغه د پولیس فورس د قربانیو د ستاینې له پاره یوه قطعنامه وړاندې کړه.

پولیس نورو تجهیزاتو ته ضرورت لري

هغه وویل چې د کوهاټ ډسټرکټ کونسل له خیبرپښتونخوا نه په کوهاټ او په عمومي توګه په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو لپاره د لا زیاتو ګاډو او بهتر حفاظتي تجهیزاتو غوښتنه وکړه.

د خیبرپښتونخوا د پولیس اپرېشنونو اېس اېس پي عباس مجید مروت د اګست په ۲۴مه په پېښور کې یو بل بریفینګ ورکړ.

د پیښور ډسټرکټ ناظم، د هغه نایب او مشرانو پولیس افسرانو په بریفینګ کې برخه واخیسته.

مروت پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ کونسل ته په قانون او نظم کې د پرمختګ، او همدارنګه د تیر کال د عین دورې په نسبت په روان کال کې د ملکیتونو په برخه کې د جرمونو د ۴۲٪ کمي په هکله وویل.»

مروت همدارنګه د پیښور ډسټرکټ کونسل ته د پولیسو د معلوماتي نیټورک د اهمیت په هکله بریفنګ ورکړو. هغه وویل چې دغه نیټورک د ملک هر اوسېدونکي ته دا اسانتیا ورکوي چې د ترهګرۍ د یوې پېښې یا سخت جرم په هکله پولیسو ته خبر ورکړي.

مروت وویل، «هر څوک چې معلومات ورکوي هغه ته به د تعقیب لاندې مجرم یا ترهګر د اهمیت په پام کې نیولو سره د معلوماتو د ماهیت مطابق له لس زره روپیو نه تر یو لک روپو پورې انعام ورکول کیږي.»

هغه وویل، قانون نافذوونکو ادارو د بمي چاودنو، ځانمرګي حملو او نورو ترهګریزو پېښو په شمېر کې کمی راوستی دی.

په وروستیو ورځو کې، د خیبرپښتونخوا پولیسو په ټوله صوبه کې بریفینګونه ترسره کړل. هغوی اراده لري چې نورو ډسټرکټونو ته هم ژر ورسیږي.

د نورو زیاتو پولیسو غوښتنه

چارواکي د خیبرپښتونخوا د پولیسو ستاینه کوي خو له هغوی نه د لا زیاتو کارونو کولو تمه کوي.

په وروستیو کې، د صوابۍ ډسټرکټ کونسل داسې متفقه بل پاس کړو چې لږ تر لږه د ۵۰۰ نورو ډي پي اوز د مقررۍ غوښتنه کوي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشران په دې خوشحال دي چې دغه بریفینګونو چې ډي پي اوز یې په خپلو ولسوالیو کې ورکوي ښې نتیجې لرلې دي.

د خیبرپښتونخوا د مرکزي پولیس ادارې د اګست په ۲۹مه په یوه اعلامیه کې وویل، «دغو بریفینګونو په ټوله صوبه کې ښه کار کړی دی او عکس العمل یې ښه دی.»

په اعلامیه کې راغلي دي چې د خیبرپښتونخوا د پولیس آرډیننس ۲۰۱۶ لاندې، ډي پي اوز ته په کار دي چې خپلې ولسوالۍ یا ډسټرکټ کونسلونو ته په کال کې لږ تر لږه دوه ځلې بریفینګونه ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500