امنیت

ستونزې مخ په زیاتیدو دي ځکه چې بلوچ یاغیان په چینایي اتباعو خپل بریدونه زياتوي

د زرک خان لخوا

د پاکستان د پوځ سرتېري د جولای په ۳۰مه په اسلام آباد کې د چین د نايب وزیر اعظم لایفینګ له لیدنې څخه مخکې ګشت کوي. هغه د جولای په ۳۰ مه اسلام آباد ته سفر وکړو ترڅو د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) لسمه کلیزه ولمانځي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

د پاکستان د پوځ سرتېري د جولای په ۳۰مه په اسلام آباد کې د چین د نايب وزیر اعظم لایفینګ له لیدنې څخه مخکې ګشت کوي. هغه د جولای په ۳۰ مه اسلام آباد ته سفر وکړو ترڅو د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) لسمه کلیزه ولمانځي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۱۳مه) د بلوچستان په ګوادر کې د چینايي ځواکونو په کاروان برید دا په ډاګه کوي چې څنګه منع شوي اورپکي ډلې چې د چین پر ضد احساسات لري په هېواد کې په زیاتیدونکي توګه راڅرګندیږي، ​ او په چینايي اتباعو باندې خپل بریدونه متمرکز کوي ​او د پاکستان د مخکې نه نازک امنيتي حالات خرابوي.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې یوه منع شوې وسله واله ډله ده، په چینایي انجینرانو د برید مسؤلیت په غاړه واخیستو، چې په ګوادر کې یې د پاکستان پوځ ساتنه کوله.

ګوادر ​د بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)​ لپاره یو مهم ځای دی، چې په پروژو کې يې د ژورو اوبو بندر جوړول شامل دي.

متضاد بیانونه

په یو بیان کې، بي اېل ای ادعا وکړه چې د مجید بريګيډ، چې د دې ډلې یو ذيلي يونټ دی، دوه غړو څلور چینایي اتباع او ۱۳ د پاکستان امنیتي پرسونل ووژل.

دې ډلې په چینايي اهدافو د لا زیاتو وژونکو بریدونو خبرداری ورکړو، او ټینګار یې وکړو چې بیجینګ "په ګوادر او ​سیندک [په چاغي ضلعو کې د تامبې او سرو زرو کان کیندنې پروژه] ​کې د بلوچستان د زیرمو په بې رحمانه لوټمار کې په جرمي توګه ښکېل دی."

که څه هم، د پاکستان پوځ، د چین حکومت او مختلفو ورځپاڼو دا خبره رد کړه چې چینایي اتباعو ته څه زیان رسېدلی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) په یو بیان کې وویل، "د امنیتي ځواکونو لخوا دوه ترهګر وروسته له هغې ووژل شول کله چې دوی په پوځي کاروان برید وکړو."

په دغه بیان کې په کاروان کې د چینايي اتباعو د شتون هېڅ حواله نه ده ورکړل شوې.

د پولیسو يو چارواکي ای اېف پي ته وویل، درې پاکستاني عسکر ژوبل شول.

د چین دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز راپور ورکړو چې وسله والو په یو کاروان بريد وکړو چې پکې د سپورټس لپاره درې بلټ پروف ګاډي او يو وېن شامل وو چې ۲۳ چینایي پرسونل پکې سپاره ول.

په ياد بيان کې ويل شوي، "د لاس جوړ شوي چاودیدونکي آله (آی اي ډي) د برید پرمهال وچاودېدله، او وېن په ډزو وویشتل شو. ډزو په شیشه کې درزونه رامینځته کړل."

په اسلام آباد کې د چین سفارت خانې غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت "برید کونکو ته سخته سزا ورکړي او د چینايي اتباعو، بنسټونو او پروژو خوندیتوب د يقيني کولو لپاره عملي او مؤثر اقدامات وکړي."

د چینایي اتباعو د خونديتوب ستونزه

بلوچ اورپکو ډلو -- بي اېل ای او د بلوچ لیبریشن فرنټ (بي اېل اېف) -- په وروستیو کلونو کې د چین ګټې په نښه کړي، او بیجینګ ته یې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې د چین د بي آر آی نوښت یوه برخه ده، لاندې د تړونونو په وړاندې خبرداری ورکړو.

دې بریدونو چینایي مشران خفه کړل او د اسلام آباد څخه یې غوښتنه وکړه چې د هغوی د اتباعو امنیت لوړ کړي.

په کویټه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د بلوچستان قومي ... بغاوت په ۲۰۰۴ کال کې پېل شو او د پام وړ وده يې وکړه، چې ​یوه عشره وړاندې د سي پېک په راتګ سره وژونکی شو​."

هغه يادونه وکړه، بي اېل ای او بي اېل اېف ​​د بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) برخه ده​​، چې د بلوچستان او سند د څو وسله والو ډلو يو عملياتي اتحاد دى چې د چين په ګټو باندې د بريد لپاره جوړ شوی دى.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې، یوه ښځینه ځانمرګي بریدګرې په کراچۍ کې درې چینايي ښوونکي ووژل. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په ګوادر کې په دغه برید کې دوه ماشومان ووژل شول او درې کسان نور ژوبل شول.

په کراچۍ کې، بي اېل ای په ۲۰۲۰ کال کې په پاکستان سټاک ایکسچینج (پي اېس اي) باندې او په ۲۰۱۸ کال کې د چین په قونسل خانې د بریدونو ادعا وکړه. چینایي شرکتونه د پي اېس اي ٪ ۴۰ ملکیت لري.

د بلوچ وسله والو ډلو سربېره، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په​ داسو کې په یو بس باندې د ۲۰۲۱ کال د ځانمرګي برید مسولیت په غاړه لرلو چې نهه چینایي انجینېران پکې وژل شوې ول​.تحريک طالبان پاکستان په کویټه کې په یو لکژري هوټل کې د ۲۰۲۱ کال د بمي برید پړه هم لرله. په دغه برید کې د چین سفیر خوندي پاتې شوی و.

ایکسپریس ټریبیون د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په مياشت کې راپور ورکړو چې دې بریدونو د اسلام آباد او بیجینګ اړیکې خرابې کړې، چې پاکستان، چې د نغدي پیسو له کمي سره مخ دی، یې مجبوره کړو چې​ د تروریستي بریدونو ۳۶ چینایي قربانیانو ته د ۴.۶ ملیونه ډالرو څخه تر ۲۰.۳ ملیونه ډالرو پورې​ تاوان ورکړي.

فخر عالم، چې په اسلام آباد کې د امنیتي شرکت کارپوه دی، چې د بهرنیو شرکتونو سره کار کوي، وویل، "په لرې پرتو سیمو کې د چینایي انجینېرانو لپاره د هراړخیز امنیت ډاډمنول، د ستونزو او لګښت په لحاظ سره، دواړه د پام وړ چيلنجونه وړاندې کوي."

فخر عالم پاکستان فارورډ ته وویل، "په زرګونو امنیتي پرسونل ځای په ځای شوي ترڅو د بیجینګ د ګټو پروړاندې د ګواښونو مخه ونيسي."

پاکستان​​ تېر کال د بیجینګ هغه غوښتنه رد کړه ​​ چې چینايي خصوصي امنیتي کمپنۍ ته اجازه ورکړي چې د چینايي اتباعو او پروژو د ساتنې لپاره په پاکستان کې فعالیت وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500