ديپلوماسي

ډیر خلک د کراچۍ ټاپوګانو د پراختیا تر شا د چین ملي ګټو ته ګوري

د ضياء الرحمان لخوا

د کب نیولو د صنعت کارکونکو، د مدني ټولنې فعالانو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د اکتوبر په ۱۴ مه په کراچۍ کې د کښتيو په يوې جلسه کې ګډون وکړ چې د چینایي سرمايه کارۍ سره په بوندال او ډینګي ټاپوګانو د يو ښار د جوړیدو لپاره د وفاقي حکومت د پلانونو پر ضد احتجاج وکړي. [ضیاء الرحمان]

د کب نیولو د صنعت کارکونکو، د مدني ټولنې فعالانو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د اکتوبر په ۱۴ مه په کراچۍ کې د کښتيو په يوې جلسه کې ګډون وکړ چې د چینایي سرمايه کارۍ سره په بوندال او ډینګي ټاپوګانو د يو ښار د جوړیدو لپاره د وفاقي حکومت د پلانونو پر ضد احتجاج وکړي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- کراچۍ ته څېرمه د دوو ټاپوګانو په پراختیا کې د چینايي سرمايه کارۍ امکان په پاکستان کې د بیجینګ د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه ناکرارۍ ته وده ورکوي.

وفاقي حکومت د سپتمبر په ۲ مه د پاکستان د ټاپوګانو د پراختیا ادارې امر جاري کړو، چې موخه یې د هیواد په اوبو کې بنجر ټاپوګان په ښارونو کې بدلول دي. په دې ټاپوګانو کې کراچۍ ته نژدې بوندال او ډینګي شامل دي، چې د بهنډار او بوډو په نامه هم پیژندل کیږي.

دا قانون دواړه ټاپوګان د وفاق تر کنټرول لاندې راولي، چې دا يو داسې اقدام دی چې ځایي خلکو او صوبايي حکومت يې غندنه کړې ده.

د اکتوبر په ۱۵ مه، په سلګونو کب نيونکو، د مدني ټولنې ډلو او د سیاسي ګوندونو مشرانو په کراچۍ کې د کښتيو يوه جلسه وکړه چې د ابراهیم حیدري څخه یې دغه ټاپوګانو ته سفر وکړ چې په دغه پروژه کې د پرمختګ او چینایي نفوذ پروړاندې احتجاج وکړي.

د کب نیولو د صنعت کارکونکو، د مدني ټولنې فعالانو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د اکتوبر په ۱۴ مه په کراچۍ کې په يوې جلسه کې ګډون وکړ چې د چینایي سرمايه کارۍ سره په بوندال او ډینګي ټاپوګانو کې د يو ښار د جوړولو لپاره د وفاقي حکومت د پلانونو پر ضد احتجاج وکړي. [ضیاء الرحمان]

د کب نیولو د صنعت کارکونکو، د مدني ټولنې فعالانو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د اکتوبر په ۱۴ مه په کراچۍ کې په يوې جلسه کې ګډون وکړ چې د چینایي سرمايه کارۍ سره په بوندال او ډینګي ټاپوګانو کې د يو ښار د جوړولو لپاره د وفاقي حکومت د پلانونو پر ضد احتجاج وکړي. [ضیاء الرحمان]

د فبرورۍ په مياشت کې یو کب نیوونکی په ګوادر کې بحر ته نږدې ناست دی. د بلوچستان په ګوادر ښار کې د کب نیولو کارکونکو د چینایي کښتیو د رارسیدو پروړاندې مظاهره کړې ده. [د ضیاء الرحمان نه په مننه]

د فبرورۍ په مياشت کې یو کب نیوونکی په ګوادر کې بحر ته نږدې ناست دی. د بلوچستان په ګوادر ښار کې د کب نیولو کارکونکو د چینایي کښتیو د رارسیدو پروړاندې مظاهره کړې ده. [د ضیاء الرحمان نه په مننه]

د دغه احتجاج نه وروسته، په ورته ورځ د سند ګورنر عمران اسماعیل وویل چې دواړه ټاپوګان به د سياحت په زړه راښکونکي ځایونه جوړ شي، چې دا يو داسې نوښت دی چې د پلان برخه به وي.

هغه وویل، بیجینګ د ټاپوګانو په پراختیا کې ژوره ليوالتيا ښودلې ده.

اسماعیل، چې په دې مسله کې د وفاقي حکومت استازیتوب کوي، وویل چې "موږ اټکل کوو چې په دې پروژه کې به د ۵۰ ملیارده ډالرو [۸.۱ ټریلیونه پاکستانۍ روپو] سرمايه کاري وشي." هغه زیاته کړه چې دا پروژه به د کارکونکو لپاره، د انجینرانو او تعميراتي کارکونکو پورې، تقريباََ ۱۵۰۰۰۰ دندې چمتو کړي.

د ځایي سرچینو څخه ګټه پورته کول

محمد علي شاه، چې د کښتيو جلسه یې تنظیم کړې وه او د کب نيوونکو د حقونو سازمان، د پاکستان د کب نيوونکو فورم (پي اېف اېف) مشري کوي، وويل، که څه هم، دا ټاپوګان د مينګرو د زرهاو ايکړه ځنګلونو ځای دی.

