تروريزم

اوسیدونکي د "تاج زیور" په ګوادر کې د ۱۰ کلونو د سي پېک له کبله غمجن دي

د زرک خان لخوا

د ګوادر اوسېدونکي د جون په میاشت کې د بنيادي مدني حقونو لپاره په یو احتجاج کې ګډون کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ګوادر اوسېدونکي د جون په میاشت کې د بنيادي مدني حقونو لپاره په یو احتجاج کې ګډون کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- په تېره عشره کې ​د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)​ لخوا رامینځته شوي چینایي نفوذ په پراخه کچه په سیمه کې غوسه راپارولې ده چې په بلوچستان کې د توکمیز یاغیتوب د رامینځته کېدو لامل شوی او اندېښنه یې رامینځته کړې چې وسله والې ډلې به په سیمه کې​ تاوتریخوالی زیات کړي​.

بلوچستان، چې ګوادر يې اصلي بندري ښار دی، د هېواد ترټولو لویه خو لږه پرمختللې سیمه ده، سره له دې چې د طبیعي زیرمو نه ډکه ده، او سي پېک، چې​ د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) ​ پاکستانۍ برخه ده، لاندې په هېواد کې د چین د اقتصادي ګټو لپاره اصلي مرکز دی.

د دغه صوبې وګړي​ د چينايي شرکتونو د زياتېدونکي نفوذ له امله په غوسه دي ​چې په ځانګړې توګه د سيمه ييزو سرچينو په استخراج کې لېوالتيا لري په داسې حال کې چې سيمه ييزو اړتياوو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

منع شوي بلوچ وسله والې ډلې، په ځانګړې توګه د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي اېل ای) او د بلوچ لیبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) دا احساسات لري چې د سي پېک لاندې چینایي سرمايه کارۍ ځایي خلکو ته ګټه نه ده رسولي.

دوی په وروستيو کلونو کې ګڼ شمير ځله په پاکستان کې زیربنایي پروژې او چینايي کارکونکي په نښه کړي دي.

په کويټه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، منع شوي بلوچ وسله والې ډلې، په ځانګړې توګه بي اېل ای او بي اېل اېف، د چین خلاف له احساساتو څخه ګټه پورته کوي او په اسانۍ سره ځوانان استخداموي چې په چینايي او پاکستاني ګټو باندې په شدت سره بريدونه وکړي.

هغه وويل، "په بلوچستان کې قومي بغاوت په ۲۰۰۴ کال کې پېل شو، خو لس کاله وړاندې د سي پېک له راتګ وروسته لا خراب شو او نور خطرناک شو."

هغه وويل، بي اېل ای او بي اېل اېف ​د بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) برخه هم ده​، چې د بلوچستان او سند څخه د څو وسله والو ډلو يو عملياتي اتحاد دى، چې په ځانګړي توګه د چين په ګټو باندې د بريد لپاره جوړ شوى دى.

د روان کال په جون میاشت کې، بي اېل ای د بلوچستان په تربت ښار کې د پولیسو په موټر باندې د یوې ښځې لخوا د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه واخیستو، چې یو پولیس پکې ووژل شو او دوه نور پکې ژوبل شول.

وروسته له هغې ​چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په کراچۍ کې د بي اېل ای له خوا په یو ځانمرګي برید کې درې چینايي ښوونکي ووژل شول​، د بي اېل ای ویاند جیاند بلوچ په یو بیان کې بیجینګ ته ګواښ وکړو چې تر هغه به "حتی سخت" بریدونه وکړي که چېرې ګاونډي هیواد د خپلو "استخراج پروژې" او "د پاکستان د دولت د قبضې" مخه ونه نیسي. "

په کراچۍ کې، بي اېل ای په ۲۰۱۸ کال کې د چینايي قونسل خانه او په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان سټاک ایکسچینج (پي اېس اي) ودانۍ په نښه کړې و. د چینایي شرکتونو یو کنسورشیم د پي اېس اي ٪ ۴۰ ملکیت لري.

د سرچینو لوټمار

پداسې حال کې چې د بیجینګ لپاره ځانګړی اهمیت لري، سي پېک سوداګریزې لارې جوړې کړي چې د چین لرې لویدیځ شينجيانګ سیمه په ستراتیژیک ډول د پاکستان د ژورو اوبو ګوادر بندر سره په عربي سمندر کې نښلوي.

ګوادر اکثر د سي پېک د "تاج زیور" په نامه ياديږي.

خو د پاکستان او چین د یوې لسیزې همکارۍ سربېره، اوسیدونکي او فعالان وايي چې​ په ګوادر کې بنيادي عام مسایل​ لکه معياري روغتیا او تعلیم او د اوبو او بجلۍ کمی نه دی حل شوی.

د ځایي خلکو په وینا، د دسمبر په میاشت کې، پاکستاني چارواکو -- د بیجینګ په امر -- په ګوادر کې د احتجاجي غورځنګ مخه ونیوله چې د دوی په معیشت او ورځني ژوند باندې د چین د نفوذ په اړه یې د اوسیدونکو اندیښنې څرګندولې.

د نومبر په نیمایي کې په یو احتجاج کې، ​اوسیدونکو د چین تر کنټرول لاندې بندر ته د تګ لاره بنده کړه​​.

په عېن حال کې، په پاکستان کې چینایي شرکتونه بې لګامه شوي ځکه چې پاکستاني چارواکي د اقدام کولو هېڅ توان نلري.

محمد عارف محمد حسني، چې یو ځايي قانون جوړونکی دی، د فبرورۍ په میاشت کې صوبايي پارلمان ته خبر ورکړو، د بلوچستان په چاغي ضلعه کې د سیندک د تامبې او سرو زرو د کان په پروژه کې د چین یو دولتي شرکت څه باندې ​د ۷ ملیارده پاکستانۍ روپو (۲۶ میلیونه آمريکايي ډالره) ​ خيانت کړی.

حسني د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل، "د بلوچستان حکومت د چینايي شرکتونو په وړاندې هېڅ اقدام نه کوي ځکه چې دا ویره لري چې بیجینګ به غوسه شي او دا به د چین او پاکستان اړیکې متاثره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500