امنیت

د چينيانو بې لګامه منافع په بلوچستان کې د اورپکۍ د زياتوالي لامل ګرځيدلی

د عبدل غني کاکړ لخوا

ماتم کونکي د هغه پرايويټ امنيتي ساتونکي تابوت وړي، کوم چې د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۹مه د پاکستان سټاک ایکسچینج په ودانۍ باندې د وسله والو په برید کې وژل شوی و. د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دغه برید مسوليت پر غاړه واخيستو او ويې ويل چې دغه برید نه یوازې د پاکستان اقتصاد په نښه کولو بلکې په بلوچستان کې د چین د استحصالي پلانونو په ځواب کې د چین پر اقتصادي ګټو يو برید و.

ماتم کونکي د هغه پرايويټ امنيتي ساتونکي تابوت وړي، کوم چې د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۹مه د پاکستان سټاک ایکسچینج په ودانۍ باندې د وسله والو په برید کې وژل شوی و. د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دغه برید مسوليت پر غاړه واخيستو او ويې ويل چې دغه برید نه یوازې د پاکستان اقتصاد په نښه کولو بلکې په بلوچستان کې د چین د استحصالي پلانونو په ځواب کې د چین پر اقتصادي ګټو يو برید و.

کویټه -- پارلماني غړي او کتونکي وايي، په بلوچستان کې د چینايي نفوذ ګړندۍ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

ای اېف پي راپور ورکړو، پاکستان د پرله پسې سرمايه کارۍ او قرضو لپاره بیجینګ ته مخه کړې ده، چې غربي منتقدین وايي چې دا به په راتلونکې کې چین ته ډېره زیاته ګټه ورسوي.

په بلوچستان کې د چین سرمايه کارۍ په ګوادر باندې تمرکز کړی دی، چیرې چې د ژورو اوبو د بندر پراختیا د چین يوه ستره پروژه ده.

د بلوچستان د ملي ګوند (بي اېن پي) مرکزي نايب صدر ملک عبدالولي ووويل، "زموږ له خوښې پرته، زموږ په خاوره کې د چين مخ په زياتيدونکي سرمايه کاري د بلوچيانو ګټو ته زيان رسوي."

د بلوچستان جمهوري پوځ غړي په ۲۰۱۹ کال کې دلته ليدل کيږي. [فایل]

د بلوچستان جمهوري پوځ غړي په ۲۰۱۹ کال کې دلته ليدل کيږي. [فایل]

ماتم کونکي د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۴مه په کویټه کې په دغه ورځ په ښار کې د چین په قونسلګرۍ باندې د تروریستي برید د قربانیانو تابوتونه وړي. چارواکو وویل، وسله والو چې په لاسي بمونو او ځان وژنکيو واسکټونو سمبال شوي وو په دغه قونسلګرۍ باندې برید وکړو او څلور کسان يې ووژل. [بنارس خان/ ای اېف پي]

ماتم کونکي د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۴مه په کویټه کې په دغه ورځ په ښار کې د چین په قونسلګرۍ باندې د تروریستي برید د قربانیانو تابوتونه وړي. چارواکو وویل، وسله والو چې په لاسي بمونو او ځان وژنکيو واسکټونو سمبال شوي وو په دغه قونسلګرۍ باندې برید وکړو او څلور کسان يې ووژل. [بنارس خان/ ای اېف پي]

"په بلوچستان کې د چینايي سرمايه کارۍ په اړه زموږ اندیښنې تل له پامه غورځول شوي دي. د ساحلي سیمو او د صوبې په سرچینو باندې د ځایي اوسیدونکو د خپلواکۍ د منلو نه بغير به د ګډوډۍ په حالت کې ښه والی رانه شي."

هغه وويل، چین په بې رحمۍ سره د بلوچستان سرچینې لوټي.

"ګوادر د بلوچيانو د تاریخ او شناخت سره تړل شوی دی او دا د اقتصادي ګټو په نسبت ډېر اهمیت لري."

د عوامي نيشنل پارټۍ سنيټر کبیرمحمد شاهي، چې د بلوچستان اسازيتوب کوي، وویل، په ګوادر او د بلوچستان په نورو سیمو کې د چینايي کارکونکو پراخه شتون اندیښنې راپورته کوي چې لامله به یې د بلوچستان په دې ساحلي سیمه او مکران سیمه کې اورپکي نوره هم زياته شي.

بلوچيان ویره لري چې په ګوادر کې د چین په پراخه کچه شتون به په سیمه کې د پوځي منسوبينو شمیر زیات کړي او موجوده تاوتریخوالي ته به وده ورکړي.

شاهي وویل، "هغه وسله وال چې په بلوچستان کې د چین د نفوذ مخالفت کوي په دې باور دي چې د پاکستان اسټيبلشمنټ د بلوچ قوم د ملت سیاسي، ټولنیز، کلتوري او ملي انديښنو ته هیڅ پام نه کوي."