شاه وویل، "دا ځنګلونه د کبانو او شريمپ ځايونه دي، په داسې حال کې چې د کراچۍ له ټهټې پورې د اوبو دا برخې د کب نیولو ځایونه دي."

هغه وویل، د ټاپوګانو پراختیا او د ښار جوړول به چاپیریال ته زیان ورسوي. په ورته وخت کې، د کب نیولو د ۸۰۰۰۰۰ صنعت کارانو ګټه وټه به پای ته ورسيږي او دوی به د سختې بې وزلۍ سره مخ کړي.

سیاسي او ټولنیز فعالین ویره لري چې په هغه ناڅاپي طريقه سره چې په کې وفاقي حکومت -- چې اکثر د بیجینګ تر فشار لاندې راغلی -- کراچۍ ته نږدې د دوو ټاپوګانو کنټرول واخيستو، دا په ډاګه کوي چې چینایي رژیم په ټاپوګانو کې په سرمايه کارۍ باندې خپل نظر لري.

ظفر ساهيتو، چې د جيې سند د څيړونکو فورم نايب صدر دی، د اکتوبر په ۱۳ مه په یو ټویټ کې وویل، "موږ به تاسو ته اجازه در نه کړو چې زمونږ ځمکې د چین کمونسټ ګوند باندې خرڅې کړئ."

په پاکستان کې د چینايي سرمايه کارۍ مهمې برخې د هیواد په بحرونو تمزکز کړی دی.

ډیلي کاوش د اکتوبر په ۱۳ مه راپور ورکړو چې وفاقي حکومت په دې وروستیو کې د ژورو اوبو په سمندر کې د کان کیندنې لپاره د چینایي شرکت سره د نوي تړون په اړه د سمندري چارو وزارت ته خبر ورکړو.

د پارلمان غړي او کتونکي وايي، په بلوچستان کې، په ګوادر کې د ژورو اوبو د بندر پراختيا -- چې په ګوادر کې يوه ستره پروژه ده -- په صوبه کې په جدي توګه ناکراري رامینځته کوي ځکه چې بیجینګ په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه د څه پاملرنې يا اندیښنې پرته له ځايي سرچينو څخه ګټه پورته کوي.

په ګوادر بندر کې د چینايي ځواکونو د ارادو په اړه ډیری پوښتنې هم راپورته کیږي، چیرې چې ګڼ شمیر شکمنې ودانۍ په رازدارۍ سره جوړیږي. .

تيره میاشت، پي اېف اېف او په سند او بلوچستان کې د کب نیونکو د حقونو سازمانونو د ژورو اوبو د بحر لپاره د چينايي کښتيو د رارسيدو پروړاندې احتجاج وکړو او ويې ويل چې دوی د دوی ګټې وټې ته ګواښ کوي او د ځایي سمندر چاپيريال تباه کوي.

د چین د کب نیولو کښتۍ په نړیوالو اوبو کې په زور د ننوتلو لپاره مشهوري دي او متنازعه طريقې کاروي چې چاپیریال ته زیان رسوي او ځایي خلک د خپلې ګټې وټې څخه محرومه کوي.

د چین د مخ پر ودې نفوذ په اړه اندیښنې

چینایي رژیم په تيرو څو کلونو کې د څو ملیاردونو ډالرو د زیربنایي پروژو لپاره له پاکستان سره معاهدې کړي، چې په هیواد کې د چین د نفوذ په اړه اندیښنې راپورته کوي.

په بلوچستان کې د چاغي ضلعې په سینډک سیمه کې، چینايي شرکتونو د تامبې او سرو زرو ذخیرې د ځایي، ملي یا نړيوالې څارنې نه بغير رايستلي دي.

ځايي اوسيدونکو او سياسي مشرانو ويلي دي چې د ملي او نړيوالو قوانينو خلاف، د چینايي شرکتونو په ښوونې او روزنې، روغتيا، او یا په چاغي ضلعه کې په املاکو کې سرمايه کاري ونه کړه.

د تهر صحرا سيمې اوسيدونکو په سند صوبه کې د هغه پروژو په وړاندې احتجاجونه کړي کوم چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تعلق لري، وروسته له دې کله چې يوې مطالعې وښودله چې د دې پروګرام لاندې د سکارو رايستلو پروژې به په سویلي آسیا کې هوا په پراخه کچه ککړه کړي او سیمه ایز خلک به له جدي روغتیایي خطرونو سره مخ کړي.

په عين حال کې، په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله غوسې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) د جولای په مياشت کې په يو بيان کې وويل، بلوچ راجي اجويي سنګر او د سندهو دېش انقلابي پوځ اوس په سیمه کې د اوسني وضعيت په رڼا کې په ګډه کار کوي ځکه چې [بلوچیان او سندهیان] دواړه د چین د مخ په ودې نفوذ په اړه سخت تحفظات لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه

ځواب