هغه زیاته کړه چې "ګوادر د ژوند او مرګ مسله ده ... له دې امله، زما په اند، دا د وخت اړتیا ده چې وفاقي حکومت په بلوچستان کې د چینايي او نورو بهرنيو سرمايه کارۍ په اړه د خپلې پالیسۍ بيا کتنه وکړي."

په دغه صوبه کې د جمعیت علماء اسلام سينير مشر عبدل علي وویل، "د بلوچستان د سیندک له سیمې څخه، چینايي شرکتونو د تامبې او سرو زرو ذخیرې د ځایي، ملي یا نړيوالې څارنې نه بغير ترلاسه کړې."

هغه وويل، "د ملي او نړيوالو قوانينو خلاف، د چینايي شرکتونو په تعليم، روغتيا، او یا په چاغي ضلعه کې په املاکو کې سرمايه کاري ونه کړه."

علي وویل، "په بلوچستان کې په چینايي پروژو کې، د ځایي اوسیدونکو د ګټو لپاره ځایي مشارکت په پام کې نه دی نیول شوی. د دې ... استحصالي پاليسو له امله، سیاسي کړکیچ زيات شو، چې په پايله کې په ټولنیز او پرمختیايي شاخصونو کې ډېر زيات کمی راغې."

"په بلوچستان کې د چین سرمايه کاري او پیسې په صوبه کې د سیاسي ثبات او پرمختګ تضمین نه شي ورکولی." "وفاقي حکومت باید په بلوچستان کې د چینايي سرمايه کارۍ په اړه د ځایي خلکو اندیښنې په پام کې ونیسي."

امنيت لوړول

وسله والو دا ډول احساسات د تروریستي عملونو د توجیه کولو لپاره کارولي دي.

امنيتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۹مه) په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې يو برید ناکامه کړو چې د چین له نفوذ سره يې تړاو لرلو.

څلور وسله وال ايکسچينج ته ورورسيدل، ډزې یې وکړې او یو لاسي بم یې وغورځولو، خو پخپله په ډزو باندې د وژلو له نه مخکې يې درې امنیتي ساتونکي او یو پولیس ووژلو.

ای ايف پي ته په يو ايمېل کې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ د برید مسوليت پر غاړه واخيستو او ويې ويل چې دغه برید نه یوازې د "پاکستان اقتصاد په نښه کولو بلکې په بلوچستان کې د چین د استحصالي پلانونو په ځواب کې د چین پر اقتصادي ګټو يو برید و".

د بلوچستان د آزادۍ پوځ په تیرو کلونو کې څو ځله په پاکستان کې زیربنایي پروژې او چینايي کارکونکي په نښه کړي دي، چې په دې کې په ۲۰۱۸ کال کې په کراچۍ کې د بیجینګ په قونسل خانه باندې یو برید شامل دی، چې څلور کسان پکې ووژل شول.

د پاکستان پوځ په بلوچستان کې امنیت زياتوي.

ډاکټر طلعت شبیر، چې په اسلام آباد کې دېره د دفاعي چارو يو سينير شنونکی دی او د اسلام آباد د ستراتیژیکي مطالعاتو انستیتیوت کې د پاکستان چائینه سټډي سنټر ډايريکټر دی، وویل چې "چین د بيلټ او سړک نوښت [بي آر آی] په خپلې مهمه پروژه کې زیاته سرمايه کاري کوي، او د چین حکومت لپاره، د دې پروژې د امنیت لپاره پوځي پراختیا د اقتصادي همکاریو لازمي عنصر کیدی شي."

هغه وويل، "پاکستان او چین دواړه په لویه کچه د ګوادر بندر د امنیت میکانیزم د پیاوړي کولو لپاره کار کوي." هغه زیاته کړه چې "پاکستان په [بي آر آی] او نورو پروژو کې د خپلې ملي ګټې د ساتنې لپاره هر ممکنه ګامونه پورته کوي."

په ګوادر کې دېره د استخباراتو يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "مخالفې ادارې د پاکستان ضد بلوچ وسله والو ډلو سره مرسته کوي چې په بلوچستان کې بهرنۍ سرمايه کارۍ ته زيان ورسوي."

هغه زياته کړه، "د پاکستان پوځ په ځانګړې توګه د ګوادر بندر او د اړوندو پروژو څارنه کوي، او یو ځانګړی امنيتي ډويژن، چې د پوځ او نيم پوځي ځواکونو په يو څو بټالينونو باندې مشتمل دی، په دې باندې کار کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډيره ښه کيسه، خورا اغيز منه تجزيه. کاش که پاکستاني رسنۍ هم د دې په څير د ځمکني حقايقو پر بنسټ خپلې تجزيې ورکړي.

ځواب